نظــر

امریکايي عسکر په افغانستان کې له مختلفو روحي فشارونو سره مخ دي

soldierدخارجي ځواکونو په وړاندي د مجاهدینو مقاومت ورځ تربلې پیاوړي کیږی ، د مجاهدینو مخامخ حملو او بمي بریدونو دبهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله زیاته کړې ، ددوي مرکزونه او ورغلې لارې خوندي نه دي، پوځي اډې یې دمجاهدینو تر راکیټي بریدونو لاندي دي اوکه له مرکز نه د باندي وزي ټانکونه او نور پوځي عرادجات یې دمځکي لاندي له ښخ شویو ماینونو سره مخ کیږي .

یوه بله جدي ستونزه چې دبهرنیو پوځیانو ژوند یې نا ارامه کړي دي ، پر خپلو افغاني ملګرو ناباوري ده هغوي همیشه په ډار کې وي چې د افغاني عسکرو له منخه کوم عسکر پرې ډزي ونکړي، داسي پیښې چې دافغاني عسکرو له لوري بهرني پوځیان تربریدل اندي ونیول شي ډیرې زیاتې شوې.

پورته ستونزو بهرني پوځیان له ډول ډول روحي او د جګړې له رواني فشارونو سره مخ کړي دي.

دامریکا دپیاده سمندري ځواکونوا فسر(دیریک ګوینس ) رسنیو ته ویلي ، چې دي پنځه میاشتي وړاندي د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې دپوځي ماموریت لپاره ځاي پر ځاي شو، د طالبانو له لوري دح ملو او دس ړک له غاړې دن اڅاپي چاودنود را منځ ته کیدو په وړاندي یې پوره تیاری درلود ، ولي ددي یې هیڅ فکر نه کاوه چې دده دوه نژدې خواږه ملګري به دیوه افغان عسکر له لوري ، چې له دوي سره یې یوځاي ګزمه کوله په ډزو وژل کیږي.

داعسکر چې دده دوه ملګري یې ووژل دپیښې له ځایه په وتلو بریالي شو او له طالبانو سره يو ځاي شو.

ګوینس چې ۲۳ کاله عمر لري د امریکا د تکزاس ایالت اوسیدونکي دي ، وايي دي له خپلو وژلو شویو ملګرو سره یوځاي دا مریکا په سمندري ځواکونو کې لوي شوي غم او ښادي یې سره ګډه وه.

دا امریکايي عسکر وايی چې دي په دې تمه راغلي وو چې له مخالفینو سره به جګړه کوي ، نه دا چې په دې ډول به وژل کیږی.

دامریکا پلي سمندري ځواکونه چې د تیر کال په اکتوبر کې د هلمند ولایت په سنګین کې ځاي پر ځاي شول ، داسي جنګي فشارونه او تراژیدي یې زیاتې لیدلې او هغه وخت یې ۳۰عسکر په مخامخ جګړه او بمي چاودنوکې ووژل شول او ۱۷۵ تنه نور یې ژوبل شول چې په لسګونو تنو خپلې پښې لاسونه او د بدن نور غړي له لاسه ورکړل.

ډیر عسکر چې د سنګین په ولسوالۍ کې په پوځي ماموریت بوخت دي وايي، دوي هره ورځ ډارونکې او زړه لړزونکي پیښې ویني ، داپیښې یې په ذهن کې پاته کيږي چې له رواني لحاظه دهغوي پر زړونو منفي تاثیر کوي.

روان پيژندوکي وایي ، دا ډول پیښې د جګړې پر مهال طبیعي دي، ولي کله چې عسکر له جګړې بیرته راګرځي هغه مهال هغوي له رواني او روحي مشکلاتو سره مخ کوي.

امریکايي افسر ګوینس وايي، دا ویره او ډار داسي یو شي دي چې همیشه له تاسره وي او ته نه پوهيږي هغه کس چې وروسته په راتلونکي ورځ کې په نښه کیږي ، ته به یې ، نو حتمي ده دا رواني فشار به ته له خپله ځانه سره انتقالوي.

ډیری له جګړې راستنیدونکي عسکر چې پوځي ماموریت یې بشپړ شي دخپلو کورنیو له غړو سره یې ژوند نه تیريږی له ډول ډول فشارونو سره مخ وي ، اکثره یې په یو ډول خپل ځانونه ووژني او یا د کورنۍ نور غړي له منځه یوسي.

په دي وروستیو کلونو کې امریکايي پوځي چارواکي په دې لټه کې دي چې پر عسکرو د روحي او رواني فشارونوم خه ونیسه او په دې بخش کې یې یو شمیر ماهرین ګمارلي دي ترڅو پر هغو لارو چارو غور وکړي چې وکولاي شي پر پوځیانو فشارونه کم شي.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو عسکر (آدم کیلي پاوکووا) چې د ویرجینیا ایالت اوسیدونکي دي وايي، یوازي د جګړې رواني فشارونه نه دي ، بلکې عسکر له خپلو کورنیو او دوستانو نه د لیرې والي له روحي فشار سره هم مخ دي.

نوموړي وايي دا ټول هغه فشارونه او مشکلات دی چې موږ یې له جګړې ستومان کړي یو.

عمران خليل- الاماره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx