افغانستان

د نادعلي امنيه قوماندان پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولايت مارجه ولسوالۍ کې د نادعلي ولسوالۍ د امنيه قومندان پر کرزوين موټر د لارې پر سر د خښ شوي ماين چاودنه شوې، چې له امله يې قوماندان مرجان مرګونه ټپي شوی او څلور ساتونکي يې وژل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د يادې چاودنې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې قوماندان مرجان د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه څخه د مارجې پر لور روان و، چې ترخه ناور ميرحمزه خان بلاک سره پرې چاودنه وشوه.

احمدي زياتوي، چې نوموړي بريد کې قوماندان مرجان مرګونی ټپي شوی او څلور ساتونکي يې وژل شوي دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې که د حکومت امنيتي چاوراکي همداسې کمزوري او د طالبانو بريدونه او چاودنې همداسې مخ پر زياتېدو وي، نو ډېر ژر به د افغانستان ډېره برخه د طالبانو لاسته ولويږي.

تېره اوونۍ د مرکزي اسيا د چارو کارپوه او وتلي ليکوال احمد رشيد نيويارک ټايمز ته په خپله مقاله کې ليکلي و، چې د هېواد په سويل کې هلمند ولايت د ګرد سويل لپاره يوه ستراتيژيکه سيمه ده او د دغه ولايت ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او که هلمند سقوط وکړي، نو ټول جنوب ورسره سقوط کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x