fbpx

امريکايان ولسي وګړي ديوه ټاکل شوي پروګرام له مخي وژني

kabul_demonstrationافغان مظاهره چيان :

افغانان دامريکايانوله لوري دولسي وګړودقتل عام په وړاندي نوربې تفاوته نشي پاته کيداى ، امريکايان ديوه ټاکل شوي پروګرام له مخي په قصدي ډول  ولسي وګړومرګ ژوبلې ته دوام ورکوي ، اوافغانان نه داچې له دايمي امريکايي اډوسره مخالفت په ډاګه کوي غواړي چې ژرترژره ټولې بهرنى قواوي له افغانستان څخه ووزي .

دادهغوافغان مظاهرچيانو شعارونه  اوڅرګندونې دي ، چې وړمه ورځ يې دکابل په ښارکې  ديوې سترې مظاهرې په ترڅ کې دخارجي قواووپرخلاف  خپله کرکه اونفرت په ډاګه   اوپه ځانګړي ډول يې دکنړولايت په مربوطاتوکې دهوايي بمبارى په ترڅ کې دهغوولسي وګړومرګ ژوبله محکومه کړه چې امريکايانودکنړپه غازي اباد اوماڼوګۍ ولسوالى کې ترسره اولسګونه کورنۍ  دغم په ټغرکينولې .

دايرنادخبراژانس په راپور، په دغې مظاهرې کې چې سوونوتنوپکې برخه اخيستي وه ، څوتنوګډونوالويې له نوموړي اژانس  سره دخبروپه ترڅ کې ، امريکايي عسکر دافغانانودروانوستونزو، مرګ ژوبلو ، فقر اوکړاوونوعاملين وبلل اوغوښتونکي شول چې ژرترژره دې ټولې بهرنۍ قواوې له افغانستان نه ووځي .  

دکابل غربي برخې يوتن اوسيدونکي  نواب علي وويل : داچې دامريکايانو له لوري هره ورځ  بې ګناه ولسي وګړي په شهادت رسيږي اوهيڅ کومه داسې مرجع  نشته  چې ترې پوښتنه وکړي  اوامريکايان هم تش ديوې جعلي بښنې  په  صادرولو هڅه کوي چې په خپلوترسره کړوجنايتونوپرده واچوي ، نوددوى په فکردافغانانودصبرکاسه په ډکيدوده اوپه هيڅ صورت نورخارجي حضوردافغانانو اوهيواد په ګټه ندي .  

نوموړي افغان زياته کړه : ٨٠تنه ولسي وګړي تيره اونۍ دکنړپه غازي ابادکې امريکايانوپه شهادت ورسول اود٩تنوتنکيوماشومانوپه ګډون يې څوورځي وړاندې د کنړپه ماڼوګى ولسوالى کې له  تيغه تيرکړل  ،دده په وينا  دکابل واکمنوددې پرځاى چې جدي غبرګون يې ښوولى واى ، صرف دپلټنوامريې صادر، په داسې حال کې چې خپله امريکايانوهم ومنله چې دوى ٩تنه ماشومان وژلي .
نواب علي وويل : افغانان دامريکايانو تش په خوله بښنه غندي ، ځکه همداامريکايي قومندان ، جنرال پټريس وو چې څه موده پخوايې وويل چې افغانان په خپله خپلوبچيانو ته اورونه وراچوي .

دکابل ښاردوزيراکبرخان ميني يوتن اوسيدونکى ( سيدمصطفى ) وايي :خلک دزړونو په وينو اوغوښودخپلو اولادونو اوبچيانو حغاظت اوپالنه کوي ، خوناترسه امريکايان يې په ډيرې بې رحمى اواسانه تو ګه له تيغه تيروي اوشهيدانوي يي .

دغه افغان وايي ، کچيرې دهمدغو قاتلو امريکايانو ځامن افغانان ووژني دوى به څه غبرګون وښيي او زړونه به يې څومره درديږي اوترهغو پورې به دخپلو وژل شوو بچيانو قاتلين په ارام پرېږدي ترڅو يې چې محاکمه کړي نه وي

سيدمصطفى ايرناخبري اژانس ته دخبروپه دوام ويلي : امريکايانو اوکابل واکمنو يوه بله استهزاهم په افغانان کوي هغه داچې هرې هغې کورنۍ ته چې غړي يې وژل شوي دوه زره امريکايي ډالره په تاوان کې ورکوي، چې دغه مبلغ دوژل شوو دتدفين اوتکفين دمراسموهم  نه پوره کيږي .  

يوبل تن کابل ښارى محمدنعيم وايي : دکونړ ورستى پيښه اوولسي قتل عام کومه نوي پيښه اوقتل  ندى ، بلکې دتيرولسو کلونوپه اوږدوکې امريکايانو ديوه ټاکل شوي پروګرام له مخي افغانانوته  مرګ ژوبلې وراړولې  . ددغه افغان په قول نورامريکايان په افغانستان کې ارامه شپه نشي تيرولى ، ځکه هرافغان داهيله لري چې امريکايان دې همداسې ووژل شي ، لکه څنګه چې هغوى عام افغانان وژني او زيانونه وراړوي .

ترتیب: خبیراحمد– له الاماره نه په مننه 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د