دین سره سکروټه ګرځيدلي دی

لیکوال: حامد افغان

انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په خلکو به داسي زمانه راشي چې پخپل دین عمل کوونکی به داسي وي لکه سکروټې یې چې په لاس کې نيولې وي. عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : يأتي على الناس زمان القابض على دينه كالقابض على الجمر. رواه الترمذي .

یعني په دې زمانه کې به ښه او خیر کم شي، شر او بد به زیات شي، او په دین عمل کوونکي به هم کم شي او دا کم به په سخت حالت کې وي او په دین باندي عمل کول به دومره ورته سخت وي لکه یو څوک چې د اور سکروټې په لاس کې نیسي. ځکه د دین معارضین او مخالفین به ډیر او ځواکمن وي، ګمراه کوونکې فتنې او پساتونه به زیات شوي وي، د شکوکو، شبهاتو او الحاد فتنې به څپې وهي، خلک به په دنیا او د دنیا په خوندونو کې ډوب وي نو په داسي حالت کې به دین عملي کول ډیر سخت وي دومره لکه د اور سکروټه په لاس کې نیول. د فتنو په دې تورو تروږمیو کې به ډیر کم خلک په دین ثابت پاته کیږي او د دې درنو خنډونو او لویو چیلنجونو مقابلې ته به د کره او پاک ایمان خاوندان ټینګیږي او دوی به تر ټولو غوره انسانان وي او د الله په نزد به یې له هر چا لوړ مقام وي.

که د دې حدیث په رڼا کې موجوده وخت ته ځیر شو په یقین سره ویلی شو چې همدا وخت رارسيدلي دی، پخوا به سپینږیرو ویل دین سره سکروټه ګرځيدلي دی، د هغو خبره ډیره کره او د دې حدیث مفهوم ده، نن سبا په دین باندي د عمل په لاره کې پریمانه خنډونه او زیات موانع شتون لري، هغه خنډونه به پریږدو چې کفارو رامنځته کړي دي، زموږ خپل منځي فتنو دومره ستونزې، شخړې او بد حالات را منځته کړې دي چې یوه ساده او مخلص انسان ته یې د دین په لاره کې ګڼ شمیر خنډونه درولي دي، په مسلمانانو کې د مختلفو فکرې ډلو شتون ګڼ شمیر مشکلات رامنځته کړي دي، یوه د بلې پر خلاف کرکې پاروي او زهرجن تبلیغات کوي آن یوه ډله بله له دین او ملت نه باسي او هره یوه یې دعوه لري چې دوی په حقه او نور ناحقه دي.

په فردي او ټولنیزه توګه له دین نه دومره لیريوالی رامنځته شوی او داسي رواجونه او تقالید مسلط شوي دي چې ځیني حرام او غلط شیان د روا او عادي کارونو په کتار کې درول شوي دي، ځیني مستحب او مباح شیان د فرضيت او وجوب مقام ته لوړ شوي دي، ځیني ناسمې اړیکي او غلط تعلقات لازمي او ضروري ګرځول شوي دي اوس که یو څوک په صحي توګه په دین عمل کوي له دې ډیرو قیودو او کړیو به ځان ليري کوي او دا په خپل ځای کې یوه درنه ستونزه او په دین باندي د عمل په لاره کې لوی خنډ دی.

له دې ټولو ستونزو او خنډونو سره رښتیني مومن ته لازمه ده چې د دې ټولو خنډونو مقابله وکړي او پخپل دین باندي ثابت پاته شي، هر مومن باید سهار او ماښام دا دعاوې او اذکار خپل وِرد او ورځنۍ وظیفه وګرځوي: ” لا حول ولا قوة إلا بالله ” او” حسبنا الله ونعم الوكيل . على الله توكلنا . اللهم لك الحمد ، وإليك المشتكى . وأنت المستعان . وبك المستغاث . ولا حول ولا قوة إلا بالله العلي العظيم ” . او د الله په دین په مخلصانه توګه د عمل کولو په صورت کې د الله مرسته له انسان سره مله وي، قرانکریم وايي: څوک چې د الله تقوا غوره کړي الله به د خلاصون لاره ورته پيدا کړي، او څوک چې په الله توکل وکړي هغه یې کافي دی، او څوک چې له الله نه وويریږي الله به یې کار اسانه کړي، { وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا } ، { وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ } ، { وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا } [ الطلاق : 2 ، 3 ، 4 ].

داراز مومن ته لازمه ده چې د رښتیني او مخلص عالم پیروي وکړي، رښتيني او مخلص عالم هغه دی چې یواځي او یواځي د الله له پاره خلکو ته الله دین بیانوي او خلک د الله لورته بولي، هغه هیچا ته د دنیا تمه نلري، د هیڅ ډول واک او ځواک په فکر کې نه وي او پخپل کار باندي له خلکو نه د احترام او شخصیت لوړولو اراده نلري، پخپله هم د شریعت عامل او عالم وي او د شریعت په تبلیغ او ښوونه د هیڅ شي غوښتونکی نه وي، قرانکریم د یو چا د اتباع له پاره په هغه کې دوه شرطونه لازمي کړي دي هغه کس به د الله په دین مزدوري نه غواړي او پخپله به په سمه لاره روان وي، اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْراً وَهُم مُّهْتَدُونَ (يسن21)، یعني د هغه چا پیروي وکړئ چې له تاسو مزدوري نه غواړي او په سمه لاره روان وي.

د حدیث تخریج

” يأتي على الناس زمان الصابر فيهم على دينه كالقابض على الجمر ” . قال الألباني في “السلسلة الصحيحة” 2 / 682 : رواه الترمذي ( 2 / 42 ) و ابن بطة في ” الإبانة ” ( 1 / 173 / 2 ) عن عمر بن
شاكر عن أنس مرفوعا . و قال الترمذي : ” حديث غريب من هذا الوجه ،
قلت : و هو ضعيف كما في ” التقريب ” . لكن الحديث صحيح ، فإن له شواهد كثيرة :
الأول : عن أبي ثعلبة الخشني في حديث له بلفظ : ” فإن من ورائكم أياما الصبر
فيهن مثل القبض على الجمر .. ” الحديث . أخرجه جماعة منهم الترمذي ( 2 / 177 )
و قال : ” حديث حسن غريب ” ، و صححه ابن حبان ( 1850 ) .
قلت : و في سنده ضعف كما كنت بينته في ” تخريج المشكاة ( 5144 ) .
الثاني : عن أبي هريرة مرفوعا في حديث له : ” المتمسك يومئذ بدينه كالقابض على
الجمر ” . أخرجه أحمد ( 5 / 390 – 391 ) و أبو عمرو بن منده في ” أحاديثه ” ( ق
18 / 2 ) و ابن عساكر في ” تاريخ دمشق ” ( 19 / 252 / 2 ) من طرق عن ابن لهيعة
عن أبي يونس عنه .
قلت : و إسناده لا بأس في الشواهد رجاله ثقات غير ابن لهيعة ، فإنه سيء الحفظ .
الثالث : عن ابن مسعود مرفوعا بلفظ : ” يأتي على الناس زمان المتمسك فيه بسنتي
عند اختلاف أمتي كالقابض على الجمر ” . أخرجه أبو بكر الكلاباذي في ” مفتاح
المعاني ” ( ق 188 / 2 ) و الضياء المقدسي في ” المنتقى من مسموعاته بمرو ”
( 99 / 1 ) من طريقين عن حميد بن علي البختري حدثنا جعفر بن محمد الهمداني
حدثنا أبو إسحاق الفزاري عن مغيرة عن إبراهيم عن الأسود عنه .
قلت : من دون أبي إسحاق – و اسمه إبراهيم بن محمد ثقة حافظ – لم أعرفهم .
و قد عزاه السيوطي للحكيم الترمذي عن ابن مسعود ، و بيض له المناوي !
و جملة القول أن الحديث بهذه الشواهد صحيح ثابت لأنه ليس في شيء من طرقها متهم
، لاسيما و قد حسن بعضها الترمذي و غيره ، و الله أعلم.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فضل الله زمانی
میلمه
فضل الله زمانی

مونو مسلمانانو په لوی لاس فتنی جوړی کړی دی. یوه له هفونه د واده کولو لوړ مصارف او د خپلی لور خور خرڅول دی. د واده د لوړو مصارف له کبله زمونږ ځوان نسل اخلاقی فساد ته مخه کوی او زمونږ ټولنه او خصوصا علما ددی پر ځای چی اصلی عامل ته پام وکړی شوی عمل غندی. زه حیران یم چی ولی زمونږ علماو دحق ویلو جرآت له لاسه ورکړی دی، ایا د پیغبر (ص) د وارث په حیث به الله ته ځواب نه ورکوی؟ زمونږ عالم په هفه مجلس کی ناست وی چیرته چی مونږ خپله خور او لور… نور لوستل »