نړۍ

«ناټو تر داعش ډیره افراطي ده»

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۳ل) د کوبا پخواني ولسمشر فیډل کاسټرو ویلي چې ناټو تر   اسلامي دولت «داعش» څخه  زیاته افراطي ده.

فیډل کاسټرو دغه خبرې په یوې مقاله کې کړي چې تېره ورځ  د کوبا رسنیو نشر ته سپارلې.

کاسټرو په دغه مقاله کې د ناټو نوی عام منشي جینز سټولتینبرګ د اسلامي دولت «داعش» سره مقایسه کړی او د روسيې څخه يې دفاع کړې.

د کوبا پخواني ولسمشر د ناټو سرمنشي په ځواب کې لیکلي چې  د روسيې پر ضد له افراطه ډکې  جګړې لپاره يې عزم کړی او دغه نظامي ایتلاف (ناټو) تر داعش زیات افراطي دی.

د ناټو سرمنشي تر دې وړاندې په پولنډ کې ویلي و چې لویدیځ هر هغه ځای ته چې زړه یې وغواړي ځواکونه لېږلی شي.

نوموړي دغه څرګندونې په اوکراین او کریمیا کې د روسي ځواکونو وروستیو لاسوهنو په اړه کړې وې او همدا راز پولنډ هېواد ته چې د ناټو غړی هېواد دی  ډاډ ورکاوه چې د روس د هر ډول د یرغل څخه به وساتل شي.

کاسټرو د ناټو د سرمنشي وروستۍ څرګندونې د اسلامي دولت څرګندونو ته ورته بللي او ویلي یې دي چې دا تر هغوی زیاتې له افراطه ډکې دي.

کاسټرو لیکلي چې «ما د ناټو د سرمنشي خبرې واورېدې،   څومره نفرت ددې سړي په څېره کې و! تاسو کوم دین لرئ؟ له دې وروسته اصلا تاسو کولای شئ ارامه ژوند وکړئ؟».

فیډل کاسټرو په ۱۹۲۶ کې زیږیدلی او د ۱۹۵۹ز کال څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې د کوبا ولسمشر پاتې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x