افغانستان

بلخ: طالبانو د اربکیانو قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د هېواد په شمال ولایت بلخ کې د سیمه ییزو پولیسو یا اربکیانو ستر قومندان وژلی دی.

د راپورونو سره سم تېره شپه د یاد ولایت د شولګر ولسوالۍ د اربکیانو قومندان خیال محمد هغه مهال پر ډزو ووژل شو چې  ددې ولسوالۍ د بودنې کلا په سیمه کې له خپل میلمه سره روان و.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالرزاق د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې دغه پېښه بېګا شپه ناوخته رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا په قومندان خیال محمد موټر سایکل سپرو ډزې وکړې او وروسته له سیمې وتښتېدل.

د عبدالرزاق له قوله طالبانو نوموړي ته په ونو کې پټ شوي و او د قومندان د راتګ سره یې پرې ډزې وکړې چې په ترڅ کې نوموړی او ورسره میلمه یې ځای پر ځای ووژل.

د بلخ ولایت څخه د اربکیانو د قومندان خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د همدې ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اربکیانو یو بل قومندان وژلی و.

تر دې مهاله طالبانو د نوموړي د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

assalamoalikum; THE AFGHANS NATION NEED TO PEACE AND SECURE LIFE,AFGHAN CHILDREN NEED TO EDUCATION IN SAFE SITUATION; IF TALIBS LEADER REALY,REALY MUSLIMS,AND THEY ARE HONEST TO AFGHANS NATION; NOW IN AFGHANISTAN A NATIONAL GOVERNMENT BECOME BY UNIFICATION ALMUST ALL AFGHANS EXCEPT TALIBS AND HEZBI ISLAMI. NOW IS TIME TO TALIBS AND HEZBI ISLAMI ALSO STOP ANY MORE KILLING OF AFGHANS.THEY MUST THINK AND FILL SENSATION ABOUT AFGHAN WOMENS ,AFGHAN CHILDRENS. I HOPE TALIBS LEADER THINK ABOUT AFGHAN CHILDREN,WOMENS,THEY ARE VERY TIRED ANY MORE FROM WAR, WE NEED TO PEACE,SAFE LIFE,AFGHAN NEW GOVERNMENT START TO REAL BUILD OF COUNTRY,REFORM IN THE… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x