په افغانستان کې دپخواني شوروي ماته دهریرغلګرلپاره دعبرت درس

soviat_union_in_afghanistanله نن نه پوره دوه ویشت کاله وړاندې د۱۳۶۷ هجري لمریزکال دسلواغې په شپږ ویشتمه (د۱۹۸۹ کال دفبرورۍ په پینځلسمه) افغان میړني اولس په خپلې میړانې اوسرښندنې سره دنړۍ دلوي زبرځواک ددړې وړې کیدو پيلامه برابره کړه .

دژمي په همداسې ورځ دشوروي دسره پوځ وروستی جنرال بوریس ګروموف په داسې حال کې چې له افغان میړنیو مجاهدینو سره دحق اوباطل په جګره کې ټپي شوی و

له غرمې مخکې دلسو بجو په مهال چې کله له شرمه ډکې څیرې اوځوړند سرد حیرتانو پر پله تیریده ویلي یې و: په دې شیبوکې په خپل بدن کې لویه نیمګړتیا احساسوم ځکه په مخکې تورتم اوترشا له منځه تللی تاریخ وینم .

ګروموف پرافغانستان یرغل تاریخي او نه جبرانیدونکې غلطي بللې.

داچې دافغان میړني اولس په کلکې اسلامي ارادې اوسپیحلي جهاد سره دنړۍ لوي زبر ځواک په ګونډو شو او دهمدې بې وزله خو میړني اولس د سرښندنو په نتیجه کې په نړۍ کې کمونیستي بلاک ټوټې ټوټې شو او دکمونیزم پوچه نظریه دتل لپاره دتاریخ کندې ته وسپارل شوه هیڅ دشک ځاي نشته اوټول نړیوال اوبا ضمیره انسانان دایو جوت حقیقت بولي .
دپخواني شوروي واک والانوپرافغانستان په یرغل اود خپلو ګوډاګیانو په رالیږلو سره فکرکاوه چې زموږ پرهیواد به هم دشوروي دنورو سیمو په شان خیټه واچوي اوپه یوڅو ورځوکې به ځان ترګرمو اوبو پورې ورسوي .

هغوي دخپلو ناوړه موخو دترلاسه کولو لپاره له هرې رودې کار واخیست، له ډله ایزې وژنې نیولې دهر ډول سپکو او درنو وسلو تر کارونې پورې یې هرڅه په افغانستان کې تجربه کړل، خو دافغان میړني اولس او واقعي سرښندونکو په وړاندې دغې هیڅ شي کارندوالی نه درلود، ځکه هغوي یوازې پر لوي خداي (ج) په کلک ایمان سره پر باطل دحق دبري لپاره دڅښتن تعالي پرژمنې باور درلود.
زموږ میړني اومجاهد اولس له یونیم میلیون نه زیاتو شهیدانو او په  زرګونو معلولینو او معیوبینو سره دغه سپیڅلی جهاد دبري پولې ته ورساوه .
روسي جنرالانو په افغانستان کې پرخپلې ماتې اعتراف وکړ او دڅو میاشتو په اوږدو کې یې خپل عسکر له افغانستانه وایستل له افغانستان څخه دروسي یرغلګرو وروستي جنرال ګروموف هم ویلي زه له نورو روسي جنرالانو مخکې دې نتیجې ته رسیدلی وم چې روسي عسکر باید له افغانستانه ووزي ځکه له افغانانو سره جګره بریالیتوب نلري .
دهمدې میړني اولس اوغیرتي مجاهدینو په کلک مقاومت اوپر لوي څښتن تعالی په ایمان سره دپخواني شوروي جمهوریتونه یو پربل پسې آزاد اوتر۱۹۹۱ زیږدیزکال پورې په وسپنیزدیوال مشهور شوروي اتحاد په پینځلسو خپلواکو جمهوریتونو وویشل شو.
بایده دي ددغو خپلواکو جمهوریتونوحکومتونه اوخلک دافغان میړنیو مجاهدینو او اصیلو افغانانو احسانمن وي، خوله بده مرغه ددغو ځینو جمهوریتونو چارواکي ددې پرځاي چې زموږله جګړې ځپلي هیواد اوخلکو سره مرسته اوله هغوي حقوقي ملاتړ وکړي، په یو نه یو ډول د پخواني شوروي په شان ناروا لاسوهنو ته دوام ورکوي، خوباید ووایو چې نور نو زموږ میړنی اولس په هرڅه پوهیږي اود هر چاپه ښو او بدو نیتونو ښه خبر دی .
په افغانستان کې  دشوروي لاسپوڅي رژیم چې دمجاهدینوپه وړاندې یې دمقاومت توان نه درلود نسکور او د۱۳۷۰ هجري لمریز کال دغوایي دمیاشتې په اتمه نیټه په کابل کې دمجاهدینو حکومت اعلان شو.
خو دا چې دافغانستان میړنی اولس له کلونو سرښندنو او سپڅلي جهاد وروسته په هیواد کې دخپلواک اسلامي نظام په جوړولو او دشهیدانو دهیلو په پوره کولو کې پاتې راغی بیلا بیل عوامل او دلایل لري چې دلته یې دټولو یادول ګران بریښي، خو یوې مسلې ته ګوته نیول اړین بولم هغه داچې له روسي ښکلاک څخه دافغانستان په خپلواکۍ او آزادۍ کې دواقعي مجاهدینو پر میړانو او سرښندنو سترګې پټول لویه بې انصافي ده اومجاهد زموږ د اولس یوغیرتي ، میړنی اوناپیلی نوم دی، باید دې نامه ته سپکاوی ونه شي، ځکه مجاهدین وچې په پوره اخلاص اوبې له کومې مادي تمې یې یوازې د الله  د رضا لپاره جهاد وکړ او هیواد یې خپلواک کړاو اکثره په دې لاره کې شهیدان، معیوبین اومعلولین شول.

ډیرې کونډې اویتیمان ترې پاتې شول چې له بده مرغه هیڅ داسې څوک پیدانه شول چې له دغوکورنیوسره لږشان مرسته اویادیتیم اوښکې پاکې کړي .
دمجاهدینوله بري وروسته اوپه هیوادکې داسلامي نظام په رامنځته کیدوسره بیلابیلوګاونډیواونوروبهرنیوقدرتونویوځل بیازموږپه هیوادکې دخپلوموخو د ترلاسه کولولپاره په مختلفو بڼولاسوهنې پيل کړې چې په دې لاره کې زموږګاونډیان له نورو مخکښ شول اوله افغان اولس سره دجهاددکلونوله ښې ګڼې یې په سیندلاهوکړې اوهریوه له یوې اوبلې ډلې په ملاتړسره زموږپه هیوادکې دجګرواوتاوتریخوالیواورته لمن ووهله چې ترننه دغه لړۍروانه ده .
له روسي ښکیلاک څخه دافغانستان له آزادولو وروسته که له یوې خوا بهرنیوهیوادونو زموږ دهیواد په ګډوډیو کې لاس درلود خو تر ډیره حده د مجاهدینو له مشرانو وروسته هر افغان په دې لاره کې دا مسوولیت درلود چې په دې لاره کې خپل رول ادا کړي ځکه د هر انقلاب په بري اودهغه انقلاب دایډیال نظام په رامنځته کولو کې اولس اساسي او بنسټیز رول لري ، چې افغانانو ته هم په کار وه په یو هیړ یې دیوه واقعي اسلامي نظام لپاره له یوه واحد مشرتابه ملاتړ کړی واي او دتنظیمونو پر اساس جلا جلا دحکومتي دندو د ویش نظریه یې دتل لپاره له منځه وړې واي اوپه هیواد کې یو اسلامي او ملي حکومت چې د اکثرو افغانانو دزړه غوښتنه وه را منځته شوی واي زموږپه هغه صورت کې به زموږ هیواد هم دنورو سیال شوی و.
زموږ د هیواد یوه تر ټولو اساسي ستونزه لیک لوست اودسوا دزده کړې ته بې پامي ده چې دا هم په افغانستان کې دروانو ستونزو او کړکیچونو یو لوي عامل دی ځکه که په هیواد کې دلوستو کسانو فیصدي زیاته واي نو د ښه تشخیص اودرک وس به له هرچا سره و، اوس هم باید له حکومتي چارواکو نیولې دکورنۍ ترمشرانو پورې ټول په دې لاره کې له بلې هرې برخې زیات پام اودراتلونکو نسلونو دلیک لوست اوپوهې زمینې برابرې کړي چې په دې کارکې هم هر افغان ځانګړی مسوولیت لري .
په پاي کې باید ووایو چې دمرغومي دشپږویشتمې نیټې بری یعنې دنړۍ دزبر ځواک د ماتې او د خپل هیواد آزادول اوخپلواکي دافغان میړني اومجاهد اولس د سرښندنو او میړانو د بري ورځ ده، نو باید دغه ورځ هر کال په لاپرتمینه توګه ولمانځل شي څو هر تیریګر ته ور په یاد کړي چې هیڅکله افغانستان ته په بدو او ناوړه نیتونو سره ونه ګوري ، هر پتمن اوآزادي غواړی افغان باید په دې ورځ وویاړي.

لیکنه : ظریف عنایت زي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د