دیني، سیرت او تاریخ

دری ښه او دری بد کارونه

ليکوال: حامد افغان
دلته یو مبارک حدیث درته تشریح کوم، په دې حدیث کې د دری ښو او دری بدو کارونو یادونه شوې ده له بدو منعه راغلي او په ښو امر شوی ده دې دریو ښو کارونو ته نن سبا زموږ ټولنه زیاته اړتیا لري او په هغو بدو دریو کې تر ستوني لتاړ یو باید ځانونه ور نه وژغورو، ابو هريره رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علی وسلم وویل: بېشکه الله تاسو ته دری شیان خوښ کړي دي او دری شیان یې ستاسو له پاره ندي خوښ کړي یعني ستاسو له پاره یې بد بللي دي، ستاسو له پاره یې دا خوښه کړې ده چې:
1) د ده عبادت وکړئ او له هغه سره هیڅ شی شریک مه ګرځوئ،
2) ټول د الله په دین منګولې ولګوئ،
3) چاته چې الله ستاسو واک اودقدرت سپارلی وي د هغه ښه وغواړئ او هغه ته نصیحت وکړئ.
او هغه دری شیان چې تاسو ته یې ندي خوښ کړي:
1) چا ویلي دي او وایي،
2) مال ضایع کول،
3) ډیر سوال کول.

ِ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِنَّ اللَّهَ يَرْضَى لَكُمْ ثَلَاثًا وَيَسْخَطُ لَكُمْ ثَلَاثًا يَرْضَى لَكُمْ أَنْ تَعْبُدُوهُ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَأَنْ تَعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَأَنْ تَنَاصَحُوا مَنْ وَلَّاهُ اللَّهُ أَمْرَكُمْ وَيَسْخَطُ لَكُمْ قِيلَ وَقَالَ وَإِضَاعَةَ الْمَالِ وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ . رواه مالک في الموطأ ومسلم.
شرحه
إِنَّ اللَّهَ يَرْضَى لَكُمْ ثَلَاثًا، یعني الله تاسو ته دری خویونه او خصلتونه خوښ کړي دي، وَيَسْخَطُ لَكُمْ ثَلَاثًا، یعني دری خویونه یې ندي درته خوښ کړي، او د دې دواړو جملو مطلب دا ده چې الله په دریو شیانو تاسو ته امر کوي او له دریو مو منعه کوي، دا مطلب موږ ځکه اخلو چې په لومړۍ جمله کې “یرضي ” راغلي او په دویمه کې “یسخط ” راغلي دي او له “رضا ” سره امر او “سخط” سره نهي لازمي ده . یعني د الله چې کوم شی خوښ وي په هغه امر کوي او که یې خوښ نه وي له هغه منعه کوي.
دری ښه کارونه
هغه دری شیان چې الله جل جلاله خپلو بندګانو ته خوښ کړي دي دا دي: د ده عبادت وکړئ او له هغه سره هیڅ شی شریک مه ګرځوئ، ټول د الله په دین منګولې ولګوئ، چاته چې الله ستاسو واک اودقدرت سپارلی وي د هغه ښه وغواړئ او هغه ته نصیحت وکړئ. لومړی یې د الله عبادت کول دي او عبادت باید مخلصانه او له شرک نه پاک وي. دویم د الله په دین منګولي لګول دي او په یوه بل روایت کې د ” وَلَا تَفَرَّقُوا ” جمله ورسره زیاته شوې ده یعني اختلاف مکوئ.
دا چې له ” حَبْلُ اللَّه “ِ نه مراد څه شی ده، په دې اړه مختلف اقوال راغلي دي خو غوره قول د عبد الله بن مسعود رضی الله عنه او نورو ده دوی وایي له “حبل الله ” نه مراد قران ده ځکه په حدیث کې راغلي دي: ” إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ هُوَ حَبْلُ اللَّهِ ” یعني حبل الله قران دی، په بل روایت کې راغلي دي: ” الْقُرْآنُ حَبْلُ اللَّهِ الْمَتِينُ “،يعني قران د الله مزبوته رسۍ ده. له عبد الله ابن مسعود نه په یوه بل روایت کې راغلي دي چې له ‘ حبل الله ‘ نه جماعت او د مسلمانانو ډله هم مراد کیدلی شي، ابن عبدالبر رحمه الله وایي دلته په دې حدیث کې همدا معنا مناسب او د حدیث له چلند او سياق سره وړ او مناسب ده نو ‘ واعتصموا بحبل الله ‘ دا معنا چې د مسلمانانو له ډلې سره یو ځای اوسئ له دوی نه د وتلو کوښښ مکوئ او اختلاف مه کوئ. د ولي الامر او واکمن مخالفت مه کوئ.
دریم واکمنو ته نصیحت او د هغو خیر غوښتنه ده، أَنْ تَنَاصَحُوا مَنْ وَلَّاهُ اللَّهُ أَمْرَكُمْ، واکمنو ته نصیحت دا ده چې هغوی باید خپلو مسؤلیتونو ته وهڅول شي که د چا حقوق ضایع کیدل یا په چا ظلم کیدی دوی باید متوجه کړل شي، ځیني شارحین وایي له دې جملې: أَنْ تَنَاصَحُوا مَنْ وَلَّاهُ اللَّهُ أَمْرَكُمْ، نه مراد علماء دي، علماو ته نصیحت یا د هغوی خیرغوښتنه ډیر مهمه ده د هغوی ملګرتیا او ملاتړ هم لازمي ده. دا راز کوم مسائل او د اصلاح او خیر دعوت چې دوی خپروي په هغه کې باید مرسته ورسره وشي او باید د خیر خلک یې ترڅنګ ودريږي.
دری بد کارونه
په یوه بل روایت کې د ( وَيَسْخَطُ ) په ځای ( وَيَكْرَهُ) راغلی ده، او مطلب یې سره نږدې ده، د دې دریو بدو کارونو لومړی یې: ‘قِيلَ وَقَال’ ده، امام مالک رحمه الله وایي: له ‘قيل وقال ‘ نه مراد د خلکو خبرو ډيروالي ده لکه فلاني داسي ویلي هغه بل داسي کړي او .. داراز بې ګټې بوختیا هم له دې نه مراد کیدلی شي، قيل او قال یا خو د مصدر صيغې دي او د ماضي هم کیدلی شي، د خلکو په خبرو بوختیا مکروه کار ده لکه د ‘یکره لکم ‘ له جملې نه چې معلوميږي او یا خو د خلکو په خبرو بوختيا هغه بد کار دی چې الله بندګانو ته نه دی خوښ کړی او د الله د غوسې سبب ګرځي لکه د ‘و یسخط ‘ له جملې چې معلوميږي.
دویم هغه کار چې باید هر مومن ځان ورنه وژغوري ( َإِضَاعَةَ الْمَالِ ) یعني مال ضایع کول دي، د مال او شتمني ضایع کولو مطلب لکه د څارويو سمه ساتنه نه کول یا نورو شتمنیو ته سمه توجه نه کول او بې ګټې یې پرېښودل، داراز بدخرڅي او اسراف کول هم مال ضایع کول او دا ناسم کار ده، داراز د باطل او شیطان په لاره کې مصرف او لګښت کول هم مال ضایع ول دي.
دریم منعه شوی کار ” كَثْرَةَ السُّؤَالِ ” ده یعني ډیر سوال کول، د دې جملې مطلب د ډیری علماو په نظر د دیني مسائلو زیاتې پوښتنې کول دي که ضروري وي یا ضروري نه وي، که هغه مسئله پیښه شوې وي یا نه، دا ډول ډیرې پوښتنې کول سم کار نده او یا خو له “کثرة السؤال ” نه مراد د مال غوښتنه او په هغه کې زیاتوالی کول دي، اصلاً د رسول الله په زمانه کې به ځیني خلکو زیاتي پوښتنې کولې او په ځیني شیانو به یې ټینګار کاوه بیا به د هغه د تحریم حکم نازل شو نو د هغوی د دې کار د بندولو له پاره الله ډیرې پوښتنې کول منعه کړې، قرانکریم وایي: لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ، سورة الْمَائِدَةِ : الْآيَةُ 101 ، او نن سبا د کوم شي د نوې تحریم کیدلو ویره نشته نو د علم زیاتولو په نیت دمهمو مسائلو په اړه پوښتنې کول ښه خبره ده مشکل نلري. او له کثرة السؤال نه له یو چا نه د شخصي ژوند او شخصي حالاتو په اړه ډیرې پوښتنې کول هم مراد کیدلی شي، او دا ناسم کار ده . د دې حدیث په شرحه کې له (شرح الزرقاني علي الموطأ) نه ډیره استفاده شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x