نظــر

خدای، وطن او وظیفه

 لیکوال:عمرافغان

خداي: دخداي (ج)وجودله جدل،شک اوشبهي نه لوړدي.

له تردید اوشک نه پرته دالله (ج)وجود ډیرستر اوښکاره  حقایقوڅخه دي چې فطرت،عقل اوبصیرت ورباندي دلالت لري(اوخلک دهغي لويې هستي په لورراکاږي) او ((علم)) ((وحي)) اوتاریخ دهغه (ج)وجود ته لارښوونه کوي.

هغوکسانو چې دالله (ج)په هستي کې مجادله کړي،په هرعصراوزمان کي دهغوي شمیرډیرلږدي اودهغوي ډیرکسان داسي دې چې دشهوتونواوخوندونوپه طوفان کي ډوب شوي اودنیوي غرایز پرهغوي غلبه کړي ـ هغوي هڅه کړي چې خپل انحراف له لوي څښتن څخه په انکارباندي توجیه کړي،ترڅوهیڅوک پرهغوي حساب ونه کړي ـ (اوپه چاروکي غیرمسئول وي) اوهغوي پخپله هم ،لکه څنګه چې دحیواني خوندونوپه ډنډ کي نسکور شوي ځان ،نه تهدیدوي اونه هم دځان دمحاسبي په فکرکي دي.

لنډه داچي پیغمبرعلیه السلام دالله تعالي لورته خلک رابلل داو چي:

اعبدوا الله مالکم من إله غيره.   (الاعراف :۵۹-۶۵-۷۳ وغیره ایتونه)

اعبد الله واجتنبوا الطغوت.    (انحل :۳۶، ایة)

وعبدوا الله ولاتشركو ابه شيئا  (النساء :۳۶، ایة)

درحالیکه چي دهغه ستررب له نوم څخه بعضي بی ضمیره تش په نامه مسلمانان اودالله تعالی ددین دښمنان دشوم افکارودپلي کولولپاره استفاده کوي اودالله تعالي دلاري دپیروانودلمنځه وړلولپاره  هراړخیزه مباریزه اومجادله کوي چي ګرانولوستونکي ته به په یوڅوکرښوکي واضح شي.

دخداي(ج) ترنامه لاند شعارونه،تشویقي اوعقیدوي درسونه په افغانستان کې دلمړي ځل لپاره  دکمونیستي مفکوري اود(KGB)داجیروشعوني درباري ملایانواوعالمانواوجنرالانولخوا دافغانستان فوځیانوته دمسلمانانودځپلولپاره زمزمه کیدله چی نتیجه یې نړیوالوته جوته شوه چې شرقي بلاک شکست وخوړهغه دخداي له نوم استفاده کوونکې دکمونیستي مفکوري قرباني شوي فوځ له مخ څخه توره پرده پورته شوه اونوم يې په تاریځ کې تورشو، دهغه وخت صاحب منصبان اوجنرالان  له شکست سره مخامخ شول اوهغه تش دالله تعالي له نوم څخه استفاده کوونکې اودلینن دمفکوري قرباني شوي نظامیان دهغومباریزینواومجاهدینوپه مقابل کې کوم چی په ریښتني ډول داعلی کلمة الله لپاره جنګیدل داسي دړي وړي اوافشاء اوبربادشول چی ددوي په جنایاتو دتاریځ پاڼي ډکې دي.

داناکامه تجربه شوي شعارونه دکمونیستي مفکوري اود(KGB)پاتي شوني جواسیسو یوځل بیاپه افغانستان کې دامریکايې بادارانولپاره امتحانوي چی په دي هرڅوک پوهیږي چې دا فوځ دخداي (ج)لپاره دي ملک ته خدمت نه کوي بلکي د(۱۲۰۰۰ )افغانیوپه بدل کې دامریکايې لنډغرو،بې سواده اوبې مفکوري په اخلاقي فسادککړحراميانو لپاره کارکوي،اوهرچیري  داسلام دزمریانو دبمونو خوراک شول،هم يې دین خرابه شواوهم اخرت(خسرالدنیاولاخره)شول،څوک داربکې(ALP) په نوم ووژل شول،څوک دملې اردو(ANA)،ملې امنیت(NDS)  ،سرحديان ،نظم عامه،پروتوکولیان(دوزارت داخلي اودفاع وزارت له چوکات څخه بهر) په نامه هروخت اوهرچیري دمجاهدینوپه لاس وژ ل کیږي اوجنازه یې هم په مسنونه طریقي سره نه کیږي.

کچیري دوي دخداي لپاره کارکولواودا شعار يې ریښتیاهم دالله تعالي ددین دخدمت اوکامیابي لپاره کارولو نوبیاولي قومي ملاتړنلري اوهرچیري رټل کیږي دبی پیلوته ،اپاچی تیاروامریکايې کوماندواوخاصوقواووله ملتیاپرته یوه لویشت هم له خپلومورچوڅخه بهرنشي راوتلي اماداسي نه دي په دي هرمسلمان ښه پوهیږي چي دداسي کسانو یادونه  اوذکرپه قرآن کې واضح شوي اودوي شکست خورده دي.

مونږه مسلمانان یوجامع کتاب (قرآن )لروچي په دي مقدس کتاب کې دهرطبقي څخه یادونه  شويده اود افغانستان په شان پوځ ته کوم چي دامریکایانو دګټو دخوندي ساتلولپاره تري استفاده کیږي دمنافقینو خطاب شویدي اوبل داچی دا شعاردوي دمسلمانانو دغولوني لپاره  کاروي خوداسي نه ده  مسلمانان کاملا باخبره دي اوپه دي ښه پوهیږي چی (من تشبه بقوم  فهومنهم)(الحدیث)اوهمدارنګه (المرؤعلي دین خلیله ).

د(خداي،وطن،وظیفه اود یاکفن یاوطن)اونورناکامه شعارونه لکه (کور،کالي،ډوډي)هم دمادي امتیازیاتواودونیوي منصب دلاست راړلولپاره دکمونیزم دوخت طاغوتې ښاماراستعمالولوچی (کوريې ګور،کالې يې کفن اوډوډي يې غمونه شول)دوي(ملي اردو) دخداي له نوم څخه په استفاده دیهودوپاسباني اوپهراداري کوي .افغان ملي اردو دخداي له نوم څخه په استفاده دالله تعالي دلاري دهغوغازیانومقابله کوي چې دیهودوسره مخامخ جنګیګږي اود(الجهادماضیاالی یوم القیامة…..)،(واعلموا ان الجنة تحت ظلال السیوف….)،(فاذا لقیتم الذین کفروا فضرب الرقاب- سورة محمد ایة: ۴)په ایاتونو اونبوي احادیثوعمل کوي چې داسي کسانوته په قرآن عظیم الشان کې  د(صادقانو،دالله تعالي دلاري مجاهدینو،دالله تعالی دلاري شهیدانو،کامیابه ډلو اودالله تعالی ددین دعسکروخطاب شویدي).

خودیهودوپه زیاراوکوښښونوجوړه شوي اردودذکرشوي مجاهدین اودالله تعالی ددین عسکروپه مقابل کې جنګګیږاودخداي له نوم څخه په استفاده دا شعارونه د ایمان دلښکروپه مقابل کې کاروي چې هغوي ته دالله تعالي ددین عسکردیهودوسرسخت دښمنان اودیهوداونصاراؤ په زهرجنو پلانو اواسلام دښمنه مفکورو له پیړیو،پیړیو مخکې ښه خبردي اودخپل دین او وطن ددفاع لپاره یی سنګرنیولي دي اونیسي به يې اوهیڅ کله مکاردښمن په داسې اشعاروسره افغان مسلمان ملت نشي غولولي بلکي هغوي داسي کسان  ښه  پیژني ،اما  دخداي ،وطن،وظیفه او…. شعارونو پلویان اوتش په نامه زمزمه کونکي شعورنلری .اودداسي ډلو یادونه په قرآن کې واضح شوي دي اود(فاسقینو،فاجرینو،منافقینواودشعورنلرونکو)په نومونوسره مسما شویدي.

II.            وطن: ددوطن ترنامه لاندي اشعارچې دلمړي ځل لپاره دشرقي بلاک سورښاماردافغانانودغولوني

لپاره دکمونیزم دبانیانوپه واسطه لکه :حفیظ ،ترکي،کارمل اونجیب له خولوپه افغانستان کې دکمونیزم دمفکوري دانتشارلپاره کاروله چې په  نتیجه کې هغه دکمونیزم دګټو لپاره تشویق شوي اوقرباني شوي فوځ اوملی اردو دړي وړي شوه چې نن ترننه يې دځمکي له نقشې دغیرتي اوآزدي غوښتونکوافغانانوپه مټ نیست اونابودشول.چی دافغانانولپاره همغه تجربه کافي اوشافي ده.اوداځل دصهیوني تورښامارداستعماري بلاک لخوادکمونیزم ناکامه تجربه یوځل بیاپه افغانانوتکرارکړه ترڅومعلومه کړي چی آیاداناکامه تجربه مونږه کامیابولي شواوکه نه؟ ریښتیا هم چې (الکفرملت واحده)ده.

اوداوسني نظام درباري ملایان لکه استادسیاف،صبغت الله(مجددي)،کشاف، داسي غلامي  اردوته دمجاهدینو لقب هم ورکوي هغه هم په داسې حال کې چي په سرحدونوکې دهغوغازیانودسرکوبولولپاره چی دافغانستان داستقلال اوقرباني لپاره  خپل سرونه نظرانه کوي داضعیف العقیده په مخدره موادولړل شوي،دیهودولخواتغذیه شوي،دیهودواونصاراؤ دشخصي ګټولپاره قرباني ته چمتوفوځ مؤظف شویدي.

دوي دافغانستان  دسرحدونوساتونکې نشي کیدلي بلکې داسلام  دسرحدونوساتونکي هغه څوک دي کوم چې دالله تعالی ټول اوامر يې په کامله  معني منلي اودیوه منظم جهادي حرکت په چوکات کې راجمع شویدي.اوداعلي کلمة الله لپاره تل هڅه اوآندلري.

بعضي ضعیف العقیده افغانان دافغانستان اوسني دامریکا +متحدین (ناټو)په لاس جوړی شوي اردوته ملي اردوايي او دیوڅومعاش خورواوسرکاري اودرباري ملایانو،مفتیانواوتش په نامه د(KGB)،(MI6،CIA)اوموساداسرائیلي جاسوسي شبکوغلامواواجیروجنرالانولخواغولول شویوهغوافغانانوته چي دتاریخ په اوږدوکښې له اسلامي،دیني،سیاسي اونظامي تعلیم اوتربیت  څخه داڅولسیزي وروسته پاتي دي د(خداي،وطن،وظیفي)اود(یاوطن ،یاکفن)په نامه اشعاروپه زمزموغواړي وغولوي. ترڅودافغانستان دهغوشازلیمانوپه مقابل کې یې وجنګوي  چی دهیواددآزادي،خپلواکي اوداسلامي نظام دتحکیم اودهغوافغانانودآزادي اوسوکالي لپاره سرونه نظرانه کوي کوم چي لمړي دشرق اوبیادغرب استعماري بلاکونولخوا مستعمره اوله تعلیم سیاست اوسیادت څخه وروسته پاتي دي.

الله تعالي په خپل کلام پاک کې فرمايی:[فاقتلوا المشرکین حیث وجدتموهم وخذوهم واحصروهم واقعدوالهم کل مرصد](التوبه:۵)

ترجمه:اوهرچیرته موچي مشرکان مینده کول ویې وژني ،ويې نیسي،بندي اوایساريې کړي اوپه هرځاي کې یې څاري.

اوپه بل ځاي کې الله تعالی فرمايي:[یاأیهاالذین آمنوا اصبروا وصابروا ورابطوا وتقوا الله لعلکم تفلحون] (آل عمران -۲۰۰)

ترجمه:ای مؤمنانو!صبروکړئ اونوروته هم دصبرتوصیه کوئ،جهادته ځانونه تیارکړې،اوله الله تعالی څخه وډارشئ ترڅوبری موبه برخه شي.

ابن جریرطبري پخپل تفسیرکې له حسن بصري رحمه الله نه روایت کوي چې هغه د(اصبروا وصابروا) په اړه وايې :ددې معني داده چې مسلمانانوته ددې خبري حکم ورکول شویدې چې له کفاروسره په جنګ کې له صبراواستقامت نه کارواخلي ترڅوکفارله خپل دین نه ستړې شي اوپري یې ږدي.

اومحمد بن کعب قرظي ددغه آیت په اړه فرمايې:زمااوستاسې ددشمن په مقابله کې مسلسل بهادري ښکاره کړئ ترڅوهغوي خپل دین دستاسودین لپاره پریږدي.

ازهري په تهذیب اللغة کې ویلي دي چې د(رابطوا)په اړه دوه قوله دي.

لومړي:داچې تاسې ددشمن دمقابلې لپاره جنګي سامان اواسونه تیارکړئ.

دویم:داچې په صالحواعمالوباندی همیشه والي اومحافظت وکړئ.

اماپه ځاي ددي چی د اوسني نظام مشران اوبالخصوص فوځي منصب داران اونظامي جنرالان خپل ملت ته  دصبر ،زغم او دجهاد کول امراوتوصیه وکړي،دیهودواونصاراوواودهغوي دکفري ځواک ملاتړکوونکې دي پاسباني او پهرداري يې کوي،په ځاي ددي چي نوموړي اردو نظامي مسئولین ،منصوبین اوفوځیان کوم چې دوطن تش په نوم شعارونه زمزمه کوي ، دملت لپاره ،سوکالي ،ريښتني امنیت اومسئونه ژوند برابرکړي اونوموړي فوځ دملت خادم وګرځوي دیهودودلنډغرواستعماري ځواک قرباني یې کړل اودصلیبي جنګ مدافعین یې وګرځول چې په راتلونکې تاریخ کې به ددي جنګ ملاتړکوونکي قربانیان دتاریخ توره سیکه وي،اودافغان مظلوم  قوم ناپوه له دین څخه ناخبرغولول شوي بچیان يې  دخداي،وطن،وظیفي اشعارولاندي سوق اوجلب کړل.

دافغانستان ارضي تمامیت دامریکاپه واک کې دامنیتي تړون ترعنوان لاندي ورکړاودافغانستان ملت یې دتل لپاره دغرب غلام وګرځوو.

III.      وظیفه: وظیفه اومنصب دالله تعالي امانت دي،مقرریدونکې شخص به وظیفه اومنصب دالله تعالی امانت ګڼي اوپه اداره کې به اهمال کوي اوپوره رعایت به یې کوي.

داوظیفه اومنصب که په ملکې څانګه کې وي اوکه په نظامي ، ملکې وظایف لکه:(سیاست،اقتصاد، زراعت،پوهنه اوروزنه،قضايې ارګانونه،تجارت،حساب داري،روغتیاپالنه،اسلامي تعلیمات،دکلیودبیارغوني اوپراختیا خدمات،ترانسفورت،خاریجي اوداخلي سیاست اونورټولنیزوخدماتوارګانونه)نوموړي ذکرشوي اداري په ملکي وظایفواومنصب پوري اړه لري ،همدارنګه نظامي وظایف لکه دداخلي چارووزارت(پولیس)،ددفاع وزارت(ملي ځواکونه)کوم چې کوم چې په اسلامي نظام کې دخاریجي یرغلګروحربي کفاروڅخه دملک دفاع کوي،څارګره اداره چې دخپل ملک ددفاع لپار داخلي اوخاریجي څانګې نظامي اوملکې ارګانونه څاري چې  دیوه ملک دامنیت اومسئونیت دملادتیرحیثیت لري.

دا چې هرافغان اومسلمان داسلامي امت دټولواداراتود وظایفوپه ویش او تقسیماتوپه اداره اومنجمینت په کامله معني پوهیږي خودلمړي ځل لپاره له داسي شعارونه  څخه په استفاده د(KGB)څارګري اداري قوي هیکله کفارواواسلام دښمنه ایډیالوژيکي مفکرینودافغانانوڅخه په استفاده دخپل ملک دازادي غوښتونکومجاهدینوپه مقابل کې په افغانستان تجربه کړل اوزیات په دین مین  افغانان یې شهیدان کړل خودالله تعالي په سترنصرت اوملکوتي لښکرپه مرسته یې شکست وخوړ.

دا ناکام  شعارونه  د لمړي ځل لپاره (KGB) څارګري اداري  د مظلوموافغانانودِغولوني لپاره امتحان کړل ترڅوخپل شوم افکار دافغانستان په هیواد کې پلي کړي.

داځل صلیبي طاغوتي لښکرد افغانې غلاموجنرالانواونظاميانوپه توسط  چې نه دین ته وفاداردي اونه وطن ته دروسي ښکیلاک ناکام شعارونه  یوځل بیادافغانانودغولوني لپاره دخپلوشخصی  ګټودخوندیتوب اودیهدودخوشحالي لپاره استعمالوي اوهغه افغانان دداسي اشعاروترتاثیرلاندي راځي کوم چي نه دین ته وفاداردي اونه وطن ته،شخصي  ګټوته په ملي ګټوترجیح ورکوي، نه ناموس پیژني اونه دچاناموس ته احترام لري بلکي ددوي هدف شخصي نفعي اومادي امتیازات دي چي دداسي اشعاروپه استفاده يي له غرب څخه  خپله مادي شوکي وکولي اوغربیانو  خپل شوم افکارپه سیمه اومنطقه کې پلي کړل اونتیجه کې یې دافغانستان قباله صلیبیانواودهغوي متحدینوته دامنیتي تړون ترنامه لاندي وسپارله.

خویوه خبره دي صلیب پرستان اوډیموکراتان په یادساتي چي دصلیبي جګړي په مقابل کې صلیب شکنه دایمان لښکروجودلري اودمقاومت،حقانیت،سیادت اونظامي قوت زیاتي بیلګي لري لکه:دغزني ولایت په مربوطاتوکې دروان جګړي په دوران کې کوریا طبعه دنصرانیت اوعیسایت مبلغینونیونه،دافغان اجیرنظام لوړپوړوچارواکونیونه اووژنه،دافغانستان دلویولاروکنترول د امریکادپوځ دیوه نظامي افسربوبرګ ډال څوکاله یرغمل کیدل ، چي دامریکادنظامي پوځ نړیوال اعتباراوتش په نامه روعب اوجادويې له ماتي سره مخ کړه او غیوروافغانانو دامریکادانړیوال اعتباراوریکاډ مات کړ،آن تردي چي په پاي کې دنومړي امریکايې نظامي اسیر تبادله په نړیواله کچه دقطرپه هیواد کې ترسره شوه چي دا دایمان دلښکرودطاقت اوحقانیت یوه بیلګه ؤ.

دالله تعالي په دین،وطن،وظیفي مین اشخاصوهرشعارپه عمل کې نړیوالوته ثابت کړي دي اودمباریزي دعوت یي برحقه دي.

په پاي کې له ګرانوکتونکوڅخه هیله ده چې دلاندي سوالونوځوابونه اوستاسو دقدروړ نظریات  راسره شریک یې کړي مهرباني به موي.

1.   ایادخداي ترنامه لاندي دالله تعالي دمقدس مکان (مسجد)ایمام اومحراب په ګولوویشتل اوپه زولنوتړلو ته خداي ،وظیفه،وطن ویل کیږي؟

2.      ایا دمظلوم افغانانوپه کورونوشپني عملیاتوته وظیفه ویل کیږي؟

3.   ایاد ددولتي ځمکوغصب،دسرحداتوپلورنه،امریکايې،برطانوي،الماني نظامي جنرالانوته دافغان غیرتي غازیانو (اکبرخان،محمدجان خان،امین الله خان لوګري،مارشال شاه ولي خان او…) میډا لونو ورکړه وطن دوستي دي؟

4.      ایادوظیفي ترنامه لاندي رشوت،اختلاص،په یوه وخت کې دڅووظیفوانجامیدل،کاراهل کارته نه سپارل ،وظیفه ده؟

5.   ایا خدي،وطن،وظیفه همدي ته وايې چی دامنیتي تړون ترنامه لاندي دافغانستان دارضي تمامیت  قباله هغه استعماري ځواک ته سپاري چی دین ،کلتوریی له افغانانوسره مغایردي  ؟

وماعلینا الی البلاغ المبین

۱۳۹۳/۰۷/۱۸مطابق ۲۰۱۴/۱۰/۱۰م

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x