نړۍ

اسلامي دولت په موصل کې پوهنتون او اتومي څېړنو مرکز جوړوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۳ل):  اسلامي دولت د عراق په شمالي ښار موصل کې د یوه پوهنتون او اتومي څېړنو د مرکز جوړولو خبر ورکړی دی.

د اسلامي دولت د موصل ښاروال ابوالولید المغربي ویلي چې دوی یو داسې پوهنتون چې د لویدیځ د فکري اغېز څخه بیخي لري وي، جوړوي.

مغربي زیاته کړې چې دوی د اسلام د احکاماتو سره سم یو پوهنتون ډیر ژر تاسیس کړي څو د ټولنې په رغولو کې مثبت رول ادا کړي.

اسلامي دولت تر دې وړاندې هم په ټولو هغو سیمو چې دوی تر ولکې لاندې دي ټول ښوونځي بېرته فعال کړل او د تعلیم چارې يې هم ګړندۍ کړې.

په عین حال قطر نیوز ایجنسي د   اسلامي دولت د سرچینو له خولې لیکلي  چې اسلامي دولت په موصل کې له  پوهان غوښتي چې  د موصل پوهنتون د اتومي څېړنو مرکز کې په څېړنو کې برخه واخلي څو له هغو کسانو سره چې په سرطان اخته شوي مرسته وکړي.

تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و چې اسلامي دولت د جون په میاشت کې په موصل او نورو ښارونو کې یو شمېر کیمیاوي وسلې نیولي چې د عراقي دولت په وینا د دوی لپاره ستر ګواښ جوړیدای شي.

په موصل کې د پوهنتون او څېړنیز مرکز خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې  اسلامي دولت  د عراقي دولت سربېره د امریکايي ایتلاف سره پر سخت جګړه کې ښکېل دی.

د یادونې وړ ده چې   نن رسنیو راپور ورکړ چې د لسګونو  هېوادونو ایتلافي ځواکونو د بمبارۍ سربېره اسلامي دولت د کردانو کوباني یا عین العرب ښار ونیولو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x