افغانستان

بغلان: علماو ته په سپکاوي یوه سیمه ییزه رادیو وتړل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۳ل):  د بغلان ولایت په مرکزي ولسوالۍ بغلان کې علماو ته په سپکاوي د «خوشي» په نوم یوه رادیو وتړل شوه او کارکوونکي یې ونیول شول.

د «خوشي» رادیو مسوول او د امتیاز خاوند متین مبارز وايي چې دغه رادیو تېره ورځ له هغه وروسته وتړل شوه چې د لوی اختر په ورځ دوی یو  «طنز» چې علما او قاریان د قربانۍ د پوستکو پر سر دعوې کوي، نشر ته سپارلې وه.

نوموړی زیاتوي چې ددغه طنز د نشر سپارلو سره سم دوی پروګرام قطع کړ او د پروګرام چلوونکو څخه یې په دې اړه وضاحت وغوښت چې ولې یې دا ډول طنز له بیا کتلو مخکې نشر کړی خو علماو دغه طنز د ځان سپکاوی وګاڼه او رادیو يې وتړله.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو او عامو نورو رسنیو کې په دستوري ډول یو شمېر لیبرالو کسانو د علماو په سپکاوي  لاس پورې کړی.

زیات شمېر کسان د علماو هره سمه او غلطه کړنه تر نېوکې لاندې نیسي او هم د علماو سپکاوی کوي.
د رادیو مسوول  وايي چې دغه کار د کارکوونکو لخوا  شوی او باید رادیو ته د نشراتو اجازه ورکړل شي.

خوشي  شخصي رادیو ده او له تېر ۴ کلونو راهیسې په مرکزي بغلان کې ۱۸ ساعته خپرونې کوي. د رادیو زیاتې خپرونې فرهنګي دي چې د ځايي اوسېدونکو په وینا له سندرو او هغه ډول پروګرامونو چې د خلکو اخلاق خرابوي، پرته په کې بل څه نه وي.

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوید بشارت وايي چې علماو دغه «طنز» د ځان سپکاوی ګڼلی او په وايي چې د رادیو کارکوونکو سهوه نه؛ بلکې دا کار یې قصدا کړی.

بشارت زیاته کړې چې خلکو غوښتل رادیو وسوځي خو پولیسو رادیو وتړله.khoshee

د مطبوعاتو د مسوول په وینا علماو د بغلان ولسوالۍ په محکمه کې د رادیو د تړلو او د کارکوونکو د نیولو حکم واخېست او پولیسو د رادیو ۱۲ کارکوونکي ونیول چې ۷ يې خوشې شول او ۵ چې د پروګرام چلوونکي  لا هم بندیان دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکايي یرغل سره  په افغانستان کې شاوخوا ۲۲۰ رادیوګانې او ۸۶ تلویزونونه فعال شول.

د چارو شننونکي پوښتي چې د افغانستان په څېر له اقتصادي او  امنیتي پلوه ویجاړ هېواد کې دومره رسنۍ څنګه او ولې چلول کیږي؟

د دوی په وینا تقریبا ټولې رسنۍ غیرمسوولانه،له سانسور  پرته  او زیات شمېر هغه ډول نشرات کوي چې د افغاني کلتور سره په بشپړه توګه په ټکر کې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x