خبرونهنړۍ

په کویټ کې یوه افغان خپله ملګرې زندۍ کړې.

کویټ: یو افغان وروسته له هغه ونیول شو چې کله یې خپله 33 کلنه سریلانکایۍ ملګرې د یوه برقي لین په وسیله زندۍ کړه. د امنیتي سرچینو له قوله چې کله د داخلي چارو وزارت د عملیاتو شعبې الفحیحیل په سیمه کې د یوې وژل شوې ښځې د جسد خبر ترلاسه کړ، امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل څو د سریلانکایۍ مېرمنې جسد پیدا کړي.

عدلي او قضایي مامورینو د وژل شوې ښځې پر جسد د وهلو داغونه او همدارنګه د زندۍ کېدو هغه هم تشخیص کړي او نور لازم تحقیقات یې پدې اړه ترسره کړي. امنیتي مامورینو مظنون کس د دریو ساعتونو په لړ کې ونیو او ګرفتار یې کړ. د تحقیق په لړ کې افغاني‌تبعه پخپل جرم اعتراف وکړ او زیاته یې کړه چې خپله سریلانکایۍ ملګرې یې ځکه وژلې چې له ده په پټه یې دده له ملګري سره هم یارانه درلوده او دی چې کله پرې خبرېږي نو زندۍ کوي یې. مجرم اړوندو عدلي او قانوني اورګانونو ته استول شوی تر څو په اړه یې قضایي اجراآت ترسره شي.

سرچینه: عرب‌ټایمز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x