د امریکا لخوا د ملا عبد السلام ضعیف د بیا نیولو هڅي

mullah-abdul-salam-zaeefد امریکايې او ناټو فوځونو دلوري د ملا عبد السلام ضعیف د بیا نیولو هڅي تیره ورځ یو ملګري راته وویل چې د پنجشنبي ورځ ۶ دلو ۱۳۸۹ ماښام نږدي لس بجی د شپي د ملا عبدالسلام ضعیف کور د بهرنیو امریکایې او ناټو عسکرو لخوا محاصره وو.

هغه وویل چی زموږ ټوله کوڅه بهرنیانو نیولي وه او د ملا عبدالسلام ضعیف کور ته راغلی کوڅي یې ټولي تړلي وی.

کیسه یې په تفصیل راته وکړه او دا یې هم وویل چې ښه خبره داوه یو خو خپله ضعیف صاحب په کور کي نه وو او بل دا چې د ضعیف صاحب د کور ساتونکو هم مېړانه کړي وه او بهرنیو عسکرو ته یې کورته دورتګ اجازه نه وه ورکړي.

داسی هم ویل کیږي چې ساتونوکو چې کله دخپلو ماشینګړو ګیټونو کش کړل او بهرنیانو ته یې کور ته د ننوتلو اجازه ورنکړه، که څه هم ژباړونکي ورته ویلي وو چې ګیټونه مه کشوﺉ، دا خارجیان دي، فیر درباندي کوي، ولی د ساتونکو لخوا ورته ویل شوي وو چی موږ ددي ځاي او کور د ساتلو مسولیت لرو.

او بل دا چېز موږ سره هم سلاح شته که دوی فیر وکړي نو موږ هم بي لاسه او بي سلاح نه یو.

داسلاح دهمدي ورځي لپاره خلک ساتي.

کله چې بهرنیانو دا حال ولیدی او خطر یې احساس کړ نو وروسته بهرنیانو وویل چې موږ نه وو خبر چې دا د ضعیف صاحب کور دی، که نه بیا نه راتللو، مګر خبرهمداسي نه وه چې دوي ته د ضعیف صاحب کور نه وو معلوم، ښه ورته معلو م وو خو د ساتونکو مېړاني اړکړل چې یو نه یو بهانه وکړی.، که نه تیار کور ته د ورپور ته کیدو زینه یې هم په اوږو ورسره را اخستي وه.

اوس به راشو دیته چې ولي بیا هم بهرنیان د ګوانتنامو دا ځپل شوي او زوریدلي ضعیف په ارام نه پریږدي، ځکه چې دنیا ته د ملت د مظلومیت اواز رسوي، ځکه چې د بهرنیانو ظلمونه نه پټوي، او دا ځکه چې هغوي ته د وتلو سمي مشوري ورکوي.

په هرصورت څه موده مخکي د ګوانتنامو د بل را خلاص شوي بندي مولنا عبد الرزاق فتاحي د طالبانو د وخت دتجارت وزیر په کور هم بهرنیانو چاپه واچوله او هغه یې بندي کړ، همدا رنګه د ګوانتنامو تر ټولو د لږ عمر لرونکي را خلاص شوي بندی جواد، عمر او فرید یې هم یوځل بیا بنديان کړه.

او دا رنګه ټول را خلاص شوي بندیان تر ټینګي څارني لاندي دي.

عجیبه ده اوس ملګري ملتونه، امریکا او ناټو ټول وایې چې د ګوانتنامو را خلاص شوي بندیان تر را خلاصیدو وروسته بیرته د طالبانو لیکو ته ورځي او د هغوي سره یوځای کیږي.

ښه نو چیرته ولاړ شي، په کلي او کورکي یې دحکومت خپل سري نه پریږدي او یا خو هم بهرنیان او حکومت په ګډه اجازه نه ورکوي چې خپل اختیار ته یې پریږدي او ارام چیرته په خپله خوښه ځانته دهستو ګني سیمه خوښه کړي.

په کابل کي یې هم اوسیدل دستونزو سره دي، په کورونو یې د امنیت خلک دڅارونکو په توګه شپه او ورځ ولاړ دي.

سره لدي ټولو ستونوزو بیا هم وخت ناوخته یې کورونه دبهرنیانو لخوا پلټل کیږي او کله هم بندیان کیږي.

دپورته ستونزو په نظر کي نیولو سره را خلاص شویو بندیانو ته یوه لاره پاتي کیږي هغه دا چې بیرته د طالبانو د لیکو سره یو ځاي او په عزت او لوړ سر خپل ژوند تیرکړي.

که د ګوانتنامو د را خلاص شویو بندیانو د کورونو پلټل او بندیانولو لړۍ همداسي دوام پیدا کړي نو کیداي شي چې یوه ورځ دمیډیا څخه دا هم واورو چې ملا عبد السلام ضعیف او ورسره را خلاص شوي دګوانتنامو ملګري یې چې په کابل او جلال اباد کي د دولت تر څارني لاندي اوسیدل نادرکه او نامعلوم ځاي ته تللي دي او کیداي شي چې دوي هم د نورو را خلاص شویو بندیانو په څیر بیرته دطالبانو لیکو ته ځانونه رسولي وي.پاي

محتاط- بېنوا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د