روغتیا

ايبولا وايرس څه شی دی؟

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۳ل):  نن سبا ګرده نړۍ د ايبولا په نوم له خطرناکې او وژونکې ناروِۍ څخه په وېره کې ده او تر اوسه شاوخوا اووه زره خلک پر دې مرض اخته شوي، چې نژدې څلور زره کسان يې وژلي دي.

د دغه مرض ډېری قربانيان لويديځې افريقا کې دي.

طپي کارپوهان وايي، چې دغه مرض په وچه سيمه کې نه خپريږي او پر چا چې دغه وايرس ولګيږي، څو ساعته يې په بدن کې موجود وي او په ډېره لنډه موده يې نژدې اوسيدونکو کسانو ته انتقاليږي.

لومړۍ پوښتنه دا ده، چې دا وايرس څه شی دی؟

ايبولا داسې يو مرض دی، چې په انسانانو او ځناورو کې موندل کيږي او پر اخته مريضان دوه درې اوونيو پورې له تبې، د مرۍ درد، سردرد، اسهال او خارښټ څخه سر ټکوي.
د دې تر څنګ د مريض ګردې او ځيګر له فعاليته غورځي.

ايبولا هغه مهال ډېره ګواښنده شي، چې د مريض له بدنه وينې روانې شي او دغه مرض ته د وينې تبه هم وايي.

دغه مهال نورو شاوخوا کسانو ته د دې مرض انتقال ډېر زيات ممکن دی او دغه وخت کې د دې مريض ژوندي پاتې کيدل تقريبا ناشوني بريښي.

دغه ناروغي د لاړو توکولو، متيازو، جنسي اړيکو او پيچکارۍ له لارې هم نورو انسانانو ته انتقاليږي.

راپورونه وايي، چې دا ناروغي لومړی لويديځه افريقا کې پر ځناورو لګيدلې وه او له هغې وروسته دغه هېواد کې پر انسانانو ولګيده او پر دغې ناروغۍ ډېری اخته کسان د يوې اوونۍ په ترڅ مړه شول.

طبي کارپوهان وايي، چې تر اوسه خو د دې ناروغۍ ځانګړې درملنه نه ده راغلې، مګر که د ايبولا مريض ته خوږې يا مالګينې اوبه ورکړای شي، تر ډېره بريده د دغه مرض په مخنيوي کې مرسته کولای شي.

ايبولا ناروغي په لومړي ځل ۱۹۷۶م کال کې په سوډان کې پيدا شوې وه او تر ۲۰۱۳م کال پورې يې ۱۷۱۶ کسان وژلي، مګر د روان کال په ترڅ کې يې د لوديديځې افريقا يو شمېر هېوادونو لکه، ګانيا، سيرياليون، لايبيريا او نايجيريا کې په ډېره تېزۍ خپور شو او دغو هېوادونو کې يې په ډېره بېړه واکسينونو هم لګول پيل شوي دي.

تر اوسه د دغه مرض يوه يوه پېښه په امريکا او هسپانيا کې هم رامنځته شوې ده. له همدې امله ګردې نړۍ کې دا وېره خپره شوې، چې کيدای شي، دغه مرض نورو هېوادونو ته هم وغځيږي.

ايبولا څنګه خپريږي؟

طبي کارپوهان وايي، چې ايبولا له څلورو لارو خپريږي

لومړی ـ چې د دواړو کسانو تر منځ نژدې اړيکې وي

دوهم– د لاړو له توکولو، د مور له شيدو، متيازو، خولې، پيچکاري او دې ته ورته شيانو څخه له يو نه بل ته خپرېدای شي.

درېيم: د هغو حيواناتو له غوښو خوړلو هم خپريږي، چې پر ايبولا مرض اخته وي.

ايبولا له کومو شيانو نه خپريږي؟

هوا، خوراک او اوبوڅخه دا مرض نه خپريږي.

هغه کسان چې پر ايبولا مرض اخته وي، بايد تر ډېره وخته د ژوند له ملګرې سره له جنسي اړيکو ډډه وکړي.

دا ناروغي داسې نه خپريږي، چې له کوم هېواده روغ خلک يا الوتکې بل هېواد ته سفر وکړي.

هو که پر دغه مرض اخته مريض بل هېواد ته ولاړ شي، نو د دې مرض د خپرېدو امکان ډېر زيات دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x