ټکنالوژي

نوی موټر چې لیکل لولي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): ایلن مسک (Elon Musk) د ټیسلا موټرز (Tesla Motors) کمپنۍ مشر د خپلې کمپنۍ نوی جوړ شوي برقي موټر بازار ته وړاندې کوي.

دغه نوی موټر چې (Tesla P85D) نومول شوی د موټرو په برخه کې یوه ډیره ستره لاسته راوړنه گڼل کېږي. دغه موټر په ۳.۲ ثانیو کې ۰-۶۰ میل في ساعت پورې سرعت اخیستلی شي چې د میک لرین ایف ۱ (McLaren F1) سره مساوي ده.

دغه موټر یو گیر بدلولو سره ۲۷۵ میله سرعت اخلي چې د پخواني ماډل ټیسلا ایس (Tesla S) لس چنده ده او په خپله چلیدو ډیر پرمختللی ټیکنالوژي باندې سمبال دی.

دغه موټر کولی شي د سرک غاړي ترافیکې نښې ولولي او خپل سرعت به په ترفیکې نښو کې لیکل شوي لارښوونو پر بنسټ برابروي او که د اشاره ورکولو پرته موټر چلوونکې وغواړي خپل لین بدل کړي نو موټر به په اتومات ډول بیرته خپل لین ته راشي.

په دې موټر کې د موجودې ټیکنالوژۍ په اساس دغه موټر په خپله د پارک کیدو وړتیا لري. دغه موټر دوه ماشینه لري چې یو يي مخکیني دوه ټیرونو ته او دوهم ماشین ورستیو ټیرونو ته سرعت ورکوي.

دغه موټر د ډي (D) په نامه مشهور دی. دې موټر ته ډي د دوه ماشین (dual motor) درلودلو په خاطر ویل کیږي.

ډي موټر درې ماډله لري چې (D – P85D) ماډل به يي روان کال ډسمبر میاشت کې به بازار ته وړاندې شي او دوه نور به يي د راتلونکی زیږیدیز کال د فیبروری په میاشت کې به بازار ته وړاندې شي. دوه نور ماډلونه به يي له مخکینې ماډل سره یوازې بیټری د سایز په اساس توپیر ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x