نظــر

مصطفی کمال اتاترک (۴)

ژباړه: زاهدخليلي

مصطفی کمال د هېواد د غربي کولو لپاره هر ممکن کوښښ کاوه، د يوې پرېکړې له مخې يې د ترکي خولۍ پر سر کول منع کړل او پر ځای يې خلکو ته امر وکړ، چې د اروپايي هېوادونو په شکل هيټ پر سر کړي.

په ۱۹۲۹ ز کال کې حکومت په زور سره د ترکي ژبې د ليکلو لپاره لاتيني  رسم الخط رامنځته کړ او عربي رسم الخط يې منع کړ. د ورځپاڼو، کتابونو او رسالو خپرېدل په لاتيني رسم الخط باندې پېل شول. عربي ژبه يې د کالجونو د نصاب څخه وويسته، د فارسي ژبې زده کړه يې هم بنده کړه، د ترکي تأليفاتو د خپرولو لپاره يې د عربي ژبې رسم الخط بېخي منع اعلان کړ. د هېواد دننه يې د عربي ژبې د کتابونو اخيستل او خرڅول منع کړل، په دې ډول يې يو خوا د ترکيې او د هغې د اسلامي ماضي تر منځ اړیکه وشلوله او بلخوا يې د ترکيې د خلکو او د ټولو عربي او اسلامي هېوادونو د اوسېدونکو تر منځ اړيکې هم له منځه يوړې.

اتاترک د ترکيې په قوم کې د قوميت د روح د اچولو کوښښ وکړ، ځينې مؤرخينو د دې خبرې څخه ښه ګټه پورته کړه، چې ترکي ژبه د نهرين تر منځ د پخواني تمدن يعنې سامري تهذيب د ژبې سره نږدې والی لري، هغوی وويل، چې په نړۍ کې د پخواني تمدن لرونکي خلک دي، ځکه اتاترک غوښتل، چې د اسلامي اخلاقو سره د جګړې وروسته خلکو ته هغه تمدن د نعم البدل په توګه ورکړي، اتاترک د خپل ځان لپاره د اتاترک لقب خپل کړ، چې د ترکانو د پلار معنا ورکوي.

د اتاترک حکومت هره هغه رويه او اخلاق خپل کړل، کومو چې د غرب سره اړيکه درلوده، مختلف هنرونه يې راخپل کړل، د هېواد په لويو ميدانونو کې يې خپلې مجسمې جوړې کړې، د رقص سلسله شروع شوه، زياتره بهرني هنرمندان به هېواد ته راتلل، چې ډېر شمېر په کې فرانسويان او اطريشيان ول.

حکومت د ښځو په حجاب باندې بنديز ولګوه او د بې حجابۍ حکم يې صادر کړ، په ښځه يې د سړي کنترول ختم کړ او دې بې حجابۍ او عريانۍ ته يې د ازادۍ او مساواتو نوم ورکړ، د داسې مجلسونو او رقصونو ستاينه او ملاتړ وشو، چېرته چې ښځو او نرو يو ځای سندرې ويلې او ګډاګانې يې کولې.

کله، چې اتاترک د لطيفې په نوم د ازمير د يوې يهودې اوسېدونکې سره واده کاوه؛ نو په غربي ډول يې د واده مراسم تر سره کړل، لطيفه د يوه سرمايدار لور وه. اتاترک خپله مېرمن په ټول هېواد ګرځوله، هغې به هر ځای نيم بربنډ لباس اغوستی وه. نائټ کلبونو ته به تلل او د غربي ازادۍ د عامولو تبليغ به يې کاوه.

اتاترک په ترکي ژبه د قران کريم د ترجمه کولو حکم وکړ، ټولې معناګانې يې بدلې کړې او امر يې وکړ، چې اذان دې هم په ترکي ژبه وکړای شي.
په تعليمي نصاب کې يې تغيرات رامنځته کړل، د ترکي نشنلېزم د خپرولو لپاره يې د ترکيې د تاريخ د بيا ليکلو امر وکړ، د عربي او فارسي ژبې د لغاتو پر ځای سوچه ترکي الفاظ استعمال شو، پخواني لاتيني الفاظ يې په اروپايي الفاظو بدل کړل.

حکومت اعلان وکړ، چې زموږ توجه به د اروپا په لور وي، د اسلامي نړۍ سره موږ هېڅ اړيکه نلرو، حکومت اسلام ته د زيان اړولو لپاره هر ډول کوښښ وکړ او هر هغه تحريک به يې په ډېرې سختۍ سره ځپه، کوم به چې د اسلامي تعليماتو د بيا احياء کولو لپاره کوښښ کاوه.

د مصطفی کمال دې کړنو په مصر، افغانستان، ايران، اسلامي هندوستان، ترکستان او د اسلامي نړۍ په نورو سيمو ډېر اغېز وکړ، لوېديز پلوو او د استعماري کلتور خادمانو ته موقع په لاس ورغله، چې ترکيه د بېلګې په توګه وړاندې کړي او د انقلاب خبرې شروع کړي. د مصر ورځپاڼو د اهرامونو، سياست او معطم (په مصر کې يو پخوانی غر) او د هر هغه څه په اړه نارې پورته کړې، کومو چې د اسلامي کلتور سره مخالفت درلود، دې ډول تحريکونو سره غربيانو، يهودي او ماسوني ډلو ډېره مرسته کوله.

دې ورځپاڼو به د غربيتوب د جواز لپاره د ترکيې سيکولر نظام د دليل په ډول وړاندې کاوه، د هغه د نوي والي تائيد يې کاوه او د هغه خبرې به يې په خپلو ورځپاڼو کې نقلولې. د بېلګې په توګه د اتاترک دا خبره د ورځپاڼو ښکلا ګرځېدلې وه: نوې ترکيه د اسلام سره هېڅ ډول اړيکه نلري. مصطفی کمال يوه ورځ قران کريم په خپل لاس کې واخيست او وې ويل: قومونه د داسې قوانينو او اصولو په پلي کېدو پرمختګ نه شي کولای، هغه قوانين چې څو پېړۍ پرې تېرې شوي وي.

د ترکيې سيکولر حکومت، چې مشري يې اتاترک کوله، لکه څنګه چې امير شکيب ارسلان ويلي دي، د فرانسې او انګلستان په څېر کوم ديني حکومت نه وه؛ بلکې په بشپړ ډول د دين مخالف حکومت وه، لکه د روسيې د سوسيالېستي نظام په څېر. غربي حکومتونو د سيکولرتوب سره-سره د انقلابونو د انجيل حروف، د مذهبي خلکو لباس، مذهبي ورځو او د کليسا په کارونو کې هېڅ ډول مداخله نه کوله او نه يې د کليسا په کړنو کوم بنديز لګولی وه.

د مذهب نه د بېزارۍ په رواجولو کې يهودۍ ميډيا ستر رول ولوبوه، داسې رول لکه څنګه چې يې د اتاترک د حوصلې په لوړولو کې لوبولی وه. ورځپاڼو به داسې ښودله، چې هغه قتل و غارت او وينه تويول چې د هغه په لاس کيږي، جواز لري او دا يوه ستره کارنامه ده. دې ورځپاڼو به د ترکي ښځو فحاشۍ او بربنډتوب ته د ازادۍ نوم ورکوه او هم به يې شراب څښل، قمار کول او زنا کول د تمدن او تهذيب د مظاهرو په توګه وړاندې کول.

دا يو تريخ حقيقت دی، چې مصطفی کمال د اسلامي نړۍ د واکمنو لپاره يوه ښکاره بېلګه شو، له ده وروسته چې څوک هم واکمن کېده؛ نو د هغه استبدادي او ظالم سياست به يې خپلوه، نه يوازې مسلمانانو بلکې د لوېديځ استعماري هېوادونو هم د هغه کړنې د دليل په ډول وړاندې کولې. د بېلګې په ډول، فرانسې په شمالي افريقا کې په زور سره د مسلمانانو عيسايي کول پېل کړل، هغوی يې د خپل دين، عقيدې او د اسلام پرېښودو ته اړ ويستل، هغوی د مصطفی کمال کړنې د دليل په ډول وړاندې کولې او ويل يې، چې له ترکانو زيات پر تاسو د اسلام د ژوندي ساتلو حق نشته.

مسلمانانو د سيکولر ترکيې پر ضد وسله وال بغاوتونه وکړل، تر ټول مهم بغاوت په ۱۳۴۴ هـ ق کال کې په جنوب ختيځې سيمه کې وشو، له دې وروسته په ۱۳۴۹ هـ ق کال په مليمين کې بغاوت وشو، د اتاترک حکومت په ډېر زور زياتي سره دغه بغاوتونه وټکول، ډېرو علماوو خپل ځانونه قرباني کړل او ټوله سيمه په اقتصادي او علمي لحاظ تباه شوه.

له دې وروسته د بديع الزمان سعيد نورسي په مشرۍ د (نور تحريک) پېل شو، چې وروسته يې شاګردانو پر مخ يوړه. د (رسائل النور) رسالې وليکل شوې او خپرې شوې، تر څو په خلکو کې اسلامي شعور پېداشي او هم د اتاترک د سيکولر اصولو سره مقابله وکړي. دې تحريک د سولې لاره غوره کړه او وسله يې پرېښوده، اتاترک ډېر کوښښ وکړ، چې شيخ سعيد نورسي د ځان ملګری کړي؛ خو بريالی نشو، پای يې هغه تبعيد کړ. مصطفی کمال د هغه په دې کار ډېر خفه وه، چې هغه خلک لمانځه ته رابلي، حکومت په هغه دا تور ولګوه، چې د پارلمان د غړو تر منځ يې کرکه پېداکوله، شيخ د دې ځواب داسې ورکړ:

د اسلام د راوړلو (منلو) وروسته تر ټولو ستر حقيقت چې د انسان پورې تړلی دی، هغه مونځ دی او کوم شخص چې مونځ نه کوي، خائن دی او د خائن حکومت باطل او مردود دی.

شيخ يې لومړی لږ وخت بندي او بيا يې تبعيد کړی وه، دا تور يې پرې لګولی وه، چې دا شخص د حکومت د نظام د بدلولو په تحريک کې لاس لري. خو د شيخ د تبعيد سره-سره هم د (نور تحريک) د پوهنتونونو په محصلينو او استادانو، د فوځ په چوڼيو او د هېواد په مختلفو برخو کې روان وه. يو ځل يې شيخ په دې تور ونيوه، چې شيخ اتاترک د دجال سره تشبيه کړی دی، شيخ د محکمې په وړاندې داسې وويل:

….. د قران کريم رڼا د لکونو مسلمانانو زړونه روښانه کړي دي، حکومت د شرپسندۍ، خباثت او سياست د نوم لاندې غواړي، چې دغه رڼا ووژني. واورئ! اې هغو خلکو! کومو چې د دنيا په بدل کې خپل اخرت خرڅ کړی او کفر ته مو سر ټيټ کړی دی: زه چې تر څو ژوندی يم، د خدای تعالی په مرسته به د حق غږ اوچتوم، له تاسو چې هر څوک څّه کولای شي، ودې کړي، زموږ د زړه دا غوښتنه ده، چې د اسلام په يوه کوچني حقيقت مو دې هم سر قربان شي.

شيخ يې بيا تبعيد کړ او د ۱۳۶۷ هـ ق کال پورې له هېواده لرې وه، تر دې چې حکومت د مسلمان قوم ځينو غوښتنو منلو ته مجبور شو او ديني کړنو ته يې لږ اجازه ورکړه.

اتاترک په ۱۳۵۶ هـ ق (۱۹۳۸ز) کال کې مړ شو، د خپل مرګ څخه مخکې د مسلمانانو د نه غوښتنې په پايله کې هم په دې بريالی شوی وه، چې ترکيه يو سيکولر هېواد کړي، له مرګ څخه څو کاله مخکې په داسې يوې ناروغۍ اخته شوی وه، چې خپل ځان يې نه پېژنده، هغه لاعلاجه ناروغيو باندې اخته شوی وه، د ناروغيو اصلي لامل يې د شرابو څښل وه، د شرابو د څښلو له امله يې ځيګر خراب شوی وه او اعصابو يې کار پريښي وه، کمزوری شوی وه، ماغزو يې کار پريښی وه. همدا وجه وه، چې دا دېکتاتور په زور زياتي، وحشي جزاګانو او خود غرضۍ کې يوه بېلګه شوه.

پای

مأخذ: سلطنت عثمانيه، ۵۲۰-۲۳ مخونه، ليکوال، ډاکټر علي محمد صلابي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x