نړۍ

د امریکايي ايتلاف بمباري اسلامي دولت ته نور قوت ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): له کله نه چې د اسلامي دولت په خلاف د امریکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په خلاف بمبارۍ پیل کړي، له هغه راهسي دا خبره ورسره کیږي چې یوازي د هوا له لاري بمبار اسلامي دولت ته هیڅ زیان نه سي رسولی، خو په دې ورستیو کې د سیاسي او فوځي چارو څیړونکي وايي چې نه یوازي اسلامي دولت ته تاوان رسیدلی، بلکی هغوی ددې بمباریو په مټ نور قوي شوي دي.

مارینا اوتاوای په واشنګټن کې د یوه څیړنیز مرکز کار کونکې ده، هغه وايي چې په اوس وخت کې اسلامي دولت د غرب او په خاصه توګه د امریکا په خلاف مبارزه او مقاومت کې یو رمزیت پیدا کړی، او په اسلامي نړۍ کې د امریکا په خلاف د یو مخکښ دولت او تنظیم په توګه ورته کتل کیږي او له همدې وجي يې محبوبیت ورځ تر بلي ډیريږي.

دا په داسي حال کې چې ورځ تر بلي اسلامي جهادي ډلي د اسلامي دولت سره د ملاتړ او بیعت اعلان کوي، چې په دې ورستیو کې د پاکستان طالبانو د اسلامي دولت څخه د ملاتړ اعلان وکړ، او همداسي په یمن، سعودي، هندوستان او افغانستان کې د ځینو ډلو په شمول په عراق او سوریه کې اکثره جهادي ډلي د اسلامي دولت تر چتر لاندي د امریکا او غربي اتحاد په خلاف په مبارزه کې ودریدل.

یزید صایغ په بیروت کې د منځني ختیځ په اړه د یوه څیړنیز مرکز مشر څیړونکی دی، نوموړي وایی چې که څه هم د پخواني ولس مشر جورج ډبلیو بوش د حکومت وروسته باراک اوباما ډیري هڅي کړي دي، چې د اسلامي نړۍ سره د امریکا اړیکي جوړي کړي، خو په دې ورستیو کې یو ځل بیا په اسلامي نړۍ کې د امریکا په خلاف د دښمني احساسات زیات شوي، او دا به ډیرې بدي پایلي ولري.
نوموړی وایی که بیا هم امریکا د اسلامي دولت په خلاف واضح سیاست او رڼه تګلاره وړاندي نه کړي، کیدای شي په سیمه کې بل شوی د جګړې اور د عراق او سوریا څخه دباندي نورو هیوادونو ته وغځیږي.

باید وویل شي چې نن د اسلامي دولت جنګیالي د امریکایانو او اتحادیانو د بمباریو سره سره په دې وتوانېدل چې د عین العرب ښار چې کردان ورته (کوباني) وايي، د کردانو څخه ونیسي، او هغوی د ترکیې سرحد ته ټېل وهي.

سرچینه: نن ټکی آسیا – روسیا الیوم – اسوشیټډ پریس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x