نیشنل اینټرسټ : پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پښتانه پاروي

drone_striker

نن ټکی اسیا: یو شمېر څیړونکي په دې باور دي چې په قبایلي سېمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو سره د پښتنو احساسات راپاریږي او د یوې خپلواکي سېمې د جوړولو لپاره د خلکو هلې ځلې زیاتیږي.
امریکا چاپ نشنل انټرست خپرونې په یوې مقالې کې لیکلي، دا مهال د تروریستانو په امن ځایونو باندې د بې پيلوټه الوتکو د حملو د بندولو ټولې هلې ځلې د بشري حقونو مسلې پوري اړوند ګڼل کیږي

او دا ځکه چې په دې حملو کي زیات شمېر بې ګناه کلیوال وژل کیږي او دا کسان له تروریستانو سره هیڅ تړاو نه لري، خو په دې کې نورې ستونزې هم شته.
په دې اړه د نشنل انټرست خپرونې مقاله جان اقا الکوزي پښتو کړې ده.

په قبایلې سېمو کي د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې نه یوازې بشري ستونزې رامنځ ته کوي بلکې د متحده ایالاتو په دریځ باندې یو ډول سیاسي ضربه هم واردوي.

په دې حملو سره پښتانه قومونه بنسټ پالنې ته مخه کوي . په دې معنی ، هغه قومونه او قبیلې چې تر دې دمه په سیاسي لحاظ ارامه دې، د هغو مشرانو ملاتړ ته اړ کیږي چې په قبایلي سېمو باندې د اسلام اباد د واکمنۍ مخالفت کوي.

خپرونه لیکي: تر دې دمه دا روحیه ډېره قوي نه ده چې د ډیورند د کرښې دواړو خواوته د پښتونستان جوړلولو لپاره د ملت پالو پښتنو مشرانو سره د خلکو فعال ملاتړ زیات او د دواړو خوا پښتانه سره متحد شي.

خو د افغانستان په ختیځ کې د فيبرورۍ میاشتې د ۲۱ مې حملې په ګډون چې ۳۵ کسان په کې ووژل شول، د ملکيانو د مرګ ژوبلې د دوام له وجې، د کرښې اغاړه پښتنو احساسات هم راپاریدلې دي.

نيشنل انټرست ورځپاڼه وړاندې لیکلي: په سېمه کې د امریکا د متحده ایالاتو ګټې په یوه متحد پاکستان کې خوندي کیږي. خپرونې د پیژندل شوي څیړونکي مارک کتز خبره راخیستې چې وایي، د امریکا لپاره به غوره داوي چې په پاکستان باندې د فشار اچونې په مقصد د پښتنو د ملاتړ ګواښ وکړي تر څو د پاکستان حکومت د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د کتز په نظر، ددغه تاکتیک د عملې کولو لپاره دوه کاره ډېر مهم دي:

لومړی باید د بې پيلوټه الوتکو بریدونه بند شي او په دوهم قدم کې باید د وزیرستان په قبایلي سېمو د پاکستان د پوځ فشارونه چې اکثر عسکر یې پنجابیان دي، لیرې شي.

نيشنل انټرست زیاتوي، د انګلستان شاهي نظام د پاکستان قبایلو ته خود مختاري ورکړې وه . پاکستان هم د انګلیسانو په پله ګام ایښی و او د قبایلو په چارو کې یې زیاته مداخله نه کوله. خو په افغانستان کی د امریکا د پوځي عملیاتو په پیل کیدو سره، پاکستان مجبور شو چې په قبایلي سېمو کې د طالبانو اکمالاتي لارې بندې کړې.

خپرونه لیکي: د بي پيلوټه الوتکو د حملو انتقاد کوونکې په دې باور دي ، په حملو کې د وژل شویو ۵۸۱ کسانو په ډله کې یوازې دوه تنه د امریکا د تروریزم په تور لیست کې شامل کسان و.

نیشنل انټرست خپرونه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه راپور په حواله لیکي: د القاعده شبکې په هدفونو باندي د حملو پروګرام د وسله والو د ټیټ پوړو مشرانو د وژنې په مبارزې بدل شوی دی.

ورځپاڼې د نیو امریکن فونډیشن موسسې د کار پوه، پيتر برګن خبره هم راخیستې چې وایي، د بي پیلوټه الوتکو په حملو کې د وژل شویو کسانو په سلو کي ۹۴ یي د وسله والو ټيټ پوړې کسان دي.

نيشنل انټرسټ خپرونه وړاندې لیکي: په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په مشکوکو وسله والو ۱۱۸ حملې کړې او د هرې حملې مصرف یو میلون ډالره دی.

دا ۱۱۸ میلونه ډالره باید د سېمې له خلکو سره په اقتصادي مرستو لګول شوي وای.
نشنل انټرسټ خپرونه زیاتوي، د قبایلې سېمو خلک به هغه مرستې ونه مني چې د پاکستان د مرکزي حکومت له لارې دوی ته استول کیږي. د سېمې خلک غواړي دوي ته مرستې، په مستقیم ډول او یا هم د خیبر پښتونخواه ایالات له لارې ورکول شي.

د خپرونې په باور، د امریکا متحده ایالات، د قبایلو او پښتنو د ملاتړ جلبولو په مقصد باید په لومړي قدم کې د کتز له تیورۍ څخه کار واخلې او یا حد اقل پښتنو ته وښیې چې امریکا د پاکستان د مرکزي حکومت له اقتصادي واکمنۍ څخه چې پنجابیان پرې واکمن دي، د دوي د خلاصون ملاتړ کوي .

خپرونه لیکي: که خبره داسې وای چې د بې پیلوټه الوتکوپه حملو کې یوازې تروریستان وژل کیدای ، بیا خو ستونزه حل وه خو د امریکا د استخباراتو د مرکزي اداري یا سي اۍ اې د اسیایي څانګې د مسول بروس ریډل په وینا، د امریکا اوسنۍ کړنلاره داسي مثال لري لکه سړی چی د مچیو ځالي ته داخلیږي او هره مچۍ باید جلا جلا تعقیب کړي.                   ازادی راډیو

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د