fbpx

امریکا باید دکرزي په خبرو باور نه واي کړی

karzai

دامریکا نظامي اوسیاسي چارواکو په ډاګه کړی چې دامریکا حکومت باید دحامد کرزي په خبرو دومره باور نه واي کړي ، او په احتیاط یې ګام پورته کړي واي ، دهغه پراخ باور نتیجه ده چې ،له امله یې اوس دامریکا حکومت او پوځیان له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي دامریکا دفاع وزیر او دکانګرس څوتنو غړو دتیرې چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه غونډه کې په افغانستان کې دامریکا دماموریت پر سر اوږدې خبرې وکړي .

د کانګرس ځیني غړي په دې نظر دي چې په افغانستان کې نور د ملیاردونو ډالرو مصرف او دعسکرو قربانی کول ضروري نه دي ، د هغوي په وینا نور په افغانستان کې دامریکايي ماموریت اوږدیدل نه توجیه کیدونکي خبره ده.
دفاع وزیر رابرټ ګیټس، د امریکا ګانګرس ته په خبرو کې وویل ، د امریکا دحکومت له لوري دافغانستان درئیس جمهور حامد کرزی جدي نیول یو نامناسب قدم اخیستل شوي، نوموړي زیاته کړه هره موضوع چې حامد کرزي راپورته کړي هغه په وروسته کې مشکلات راپیدا کړي او دعام ذهنیت دکرکې او نفرت سبب شي.

دګانګرس یوه بل غړی جیم موران ، دکرزي حکومت په نړۍ کې یو له فساده ډک حکومت وباله ، نوموړي په افغانستان کې دملیاردونو ډالرو مصر ف او دعسکرو قرباني کیدل ترسوال لاندي ونیول او زیاته یې کړه چې نور باید دا اشتباه دوامداره نه شي، دنوموړی په وینا، چې هر څومره ژور فکر په دې موضوع کې ووهل شي ، په هغه اندازه په افغانستان کې دامریکايي ماموریت دنه منلو وړ او نه توجیه کیدو نتیجه په لاس راځي.
همدا راز دوو پیژندل شويو سناتورانو ( ریچارد لوګر او باب کورکر ) خبر داری ورکړ چې دافغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې دامریکا پوځي هلو ځلو ته دکانګرس دغړو ترمنځ د شک په سترګه کتل کیږي، نوموړیو دامریکا دسنا مجلس دبهرنیو اړیکو په کمیټه کې ویلي چې په دې جګړه کې لاسته راوړنې مایوسه وونکي او یوه ناپایه جنګ ته وردانګل دي

په افغانستان کې دامریکايی ماموریت خلاف نظرونه په داسي حال کې په ډاګه کیږی چې ،دیرغلګرو قواو په وړاندي مقاومت ورځ تربلې پیاوړي کیږی ،سږ کال دنوروخت په نسبت دموسم سړوالي هم دمجاهدینو په عملیاتو اغیزه نه ده کړي مجاهدینو له هوډ سره سم چې سږ کال به په ژمي کې هم عملیات جاري ساتي ،دهیواد په ټولو ولایاتو کې یې په دښمن منظمې او کامیابې حملې ترسره کړې او لا دوام لري.

دمجاهدینو په مخامخ حملو او دمځکې لاندي دښخ شویو ماینونوپه بریدونوکي دیرغلګرو ځواکونو مرګ ژوبله دنورو کالونو په نسبت څو چند ه زیاته شوې

په تیرو نهو کالوکې امریکايي ځواکونو خپلې ټولې پوځي او تبلیغاتي حربې په کار واچولي ،خو بیا هم ونتوانیدل چې خپلې موخي ترلاسه کړي ،مقاومت نور هم زیات شوي او ددوي دتلفاتو او مرګ ژوبلې ګراف مخ په لوړیدو دي.

په هیواد کې اوسنی جهادي وضعیت چې دیرغلګرو ځواکونو واک او ځواک یې له شکست سره مخ کړی او دهغوي پر مختګ یې په ټپه درولي ،دهغو پوځي او سیاسي اشخاصودادعا دتصدیق لپاره چې په افغانستان کې دامریکايي ماموریت داوږدیدو خلاف نظر لري یوه ښه ثبوت دي

ژباړه او ترتیب : عمران خلیل

له الاماره نه په مننه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د