نړۍ

د عمران خان په غونډه کې ټېل ماټېل ۷ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۳ل):  پاکستان د پنجاب ایالت په مشهور ښار ملتان کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند په جلسه کې د ټېل ماټېل  له امله ۷ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان دي.

د ملتان مشهور روغتون نشتر یو تن مشر  ډاکتر پرویز ویلي چې د غونډې د ځای څخه ۴۰ کسان ټپیان او   ۷  نور کسان  په داسې حالت کې راوړل شول چې پخوا مړه شوي وه.

د نوموړي په وینا  زیات شمېر ټپیانو حالت د انديښنې وړ نه دی.

یاده دې وي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت د لمنځه وړلو لپاره د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې غونډې کوي. تر دې وړاندې نوموړي په کراچۍ او لاهور کې غونډه کړې وه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د ملتان په غونډه کې د خلکو شمېر له اندازې زیات و.

د دوی په وینا وژل شوي کسان د ۲۵ تر ۳۰ کلنو پورې عمرونه لري او د ۲ کسانو عمر شاوخوا ۴۰ کاله ښکاري.A supporter of Imran Khan, chairman of the opposition PTI party, holds an anti-government sign during a rally in Karachi

بل پلو د پاکستان تحریک انصاف د ګوند مرستیال سکرتر عمران اسماعیل پاکستاني تلویزون سما ته ویلي چې د سټیډیوم له ۸ دروازو له منځه  ۶ دروازې بندې وې او دوی سره یې کیليګانې هم نه وې. نوموړي ومنله چې په غونډه کې ټېل ماټېل د دوی نا اهلي ده.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په جلسه کې ګډوډي د پنجاب پر حکومت اچولې او حکومت يې پړ بللی.

د یادونې وړ ده چې عمران خان د تېرو تقریبا ۲ میاشتو راهیسې په پلازمېنه اسلام اباد کې د نواز شریف د حکومت پر ضد لاریونونه پیل کړي دي.

عمران خان په نواز شریف او د ټاکنو پر کمېسیون تور لګوی چې په د ۲۰۱۳ په ټاکنو کې یې پراخه درغلۍ کړي دي.

نوموړی غوښتنه کوي چې نواز شریف دې لرې شي او یو ځل بیا دې ټاکنې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x