ټکنالوژي

یاهو (Yahoo) نوی یوټیوب (YouTube) جوړوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د ټمبلر (Tumblr) اجتماعي او وبلاگ شبکه په ۲۰۱۳ کال کې د یاهو رسمي ملکیت وگرځیده چې دغه پیښه د ټمبلر استعمالوونکو ته د منلو وړ نه وه.

یاهو تر اوسه ټمبلر په خپل حال پریښی ښو د نویو راپورونو په اساس اوس یاهو غواړي چې دغه ویب پاڼه کې اساسي بدلون راولي.

د ویب پاڼې د مسولینو په وینا د یاهو مشره میرمن ماریسا مییر او د هغې سره د یاهو نورو مشرانو ډله په نظر کې لري چې دغه ویب پاڼه کې بنسټیز بدلون راوړي. یاهو مشران غواړي له ټمبلر څخه نوی یوټیوب جوړ کړي.

تر اوسه یاهو په ټمبلر کې یوازې یو بدلون راوستی چې هغه په ویب پاڼه کې د مینشن آپشن زیاتول و.

اوس یاهو غواړي چې دغه اجتماعي ویب پاڼه په نوی یوټیوب بدله کړي او د دې موخې لپاره يي د یوټیوب له بنسټ ایښودونکو جې سي کیلن (JC Caylen)، جینیکس پېن (JennXPenn)، ټیلا ډن (Teala Dunn)، ریکي ډیلن (Ricky Dillon)، کونر فرنټا (Connor Franta)، جک جک (JackJack) او بیټني موټا (Bethany Mota) سره خبرې پیلې کړې دي.

یاهو له یادو شوو کسانو څخه ډیرې ویډیوگانې هم را ټولې کړې وې چې خلکو ته سوال پیدا شوی وو چې یاهو په دې ویډیوگانو څه کوي او چیرې يي ساتي؟
وروسته معلومه شوه چې یاهو غواړي د يوټیوب په څیر یوه نوې ویب پاڼه جوړه کړي او ټولې شوي ویډیوگانې هم په همدې ویب پاڼه کې ځای پر ځای کوي.

تر اوسه نه ده معلومه چې دغه ویب پاڼه به په رسمي ډول کله خلکو ته وړاندې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x