افغانستان

سيګار: افغانستان ته ورکړل شوې ۱۶ الوتکې په ارزانه بيعه کباړ شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): افغانستان لپاره د مرستو او بيا رغونې د څار ادارې «سيګار» په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د امريکا له لوري افغانستان ته ورکړل شوې الوتکې، چې ۴۸۶ميليونه ډالر ارزښت يې درلود افغان چارواکو د ۳۲۰۰۰ډالرو په بيعه پر کباړ خرڅې کړي دي.

سيګار د امريکا دفاع وزارت پينټاګان ته په لېږل شوې شکايت پاڼه کې د يو لړ قوي اسنادو له مخې څرګنده کړې، چې افغان چارواکو ولې دغه الوتکې په خپل سر کباړ کړي دي او دا په داسې حال کې د دغو الوتکو بيا ترميم هم په ډېره اسانۍ ممکن و او د افغانستان لپاره يې تر ډېره کار ورکولای شو.

د سيګار ادارې مشر جان سپوکو پينټاګان ته ليکلي، چې ده ته داسې معلومات رسيدلي، چې د افغانستان دفاع وزارت چارواکو C-27s ډولي دغه الوتکې کباړ کړي او ټولې يې ۳۲۰۰۰ امريکايي ډالرو په کباړ پلورلي دي.

جان سپوکو وايي، چې ده په خپله د کابل هوايي ډګر کې شپاړس الوتکې ليدلي وې او د څېړنو پر مهال ورته څرګنده شوې وه، چې څلور نورې الوتکې د المان پر ريمسټين هوايي ډګر ولاړې دي.

د سيګار له قوله ، چې د کابل پر هوايي ډګر ولاړې شپاړس الوتکې کباړ شوي او پاتې څلور يې المان کې دي.

جان سپوکو زياتوي، چې افغان چارواکو ولې له مشورې او يادونې پرته دغه الوتکې پر کباړ خرڅې کړي او دا هم ممکن وه، چې دغه الوتکې بيا رغول شوې وای.

نوموړي له پينټاګانه غوښتي، چې په دې اړه قوي پلټنې وکړي.

د يادې پيښې د پلټنې کميسيون وايي، چې دوی کوښښ کوي، چې د دغو الوتکو کومې پرزې پاتې وي، له هغو بايد ګټه واخلي او له سره يې ورغوي.

سيګار ويلي، چې د امريکا دفاع وزارت بايد له افغان چارواکو په دې اړه وضاحت وغواړي او د روان اکتوبر تر ۱۷مې نېټې پورې افغان چارواکي خپل ځواب ووايي.

سيګار د افغانستان لپاره د بيا رغونې او مرستو د څارلو لپاره جوړه شوې اداره ده او افغانستان سره د ۱۰۴ميلياردو ډالرو د مرستو څارنه کوي او د دغې ادارې مشر وايي، چې د دوی د مرستو ډېری برخه د چارواکو له خوا غلا شوې او پاتې نورې يې په داسې ودانيو او پروژو لګيدلي، چې تر ډېره دوام نشي کولای او قرارداديانو پکې په لويه کچه درغلي کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x