fbpx

بیا رغونه ، که بیا نړونه ؟! لیکنه- سید سعید

KUNDUZ_CIYTYSept_6_2009
دا ړاند ه – ړاند ه بمونه هر لور اوري
پرکښت اوري، پربڼ اوري، پر کور اوري
طاغوتي لښکر له قهره سره ایشي
زموږ هیواد غریب په لویشتو سره ویشي
علامه رشاد(رح)
په کندهار کي دیرغلګرو ځواکونو د امید په نوم عملیاتو کي یوازي په درو ولسوالیو کي ملکي هیوادوالو ته ترسل (۱۰۰) ملیونه زیات زیان اوښتی دی .
دبیارغوني !! قواوو د یاد ولایت په پنجوایې ، ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو کي بسته – بسته کلي د مځکي له مخه غیب کړي دي .
دغه راز د انګورو او انارو باغونه یې یو مخ هوار کړي دي ، د توتانو وني او نوري میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي وني یې رېبلي او په بارودو الوزولي دي .
له یوې پوستې یا قرارګاه څخه تربلي پوري یې د خلګو په کورونو، باغونو او کرهڼیزو مځکو کي څلویښت – پنځوس متره په بره سړکونه ایستلي دي .
په زرهاوو ملکي اباددۍ یې ړنګي اوله خاورو سره برابري کړي دي .
دسوله ساتو!! جګړه مارانو د جنایتونو پورته وړاندي سوي انواع او ارقام د دوی د ادعاوو په څېر تش خیالي او غولونکي اټکلونه نه دي، بلکي خپله د دوی د لاسپوڅي رژیم دپلټونکي پلاوي پرکره لاسوندونو بنا هغه دي چي ، د رسنیو په واک کي یې ورکړي دي .
د استرالیا ډیلي میل ورځپاني د جنوري د یویشتمي نېټې په ګڼه کي خبر ورکړ چي ، ایتلافي ځواکونو د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پر یو کلي پنځه ویشت (۲۵) ټنه بمونه غورځولي دي چي له امله یې دغه کلی چي د ترکو په کلاچه مسمی دی ، په بشپړه توګه نړیدلی او له مځکي سره برابر سوی دی .
ورځپاڼه لیکي: کله چي د جنرال ډیویډ فلاین تر قوماندې لاندي عسکرو پر طالبانو دوې پرله پسې شدیدي حملې ترسره کړې چي بالاخره ونه توانیدل پرمختګ وکړي ، خو پوځیان یې سخت وډاریدل ، نو پر کلي یې دبمبار قومانده ورکړه چي په پایله کي یې یا د کلی په مکمله توګه وران اولوټي لوټي سو.
تردې وروسته دیرغلګرو ځواکونو د یو بل جنایت څخه هم پرده پورته سوه هغه دا چي د مزدور رژیم چارواکي یې اعتراف کوي چي: سوله ساتو!! دوستانو یې د غزني ولایت دشنې سیمي «بندسرده » څلور زره وني رېبلي دي ، حال دا چي عیني شاهدان وایې: تر څلور زره یې څو واره زیاتي وني چپه کړي دي .
له تېرو اتو میاشتو راهیسي په ټول هیواد او په ځانګړې توګه کندهار کي دغه ډول وحشت او بربریت روان دی افسوس چي نه کومي د بشر د حقونو ساتندویه ټولني ځان په خبر کړ او نه یې هم په اړه کومي خپلواکي رسنۍ او یا ژورنالیست راپور خپور کړ، اوس نوراسئ که یې ګورئ دبیان ازادي !! .
د بیان ازادي د ډیموکراسۍ هغه مخ دی چي که څوک په اسلامي شعایرو ملنډي وهي دبیان ازادي ده !، که ملي اتلانوته سپکي سپوري وایې دبیان ازادي ده !، که عیسویت او لادینیت ته خلګ را بولي د بیان ازادي ده !، که د ځوان کهول د بې لارۍ په موخه دهالیووډ او بالیووډ سکس فلمونه نندارې ته وړاندي کیږي دبیان ازادي ده !، که شراب، زنا، لواطت، رشوت، غلا، قتل او ټولنیز فساد د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه ترعادي عسکرو پوري سرایت کوي خیر دی ډیموکراسي ده .
د کابل ادارې چارواکي چي د افغان ولس د موجودو هر اړخیزو ریکاډ ماتونکو ستونزو او ناخوالو په اړه وپوښتل سي، نو پر خپل ټول نا اهلیت او خیانت پرده اچوي او د ځان د برأت په هیله په ځواب کي تل یوه غونډ له تکرار وي: «تاسي ته معلومه ده !! چی کار مو د صفر څخه شروع کړی دی، په ورځ او دوو کي ــــــــ په لسو کلونو کي ـــــــــ اصلاحات نه راځي او بل دا چي اوس د دیکتاتورۍ دور پای ته رسیدلی دی، ډیموکراسي حاکمه ده هر څه د خلګو په خوښه تر سره کیږي ».
دا عجـبــــه د بشر بشر دوستـــــــــــــــــي ده
دا دوستي دبشر نه ده، شر دوستـــــي ده
ازادي د بیــــــــــــــان فـــــکر، عقیــــــــدې
دي پر مخ د سیــــــــــــــــاسي ګټـــو پر دې
سیـــاسي ډیموکراسۍ ترهغو ښې دي
چي د څو امپریالیستو ښې پکښې دي
مریتــــــــــوب د امپریالیزم لیبرالیزم دی
خپلواکي کې ځیني غوښته تروریزم دی
علامه رشاد(رح )
هو! که د ډیموکراسۍ دتمثیل په غرض کلي ورانیږي ، شنه فصلونه اومیوه لرونکي باغونه رېبل کیږي باک نسته، ځکه دا احتمال سته چي سبا ترهګر!! ګټه ځني واخلي ، آن د بیان ازادۍ ته په احترام یې راپور ورکول هم جرم دی ، ځکه ترهګر!! دا حق نه لري چي د بیان ازادۍ څخه برخمن سي ، دوی باید ووژل سي !، جونګړي یې ړنګي سي !، باغونه یې ورېبل سي !، حتی ښځي او ماشومان یې هم د ژوند مستحق نه دي .
همدا میندي سبا ورځ بچیانو ته دخپلو پلرونو د شجاعت او شهامت کیسې کوي ، ننني ماشومان ، سبا ځوانان او مشران دي ، خو د دوی په اصطلاح ترهګر!! دي نوځکه یې په وړاندي عملي شعار: « سرغوڅ ، مال یې لیلام !!» دی .
ګران هیواد افغانستان ته دسوله ساتو!! ځواکونو په راتګ سره دهیواد په ټولو باامنه سیمو کي یو وار بیا د جنګونو او جنایتونو اورونه بل سول ، د خلګو کورونه او د ګڼي ګوڼي ځایونه څه چي ، باغونه ، فصلونه او ځنګلونه یې هم د دوی دبل کړي اور او بربریت خوراک سول .
مخکي د نیواکګرو وحشت د انسانانو او حیوانانو تر وژني پوري محدودؤ، مګر اوس یې نباتات او جمادات هم پکښي شامل کړي دي .
په تېرو لسو میاشتو کي چي یرغلګرو ځواکونو افغانانو ته یوازي په کندهار کي څومره زیانونه اړولي دي ، په تېر لسو کلونو کي یې دبیا رغوني د ډنډورو سره سره په ټول افغانستان کي د بیا جوړوني په برخه کي دومره څه نه دي مصرف کړي .
دا د بشر دوستۍ دعوه لرونکي بشر دښمنان د بشریت رشد نسي زغملای .
دوی د خپلو نیکونو په څېر د بشریت د کشتار او د تمدن د خرابۍ څخه خوند اخلي .
د ودانیو وراني او د کښتونو تباهي د ځان اتلولي ګني .
جوړوي د شر دوستـــــــــــان دلته اډې
په نامه بشر دوستــــــان دلتــــــــه اډې
ولي دا بشر دوستـــــــــان شفاخانـــــې
جوړوي له روغتونو، مرده خانـــــــې
ړنګوي دا حق پالونکي مسجدونــه
ړنګوي د قـــام په وینـــو مـــحرابــونــه
نړوي برېښنــــاکوټونه دا روڼ انــدي
کیندي مخي د رڼــــــــاوو ته دوی کندي
راکټونومو دېــــــــرې را هدیـــــــرې کړې
توغنـــــــدویو مو وداني وېرانــــــې کړې
زموږ ښــــارونه یې پر موږ کړل دوږخونه
سرې لمبې ، خړي لوخړي ، تور دودونـه
دا عجبـــــــــه بشــــــــــــــــــــري برادري ده
په رښتیـــــــا دا د ځنګل ډیموکراسي ده
علامه رشاد(رح)


avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د