د ژوند تر ټولو ستره تیروتنه

لومړی برخه

د انسان باور

ژباړن: محمد ابراهیم حمزه

«باور» په ژوند کې د کامیابۍ او عظمت لاسته راوړلو اکسیر دی. باور هم د ژوند نورو قوانینو په څیر دی او دغه قوانین په ژوند کې د هدف د لاسته رواړلو اهرامونه دي.

قوانین لکه:

۱ـ د ځمکې د جاذبې قانون
۲ـ د اوبو خوټیدل د تودوخې په ۱۰۰ درجه کې
۳ـ د حرام مال اړیکه له نورو ناوړو عملونو سره
او …… .

باور یعنې هر هغه څه چې باید وشي هغه به کیږي او عوامل يي موجود دي، هغه قانون دی چې که انسان وغواړي او که نه ترې متاثره کیږي. که انسان له دې قانون څخه استفاده وکړي که نه بیا هم د دې قانون له پایلې به په امان نه وي. هغه اهرام چې د ژوندانه کارونو د آسانولو لپاره ترې استفاده کولی شو. او یا د دغه قانون څخه په غلطې استفادې سره خپل ژوند ستونرو سره مخ کولی شو.

کله چې خدای (جل جلاله) انسان پیدا کړ نو ملایکو ته يي وفرمایل چې دا به په ځمکه کې زما خلیفه وي نو سجده ورته وکړي.

د ملایکو د سجدې څخه هدف څه و؟

د انسان له پیدایښت څخه مخکې ځمکه (غرونه، سیندونه، ونې، هوا او باران) آسمانونه (لمر، سپوږمۍ او نورې سیارې) د انسان لپاره خلق شوي وو. یعنې الله (جل جلاله) له انسان څخه وغوښتل چې له دې وروسته د ځمکې چارې سمبال کړي او د هغو ځانگړتیاوو په وسیله چې خدای وربښلی و د خپل ژوند نیکمرغي یا بدبختی سبب وگرځي.

کله چې ځمکه او آسمان د انسان مرستې لپاره خلق شول اوس نو د پرښتو وار و چې هغوي هم د خپل خالق سره د انسان مرسته کولو وعده او تړون وکړي. په اصل کې د پرښتو سجده د بندگی سجده نه وه بلکه د انسان د مرستې او ساتنې تړون و.

اوس انسان له ټولو هغو امکاناتو سره چې ژبه يي بیانولی او قلم يي لیکلی نشي په ځمکه قدم کیښود تر څو و کولی شي خپل ځان ته یوه نیکمرغه ژوند جوړ کړي.

نو هر هغه څه چې وغواړو یا هر هغه هدف چې په ذهن کې ونیسو د هغې مادي او معنوي امکانات مخکې له مخکې څخه برابره شوې ده.

ستاسو په نظر ژوند باید څه ډول وي؟

قصد لری څه ډول ژوند وکړي؟

هر هغه څه چې په دوامداره توگه ستاسو ذهن کې گرځي او تاسو يي په اړه فکر کوئ یوه ورځ به په واقعیت بدل شي. څنگه کولی شي رښتیا نه شي په داسې حال کې چې د اتم وړې ذرې څخه نیولی تر آسمانونو پورې ستاسو هرې غوښتنې ته لبیک ویل کیږي.

په بل عبارت هغه فکرونه چې تاسو يې همیشه په اړه فکر کوئ او هیڅ وخت له تاسو څخه نه بیلیږي او په سختو حالاتو کې همدغه فکرونه تاسو ته آرامتیا بښي دا هغه څیزونه دې چې د ازل له ورځې ستاسو په نوم ثبت شوي او تاسو يي مالک ياست.

کاینات د اسنادو د ثبت یو مرکز فرض کړئ او ستاسې همیشنی فکرونو دوسیه د عملي کیدو لپاره وړاندې شوي دي، تر څو قدم په قدم او هرې لحظې تیریدو سره د زیار او کوښښ په وسیله تاسو حاصلولو ته يي نیږدې کیږئ. که تاسو منفي فکرونو ته توجه وکړئ او ځان د موجودو سختو حالاتو له امله د خپل هدف وړ و نه گڼئ او خپل هدف ته د رسیدو کوښښ پریږدئ؛ نو ستاسو د هدف دوسیه به له منځه ولاړ شي او له دې څخه به بل ستر ظلم نه وي چې هغه دوسیه چې ستاسو په نوم ثبت و له لاسه مو ورکړئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د