…او بمبیرک طیارې بالاخره کباړ شوې

لیکوال: خالد افغان زوی

د کرزي حکومت ته دامریکا لخوا د ورکړل شویو طیارو په اړه مې لومړۍ مقاله د تیر کال په  جون کې لیکلې وه،چې عنوان یي و د ( بمبیرکو داستان ) دا هغه  مستهلکې ایټالوۍ طیاري دي چې امریکا د کرزي حکومت ته د هوایي ځواک د رغولو د پروګرام په لړ کې ورکړې وې، خو کرزي د ۲۰۱۱ م کال په جون میاشت کې په یوه  وینا کې دغه طیارې مسخره کړې وې او هغه یي دماشومانو دلوبو بمبیرک  بللې وې .

د بمبیرکو کیسه او دافغانستان له هوانوردۍ سره دامریکا لخوا شوي جفا  باید له ټولو جزیاتو سره دتاریخ حافظې ته وسپارل شي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل او نړیوال پوه شي چې امریکایي غاصبان تر کومه حده جفاکاران، دوه مخي او ظالمان دي،چې په ډیر ظلم د یوه هیواد په ملي شتمنیو لوبې کوي.

د کمونیستانو له سقوط وروسته  افغانستان په جنوبي اسیا کې د هوایي ځواک له اړخه یو قوي هیواد و چې سلګونه پوځي  بیلابیلې الوتکې او چورلکې یي درلودې، د تنظیمي جګړو  په وخت د جنګونو،د هوایي ډګرونو لاس په لاس کیدلو،لوټمارۍ او عمومي هرج ومرج له امله دافغانستان دهوایي ځواک زیاتره الوتکې،چورلکې او نورې شتمنۍ زیانمنې شوې،کله چې طالبان واک ته ورسیدل د طالبانو یوه ستره کارنامه  او هیواد ته تاریخي خدمت داو چې د هوایي ځواک او هوانوردۍ اړوند ټولې شتمنۍ ، وسائل او تاسیسات یي خوندي کړل، بلکې د اقتصادي مشکلاتو، بندیزونو او تنګلاسۍ سره سره یي دهیواد فلج شوی هوایي ځواک یوځل بیا په پښو ودراوو.

طالبانو نه  یوازې د هیواد سالمې الوتکې خوندي کړې او دهغوی د ویجاړولو او کباړولو مخه یي ونیوله بلکې  په لسګونو له پروازه لویدلې طیارې یي هم له سره ترمیم  او د خدمت جوګه کړې .
د هغه مهال د افغانستان د هوانوردۍ وزارت دیوه راپور له مخې دطالبانو په دوره کې ۴۴   الوتکې او چورلکې چې پخوا په جنګونو کې زیانمنې شوې او له پروازه پاته وې له سره  ترمیم شوې او په  هوایي ځواک کې په  کارګمارل شوي دی چې لنډ تفصیل یي په لاندې ډول دی .

ترانسپورتي الوتکې : ۳    انتونوف 12   –  ۴    انتونوف32 –    ۲   انتونوف 26

جنګي الوتکې: ۸ میګ21     –    ۳ سوM420     – ۵   سو22

هلیکوفتر:  ۶  می 8    –    ۸   می35    –  ۵ ایل  39

په دې ۴۴  نویو ترمیم شویو الوتکو سربیره هغه مهال افغانستان نورې هم په لسګونو  روغې جنګي ، ترانسپورتي طیارې او چورلکې درلودې چې د یوه بشپړ هوایي ځواک رول یي درلود .

خو کله چې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ، د هر یرغلګر غوندې ددوی هم لومړنۍ هڅه دا وه چې دافغانستان پوځي امکانات له منځه یوسی،امریکایانو د هیواد په مختلفو سیمو کې په ځمکه ناستې الوتکې او چورلکې په نښه کړې او په بشپړه توګه یي له منځه یووړې، هغه مهال چې امریکایانو دخپلو کورنیو جاسوسانو او ګوډاګیانو په  کواردیناتو بمبارونه کول،که دامریکا غلامانو ته به دې وویل چې  ولې دومره ستر ظلم روان دی چې دهیواد ملي شتمنۍ  په بشپړه توګه له منځه وړل کیږي،الوتکې،چورلکې ،هوایي ډګرونه ،درادار او دافع هوا سیستمونه  او نور تاسیسات له بنسټه نړول کیږي، امریکا او دامریکا غلامانو ویل چې  غربیان به دا هرڅه له سره  ودان کړي،امریکایان غواړي دافغانستان دهوایی ځواک زوړ روسی سیستم له  بنسټه ختم کړي او پرځای یي په غربي تیکنالوجۍ سمبال هوایي ځواک رامنځته کړي .

همدا خبرې ګردانیدلې ، کرزي او ملګرو یي هم امریکایانو ته د نږدې دوستانو او مخلصو ملګرو په نظر کتل،دوی په زړه کې ګوړې ماتولې چې امریکایان به  ورته هوایي ځواک جوړوي ،خو کله چې څو کاله وروسته  دهوایي ځواک دبیارغولو کار پیل شو،په پیل کې امریکایانو له هرډول مرستې انکار وکړ، مګر کله یي چې دهوایي ځوک د بیارغولو په نوم پروګرام پیل کړ، نو دهوایی ځواک لپاره یي په ایټالیا کې داسې کباړ شوي الوتکې رانیولې چې تردې وړاندې یي داستهلاک دوره پوره شوې وه  او نور د استفادې وړ نه وې .

په دغو کباړي الوتکو چې وروسته ورباندې کرزي بمبیرک نوم کیښود،امریکایانو ۶۰۰ میلیونه ډالر ورکړل، د ۲۰ اخیستلو شویو طیارو له جملې یي ۱۶  افغانستان ته راوستې ، خوکله چې ولیدل شول چې الوتکې داستفادې وړ نه دي د حامدکرزي حکومت له امریکایانو وغوښتل چې پاتې څلور الوتکې دې افغانستان ته نه راولي ، همدا لامل و چې ۴  اخیستل شوې بمبیرکې تراوسه په ایټالیا کې انتظار پاته دي او افغانستان ته نه دي انتقال شوي .

ایټالوۍ بمبیرکې چې امریکایانو دافغانستان دمجهز هوایي ځواک د تخریب په بدله کې  افغانستان ته رانیولې وې په اړه یي دافغانستان پیلوټانو شکایت کاوو چې ترګټه  یي تاوان ډیر دی ، په یوساعت الوتنه دپنځو زرو ډالرو تېل خوري ، لوړه الوتنه نه شي کولای ځکه داکسیجن دکمیدو ستونزه په کې پښیږي ، په باداو باران کې هم نه شي پورته کیدلای ، ځکه وزن یې سپک دی او دا امکان شته چې باد یې یوسي ، په دې سربیره په رفتار کې هم خورا سستې او ټمبلې دي ، چې له کابل نه شینډنډ ته په دریو ساعتونو کې رسیږي .bambirak 3

څرنګه چې دامریکایي خیرات دغو ایټالوي بمبیرکو له وړاندې داستهلاک دوره پوره کړې وه، په دې وروستیو کلونو کې یو مخ زمینګیرې شوې وې او د کابل په هوایي ډګر کې یي ځای نیولی و.
همدا پرون  امریکایي ورځپاڼې واشګنټن ټایمز راپور ورکړی چې دامریکا لخوا افغانستان ته ورکړل شوې ۱۶ ایټالوۍ الوتکې چې د ۲۰۱۳م کال له مارچ راپدیخوا یي پرواز نه و کړی په دې وروستیو کې د کرزي دحکومت لخوا کباړ شوې او پرزې یي داوسپنې په بیا لیلام شوي دي .

امریکایانو په دې کار سخته خواشینۍ څرګنده کړې او دا یي ددوی په خبره دامریکا له مرستو سره جفا بللې ده ،امریکایان وایي چې دوی په دې شپاړس طیارو  ۴۸۸ میلیونه ډالر ورکړي و ، خو د حامدکرزي حکومت  دهمدې طیارو هره کیلو اوسپنه  په ۱۲ سینټه  پلورلې ده .

د واشنګټن ټایمز راپور وایي، چې ۱۶ الوتکې بشپړې کباړ شوي او پلورل شوي دي، او په دې توګه د بمبیرکو داستان پای ته رسیدلی دی .

د سیګار په نوم دامریکا دمرستو څارونکې او پلټونکې ډلې  دبمبیرکو په کباړ کیدلو سخته خواشینۍ څرګنده کړې او دا یي دامریکایي مالیه ورکوونکو له  پیسو سره بي احتیاطي بللې ده ، خو له دغې امریکایي ډلې چا دا پوښتنه نه ده کړې ،چې  تاسو د یرغل په پیل کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د افغانستان دهوایي ځواک شتمنۍ ، الوتکې او تاسیسات له منځه یووړل او هیواد مو د هوایي ځواک له اړخه د پولۍ ټک ته کیناوو، هغه جفا ولې څوک نه یادوي، او که هغه ظلم – ظلم نه و ؟

امریکایي رسنۍ اودهغوی غلام ژورنالیستان به بیا څو ورځې د کباړ شویو بمبیرکو د غم قصیدې وغږوي ، خو زما دهیواد د تخریب شویو ، میګ،سوخو او ښکاري الوتکو دغه راز د توپدارو او برګیو چورلکو د یومخیزې تباهۍ غم انګیز داستان به همداسې ناویلی پاته وي .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د