اسټرالیایي سړي خپله ښځه وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د استرالیا په برسبین ښار کې یو سړي خپله ښځه تر وژلو وروسته ټوتې ټوټې کړه او غوښه يي وخوړله.

د سیمې برقي بریډ کوين وویل چې ما ته د ۲۸ کلن مارکس وولک زنگ راغی او ویل يي چې زما نغری کار نه کوي که يي راته جوړ کړي.

نوموړی وايي: کله چې د مارکس وولک کور ته ورسیدم کور کې ډیر زیات بد بوي و چې له مارکس څخه مې وپوښتل نوموړی راته وویل چې د خنځیر غوښه پخوي نو ځکه بد بوی دی.

له دې وروسته مارکس کور څخه د ډیر بد بوی په راتلو گاونډیانو پولیس ته خبر ورکړ خو مجرم د پولیس راتگ څخه مخکې وتښتید.

د پولیسو په وینا کله چې دوي کور ته دننه شول کور کې ډير بد بوی و او د مارکس د میرمن ځینې غړي تر هغې هم پاتې وو او نوره ډیره برخه يي مخکې پخه کړې خوړلې وه.

کله چې پولیس د مجرم په لټه شول نو د نژدې سیمې څخه د نوموړي جسد پیدا شو او داسې ښکاریده چې خپل ستونی پرې کولو سره ځان وژنه کړی وي.

مارکس وولک د جسم خرڅولو کاروبار درلود او د نوموړي ۲۷ کلنه میرمن اندوییزیايۍ وه. د دې پیښې د حقیقت معلومولو لپاره څیړنه اوس هم روانه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د