نړۍ

د بمباریو سربیره اسلامي دولت د کوباني ښار په بشپړه توګه ونیوی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د اسلامي دولت سرچیني وايي چې ددوی جنګیالې توانېدلی چې د سخت دریځو کردانو تر ټولو مهم مرکز کوباني ښار تر خپلي ولکې لاندي راولي.

دغه ښار چې کردان ورته کوباني وايي، او عرب ورته عین العرب نوم ورکوي، د تیرو درو اونیو راهیسي د اسلامي دولت د جنګیالیو تر سخت ګوزارونو لاندي وو، چې نن یې د بشپړ نیول کیدو خبر ورکړه شو.

د الجزیرې د راپور سره سم د کوباني ښار چې د ترکیې پر پوله باندي د ترکیې څخه د بېلتون پاله کردانو د مهمو مرکزونو څخه شمېرل کیږي، اکثره کلي یې د اسلامي دولت په ولکه کې په داسي حال کې ولویدل چې د پاسه باندي د امریکا په مشري اتحادي الوتکو بمبارونه کول، خو بیا هم د ښاره څخه کردان په شا وتمبول شول، او ویل کیږي چې د کوباني ښار په لویدیځ کې اوس هم مقاومت روان دی.

بل خوا د الجزیرې خبریال ویلي چې د اسلامي دولت جنګیالې د ترکیې پولي ته دومره نیژدې شوي چې د تکبیرونو اوازونه یې د پولي د بلي غاړي څخه په اسانۍ سره اوریدل کیږي، او هغوی هڅه کوي چې هغه سیمه تر خپلي ولکې لاندي راولي، پر کومه چې کردي جنګیالي ترکیې ته تګ او راتګ کوي، تر څو د هغوی لاره وتړل شي.

باید وویل شي چې د پولي بلي غاړي ته د ترکیې فوځ هم د تیارسۍ په حالت کې ولاړ دی، او هره لحظه ددې تمه کیږي چې ترکیا په خپله پوله باندي د اسلامي دولت واکمني تهدید کړي، خو د ترکیې چارواکي وايي چې دوی به تر هغو فوځي مداخلې ته زړه ښه نه کړي، تر څو د نړیوالي ټولني بشپړه ملګرتیا او ملاتړ ورسره مل نه وي، او د هغوی فوځونه هم په ځمکني برید کې شریک نه وي.

تیره ورځ د پولي بلي غاړي ته د ترکیې په خوا کې کردانو په پراخه پیمانه مظاهرې وکړې، او د ترکیې د فوځ څخه یې غوښتنه وکړه چې په کوباني کي فوځي مداخله وکړي، او دغه ښار د اسلامي دولت جنګیالیو څخه وساتي، خو د کردانو دغه مظاهرې هم په تاوتریخوالي واوښتلې، او د ترکي فوځ له خوا وځپل شوې، او ویل کیږي چې تر شل کسانو زیات کردان په کښي ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x