د اسامه د وژنې په اړه د امريکايي چارواکو دريځ غولوونکی دی

ليکوال: عبدالباري عطوان
ژباړن: محمد اسامه
د اسامه د وژنې او خښوونې په اړه د امريکا راپور غلطوونکی دی، ډېر رازونه شته چې دوې يې پټول غواړي او موږ دا حق لرو چې دوی له دې کاره منع کړو او د پوره حقائقو غوښتنه وکړو.

معلومه خبره ده چې امريکايي امنيتي ادارې د نورو غربي هغو په څېر دي، د عامو تاريخي پېښو د توثيق په اړه حريصې دي او له ځانه سره يې ساتي او د معلوماتو د ازادۍ له قانون سره سم هر څېړونکي ته د پېښې د تفصيلاتو د ترلاسه کولو اجازه ورکوي. خو دغه قاعده د القاعد د مشر اسامه، د ۲۰۱۱م په مۍ کې د هغه د بندي کېدو او بيا د پاکستان په ايبټ آباد کې په خپل کور کې د هغه د وژل کېدو په اړه تطبيق نه شوه.

تر اوسه موږ نه د وفات شوي شيخ د جسد کوم انځور وليد او نه له هغه سره د نورو وژل شويو کسانو، دغسې يې د اسامه هغو زامنو او مېرمنو ته اجازه ورنه کړه چې د هغه شپې په اړه کيسه وکړي په کومه چې د امريکايي ځواک د چټک غبرګون خاصې قطعې ناڅاپي بريد وکړ، دوی ولېږدول شول، او له هغه وروسته چې په پاکستان کې د څو مياشتو لپاره د ګڼو تورونو – چې پاکستان ته په غير قانوني توګه راتګ او هلته د پاتې کېدا له اصولو مخالفت هم په کې و- له امله بنديان ول، د پاکستان د پرېښودو اجازه ورکړل شوه او سعودي ته ولاړل، چې اوس په جده کې مېشت دي، خو له رسنيو سره له خبرو او اړيکو نيولو منع دي.

زه دوه کاله وړاندې په لندن کې يوه ښايسته ځوان ودرولم، ځان يې د اسامه بن لادن د زوی عبد الله په نوم راوپېژاند، له هغه وروسته يې خپل کارت راوښود چې دغه حقيقت يې تاييد کړ، انتهايي متمدن او د ښو اخلاقو څښتن و، دغه ليدنه ماته يوه ناڅاپي خوښي وه، ځکه ما د ده او د ده د کورنۍ په اړه ډېر څه پېژندل او دی د وفات شوي شيخ مشر زوی و چې په پاکستان کې يې هغه وخت د خپلې کورنۍ پالنه په غاړه وه، کله چې هلته په زور ايسار شوي و، او له هغې وروسته يې ټولې کورنۍ ته جدې ته سفر ترتيب کړ.

ما هڅه وکړه چې له هغه څخه د ايبټ اباد د پېښې او د اسامه د وژنې په اړه څه تفصيلات ترلاسه کړم، ځکه هغه له نورو ورونو خويندو او د پلار له مېرمنو ډېر په دې معامله خبر و، خو هغه په پوره ادب له ځواب راکولو بښنه وغوښته، موږ بېل شو او هغه په موسک مخ روان شو، چې د حال په ژبه يې له خبرو انکار وکړ، ځکه چې له ستونزو سره مخ نه شي، دغسې د شيخ اسامه ټول اولاد، هغه وخت چې ما خپل کتاب (د القاعده پت تاريخ) ته معلومات راټولول، له دوی سره مې اړيکه نيول غوښتل، خو دوی له دې کاره څنګ کاوه.

امريکايي ادارې د صدام حسين د بندي کولو او بيا د هغه د وژلو په اړه ځنې کېسټې وړاندې کړې، همداسې يې د هغه د دوه زامنو عدي او قصي په اړه هم وکړل، خو د بن لادن پر کور د بريد او يا په اسلامي طريقه په بحر کې د هغه د ښخولو په اړه – لکه د CIA مشر او د دفاع پخوانی وزير ليون پنيټا چې په خپل نوي کتاب کې ليکلي- يې له لرې اخستل شوی يو انځور هم وړاندې نه کړ.
پنيټا چې د اسامه د وژلو او په بحر کې د ښخولو په اړه څه وايي، پخواني معلومات دي، چې د شيخ په جسد پورې د ۱۳۶ کيلو ګرامه وزن تړلو په اړه يې وړاندې کوي د دې لپاره چې جسد د عربو جزيرې په تل کې ايسار شي.

حیران دې ته يو چې غربي رسنۍ چې يوه تېږه هم بې اړولو نه پرېږدي، په ځانګړې توګه چې کار په عربو او مسلمانانو پورې تړلی وي، څنګه د دغې پېښې په اړه له ۴ کالو ډېره موده چوپ پاتې دي، پرته له دې چې خلکو ته د ايبټ آباد د پېښې په اړه حقائق وړاندې کړي، او د اباما پر اداره د دې لپاره زور راوړي چې د اسامه د وژنې او په بحر کې د ښخونې په اړه خپلې کړې وعدې رښتونې ثابتې کړي.

مالومه خبره ده چې د امريکا رسمي خبر ډېر درواغ پټوي چې نه غواړي رسوا شي، زما يادېږي، يو وار مې د بي بي په يو تلوېزوني پروګرام کې ګډون کړی و، مقابل لوری مې يو سوچه برتانوی خبريال و، کله چې ما د خبر د صحت په اړه خپل شک څرګند کړ، هغه په غصه په رد وکړ او تور يې پورې کړ چې زه د ټولو نورو عربو او مسلمانانو په څېر د توطئو په نظريه پايم، هغه وويل چې امريکايي رئيس درواغ نه وايي.

ما ورته وويل، آيا جورج بش زوی او له د ترتانيا لومړي وزير بلير په عراق کې د کيمياوي وسلو په اړه درواغ ونه ويل؟ ما زياته کړه، د امريکې يو بل رئيس د کمرو مخې ته دروغ ونه ويل چې له هغې مېرمنې سره يې جنسي اړيکې نه دي نيولې، د سپينې ماڼۍ پالندويه مونيکا لوينسکي مې ورته ښوده.

زموږ حق دی چې د اسامه د وژنې د عملياتو او د هغه د جسد د پټولو د طريقې په اړه پوره معلومات ترلاسه کړو، په ځانګړې توګه په دې ورځو کې چې د ترهګرۍ په اړه خبرې ګرمې دي او متحده ايالات سوريې او عراق ته د ترورستانو د ځپلو او وژلو لپاره الوتکې لېږي، سره له دې چې ځان د اخلاقي ارزښتونو، انساني حقوقو، شفافيت او ازادۍ ملاتړې بولي.

د پنيټا کتاب يوه بله لويه مايوسي ده، په ځانګړي ډول هغه برخه يې چې په دې پېښه پورې تړلې ده، دا له هغو پرلپسې درواغو، او دوکو له لړۍ حسابېږي چې زموږ يا په ځانګړې توګه زموږ د واکمنو د غلطولو لپاره کارول کېږي، د دې لپاره چې زموږ په هېوادونو کې پوځي مداخلې وشي او هېوادونه مو په ډله ييزو قبرونو او هديرو او ناکامو دولتونو بدل شي چې په ځانځانۍ او ګډوډۍ اخته وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د