افغانستان

استاد اسدالله غضنفر د ولسمشر فرهنګي او علمي سلاکار وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، د تلې۱۹مه،۱۳۹۳ل): یوې موثقې غیر رسمي سرچینې خبر ورکړ، چې د پښتو ژبې لیکوال او کره کتونکی او د کابل پوهنتون استاد، اسدالله غضنفر د ولسمشر اشرف غني احمدزي د فرهنګي او علمي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

د سرچینې په خبره، ولسمشر اشرف غني احمدزي د جمعې په ورځ ناوخته په ارګ کې د د ارګ د مامورینو او یو شمېر فرهنګیانو په حضور کې استاد اسدالله غضنفر ته د خپل فرهنګي سلاکار په توګه د دندې مبارکي ورکړه.

په ټولنیزو شبکو کې د دې خبر له خپرېدو سره جوخت ځينې فرهنګیانو او د نوموړي د فکر او هنر مینه والو د ښاغلي غضنفر ټاکنه یو غوره او مناسب ګام بللی.

تر اوسه خپله ښاغلي غضنفر د یادې ورسپارل شوې دندې په اړه څه نه دي ویلي او دا هم جوته نه ده ، چې ایا نوموړی به دغه دولتي منصب ومني او که به رد کړي،ځکه نوموړي په تېر کې پر دولتي پست کار نه دی کړی او تل يې خپلو علمي،ادبي ، فرهنګي او ژورنالیستیکي چارو ته کار ویلی.

د یادونې وړ ده، چې پر دې دندې له ده وړاندې ښاغلي زلمي هېوادمل کار کړی، چې په فرهنګي او ادبي کړیو کې يې چندان ځای نه لاره.

له نوموړي نه یو عمده شکایت دا وو، چې که څه هم د عمر ډېره برخه یې د پښتو ادب په خدمت او د فرهنګي چارو په ترسره کولو تېره کړې وه، خو د دې دندې له اشغال وروسته یې د ادب د غوړاوي په ګټه د دربار له مزایاوو چندان ونډه او رول بېل نکړلی شوای.

استاد اسدالله غضنفر د هېواد د نوموتي شاعر او لیکوال استاد محمد صدیق پسرلي زوی ، د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې زېږیدلی او کورنۍ یې له اره د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی وو.

نوموړي په پښتو د لسګونو لیکنو او څېړنو ترڅنګ یو شمېر چاپ او ناچاپ اثار هم لري، چې تر ټولو مشهور یې «د نثر لیکلو هنر» بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x