ورزش

د کرکټ نړیوالې ادارې د خلکو د خوښې جایزې نوماندان اعلان کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې د خلکو خوښې جایزې لپاره د پنځو لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

اعلان شوې لیست کې د افغانستان، پاکستان او بنگلدیش لوبغاړو نومونه شامل نه دي.

دغه جایزه د لومړي ځل لپاره ۲۰۰۴ز کال کې په غوره لوبغاړو وویشل شوه او له هغې ورسته هر کال دغه جایزه د تیر کال غوره لوبغاړی ته ورکول کیږي.

کرکټ نړیواله اداره هر ځل د تیر کال لوبو په اساس پنځه تنه لوبغاړي انتخابوي چې د دوي له جملې څخه یوازې یو تن د خلکو د رایو په اساس د دې جایزې گټونکی اعلانیږي.

روان کال هم د کرکټ نړیواله اداره د پنځو لوبغاړو نومونه اعلان کړل:

۱ـ انگلستان د ښځو لوبډلې لوبډل مشره شیرلیټ ایډورډ
۲ـ د آسترالیا میچل جانسن
۳ـ هندوستان تیز توپ اچونکی بونیشور کمار
۴ـ سریلانکا لوبډل مشر انجیلو میتیوز
۵ـ جنوبې افریقا توپ اچونکی ډیل اسټین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x