نړۍ

امريکايي رسنيو د اسلامي دولت پر ضد د اوباما پر ستراتيژۍ نيوکې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، د تلې۱۹مه،۱۳۹۳ل): امريکايي رسنيو د اسلامي دولت پر د امريکا او نړيوالو ايتلافيانو د جګړې په اړه د امريکايي ولسمشر بارک اوباما پر جنګي ستراتيژي نيوکې کړي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې د دغې اوږدې جګړې ناوړه اغېزې به پر امريکا، عراق او عربي نړۍ وي.

واشنګټن ټايمز د امريکا د هوايي ځواک د متقاعد جنرال جوزف فيزي يوه ليکنه خپره کړې او د اسلامي دولت پر ضد يې د اوباما نوې پيل شوې جګړې د ۲۰۰۱م د ۱۱م سپتمبر له پېښې سره ورته بللې او زياته کړې يې ده، چې د دغې جګړې ناوړه پايلې به له نوموړې جګړې کمې نه وي.

جنرال جوزيف، چې اوسمهال د امريکا د ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو په مرکز کې کار کوي؛ د عراق او شام پر ځمکه د اسلامي دولت پر ضد د اوسنۍ جګړې په اړه ليکلي، چې د دې جګړې پايلې به هم د ويتنام د جګړې په څېر وي او دوی به هيڅکله دغه جګړه ونه ګټي.

ايډمرل جوزيف اوباما ته د مشورې په توګه ليکلي، چې اوباما بايد د اسلامي هېوادونو ټول مشران په اعتماد کې واخلي او ټولو ته دا څرګنده کړي، چې دوی هغه فکري او جهادي ډلې له منځه وړي، چې غرب او امريکا ته د کرکې په نظر ګوري او هغه مسلمانان، چې عادي اسلامي فکر لري، دوی ورسره هيڅ کار نه لري.

تاواني جګړه
بل پلو واشنګټن پوسټ د مشهور امريکايي ليکوال انډريو باسويچ ليکنه خپره کړې ده.

انډريو باسويچ وايي، چې د اسلامي دولت پر ضد د امريکا د جګړې پايلې يوازې او يوازې ناکامي ده بل څه نه؛ دا ځکه چې د ځمکنيو حقايقو له مخې به امريکا په دغه جګړه کې سخت مالي او ځاني زيانونه وګالي او د جګړې پايلې به له هغه څه ډېرې سرچپه وي، چې امريکا يې تمه لري.

انډريو باسويچ زياتوي، چې د سپينې ماڼۍ هغه مسؤولين، چې د ستراتيژيکو پرېکړو مسؤوليت يې پر غاړه دی، د جګړې د سيمې پر ځمکنيو حقايقو نه پوهيږي او دوی هيڅکله د افغانستان، ليبيا، یمن او عراق له پخوانيو جګړو او ماتو څخه عبرت نه دی اخيستی.

ليکوال د اسلامي دولت پر ضد د امريکا پيل شوې جګړه بايللې بولي او زياتوي، چې امريکا د عراق او سوريې کلي او کورونه په بشپړه توګه د بمونو او بمباريو پر مټ ويجاړوي او خلکو ته يې دا وايي، چې دوی بايد دا کلي له سره اباد کړي.

نيويارک ټايمز هم د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف د جګړې د مشر جنرال جان الن له قوله ليکلي، چې عراقي پوځ به لږ تر لږه يو کال وخت ته اړتيا ولري، چې موصل ښار د اسلامي دولت له ځواکونو ونيسي.

جان الن وايي، چې د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف جګړه د اوږد مهالي پوځي تمرين په څېر دی، چې ډېر وخت به ونيسي او په دې ترڅ کې به دوی کوښښ وکړي، چې د عراق امنيتي ځواکونه وروزي.

نيويارک ټايمز د جان الن له قوله ليکلي، چې دوی به تر خپله وسه کوښښ وکړي، چې د اسلامي دولت د پرمختګ مخنيوی وکړي او د دې تر څنګ الانبار او موصل سيمې له اسلامي دولت څخه ونيسي.
جان الن زياتوي، چې د اسلامي دولت پر ضد د امريکا او نړيوال ايتلاف پيل شوې جګړه به په ډېر مشکله د بريا پر لور ولاړه شي او دا ډېره ستونزمنه ده، چې اسلامي دولت دې داسې په اسانه له منځه ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x