fbpx

د مبارک له استعفا وروسته دمصرراتلونکى!!!

bye_bye_mubarakله يوه اوږده اودرانه ولسي احتجاج نه ورسته، دادى بلاخره دمصرديرش کلن ديکتاتورواکمن(حسن مبارک) استعفاته مجبور شو.
دامهال په نړۍ کې پردې خبره تبصيرې روانې دي چې دمصرمستقبل به دچاپه ګټه وي؟
تراوسه ټول مصريان په يوه خوله په مطلق ډول دخپل شاهي رژيم اوديرش کلن واکمن (حسن مبارک)داستعفاغوښتونکې وو ، د راتلونکې ممکنه نظام په اړه په هراړخيزډول دکوم مشخص سستم اونوعيت خبره لاروښانه نه ده .

دامريکاپه مشري لويديځو هېوادونوداحتجاجونو نوعيت ته په کتلو له لمړۍ ورځې نه محتاط دريځ لاره، خوچې دوخت په تيريدوڅومره دمصرحالات خرابيدل ؛احتجاجونه په ملي پاڅون بدليدل اوخونړۍ بڼه يې خپلوله ، نوهمدومره دلويځومشرانوپه انديښنه کې زياتوالى راتلو،چې له امله يې دريځ هم وار په وارجدي کېده،امريکا که له يوې خوا((حسني مبارک))خپل زوړملګرى ګاڼه ،اوترخپله وسه يې دهغه پرخپل ځاى پاتې کېدل غوښتل ،خوله بلې خوايې  دحالاتودنه کنترول اوممکنه انقلاب په صورت کې دراتلونکي لپاره د خپلې خوښې داشخاصوپه مشري کې ديوداسي رژيم دجوړيدوغوښتنه هم لرله اولري يې، چې په منځني ختيځ کې دامريکا دګټوپلوي اوداسرائيلو دوست اووسي.

خوکه دمصردڅولسيزوپرتايخ نظرواچول شي،نو دغرب پلوه شاهي رژيم ترټولوسخت مخالفين اسلام پاله  غورځنګونه پاتې شوي .
دمصردشاهي رژيم زندانونه داخوان المسلمين دمشرانوپه هديروبدل شوي دي اودمصرتاريخ دمسلمانومشرانو اوعالمانوله اعدامونو ،پټواوښکاره وژنونه ډک دى ،داعدامونوپه لړۍ کې داخوان المسلمين دنامتومشرسترعلمي شخصيت دقران مفسر((سيدقطب))نوم هم راځي، چې يوازي دلويديځ دمخالفت په توراعدام شو،همدارازداخوان المسلمين بنسټګر(حسن البنا)دمصري استخباراتوله لوري په بدله جامه کې ترورکړى شو،ويل کيږي چې دمصراستخباراتي مستنطيقينو ته دحکومت دمخالفومسلمانوشخصيتونودشکنجه کولو لپاره مستقله روزنه ورکول کيدله،چې داډول ربړوني په نړۍ کې کوم څرګندمثال نلري،دمصرپه زندانونو کې په سلګونو اسلام پاله ميرمنې دمرګ تربريده شکنجه شوي اوځينې يې په عمري قيدمحکومي شوې دي.
دمصردشاهي رژيم له لوري داسلام پالوپرضد بې رحمه اوظالمانه رويه ددې لامل شوه ،چې ددې هيواد اکثره مهم اسلامي شخصيتونه دخپل خونديتوب په موخه نورې اسلامي اوغيراسلامي نړۍ ته کوچېدلي دي،اوله هغه ځايه يې په ممکنه لاروخپل فعاليت جاري ساتلى،په همدې ډول دمصرداخوان المسلمين تحريک له ستونځوسره سره بياهم دننه اودباندي په بيلابيلوبڼوجاري ساتل شوى اودمصرترڅنګ يې نورې نړۍ ته هم سرايت کړى دى.
په مصرکې دشاهي رژيم له لوري يوازي دهغې برخې اسلامي تعليماتودتدريس اوخپراوى اجازه وه، چې دشاهي رژيم دخوښې وړ اوسيکولرستي افکارو ته ورته وي،داسلام پالواوپه ځانګړي ډول داخوان المسلمين پر هرډول فعاليت بنديزلګېدلى دى.
په مصرکې دمسلمانومفکرينوپرځاې دشاهي رژيم په لاس جوړشويوغرب پلوه حکومتي ملايانوته داسلامي چارودسمبالښت چاري ورپه غاړه شوې اودوي مصريانواونړيوالومسلمانانوته دمذهبي پوهانوپه نامه ورپيږندل شوي دي،ددغه ډلې ملايانو له لوري دشاهي رژيم په خوښه اوفرمايش ديوشمېرقراني اياتونودسرچپه تاويل اوځيني شاذ فتواګانو دورکولو له امله دوي باربار داسلامي نړۍ دډيرو اسلامي پوهانو له سختو نيوکوسره مخ شوي دي،
ښځينه لوبغاړوته دروژې خوړلو اوهمداراز ښځې ته دلمانځه دامامت له فتوا نه نيولي،ميرمنوته دطلاق تراختياره پوري، په سلګونه بې بنسټه فتواوي يې په نړۍ کې خورا شهرت لري.
په مصرکې دحکومت مخالف نوراسلامي اوليبرال ګوندونه هم شتون لري،خوداخوان المسلمين غورزنګ سره له دې چې دحکومت له لوري ناقانونه اعلان شوى ،دخپل خونړي تاريخ او اوږدې مبارزې له امله په مصريانوکې خوراشهرت موندلى.
که څه هم داخوان المسلمين لومړى بنسټ اوقيادت ديوسوچه اسلامي مصردرامينځ ته کېدلوپه موخه و،خودتېروڅولسيزوپه اوږدوکې چې ددې تحريک قيادت له زندانونو اوشهادتونوسره مخ شو اوپاتې مهم اشخاص  يې نوروهېوادونوته مهاجرشول،په دې غورزنګ کې له فکري پلوه ډېرتوپير راغى.
که څه هم  دمصرپه دننه کې دورپيښوستونځواوقربانيودمشترک سياسي تاريخ له امله داغورځنګ متحده بڼه لري،خودوخت په تېرېدو په دې غورزنګ کې له فکري پلوه يونا اعلان شوى تقسيم موجود دى.
هغه ډله اخوانيان چې دمصري رژيم دسخت دريځ له امله وسلوالې مبارزې ته مايله شوي،دنړۍ په مهمووسلوالوجهادي تحريکونوکې خواره شوي دي ،دفلسطين دحماس دوسلوال اسلامي تحريک په ګډون دنړۍ ډيروسلوال  جهادي تحريکونه ددې ډلي اخوانيانوله شتون اوګډون څخه برخمن دي
بله ډله دجمهوريت دنظرې په سيوري کې دمصردننه په ډيروسختوشرايطوکې سياسي فعاليت کوي،هغوي دخپل ګوندپه نامه دسياسي فعاليت اجازه نلري،بلکې په نوروطريقودسياسي پرمختګ او ولسي رابطې هلي ځلي کوي،ددې طبقې ځوان نسل داخوان المسلمين له لومړنيواوبنسټيزواصولونه ليري ښکاري،بلکې يوازي دپلرونودسياسي ميراث په توګه ددې ګوندپه نامه دسياسي نفوذ اوپرمختګ په لټه کې دي،دوي دخپلو اوسنيو اوپخوانيومشرانو دربړو په دليل دحکومت په وړاندي انتقامي دريځ لري.
دريمه :په نړۍ کې خواره واره هغه ډله مصريان دي ،چې سرچينه يې له اخوان المسلمين نه اخيستې ،خونظريه يې ليبراليزم ته ډيره ورته ده،دوي دترکې دواکمن اسلامي ګوندپه څېر په حکومت کې دمسلمانانوپه ګټه دتعديلاتو پلوي کوي،خودحکومت سستم داسلامي مقرراتو پرځاى دغربي ډيموکراسي پربنسټ چلول غوره ګڼي،ښاي دمصردممکنه انقلاب په صورت کې لويديځه نړۍ هڅه وکړي، چې دغه ورستۍ ډله اخوانيان دراتلونکي حکومت برخه وګرځوي،ترڅوعام مصريان په دې وغولوي،چې ګني دمصرپه نوي حکومت دټولوافکار لرونکي ګډون لري.
خوتراوسه لا داڅرګنده نه ده چې دغه ممکنه انقلاب اوسياسي بدلون به دمصري ولس په خوښه استعمال شي او که دلويديځې نړي په خوښه؟
دا وخت دمصرپه ولسي پاڅون کې دبيلابيلوعواملوله امله دبيلابيلوافکارولرونکويوبل ته اوږه سره ورکړې ،چې متحد هدف يې دمبارک په مشري دشاهي رژيم نسکورول دي،دوي په ګډه دمستقبل لپاره کوم متحد اومشخص پلان نه دى روښانه کړى.
دامريکا له خوا داتومي وسلودڅارلپاره دجوړې شوې ادارې پخوانى مشر((محمدالبرادعي))هغه څېره ده، چې دامهال يې دنړيړالوتوجه ځان ته وراړولې،ډيرى شننونکوله لومړۍ ورځې نه  قاهرې ته دنوموړي ورتګ دمبارک لپاره دخطر زنګ ګاڼه ،اوس هم داسي فکرکيږي چې دامريکاپه مشري لويديځه نړۍ به په مصرکې دممکنه سياسي بدلون پرمهال هڅه وکړي چې ديوه مصري دوست(مبارک)پرځاى له بل مصري دوست(البرادعي)نه دنعم البدل کار واخلي.
خوداچې مصريان پخپله خوښه څوک غواړي،دافيصله به نږدي راتلونکى کوي.
بل پلوته دمصراسلام پالي له ډيره پخوا حکومت ته په سياسي کمين کې پاتې شوي دي او اوس يولوى شمېر پلويان هم لري،چې دغه ورستي ملي پاڅون هغوي ته يوازي ديوسترفرصت حثيت لري،دمصريانودغه اکثريت دنورو ناخوالوترڅنګ له اسرايلوسره  دحسن مبارک درژيم دسفارتي اړيکو او اقتصادي ملګرتيامسئله هم دخپلې دښمنۍ دفهرست برخه ګڼي،له شکه پرته که دغه اکثريتي ډله نظام په لاس کې اخلي، نودابه داسرايلو اوامريکا لپاه دزغملو وړ نه وي،خوپه لوى لاس به ددوي مخنوى هم ورته ګران وي،ددې ډلي دممکنه واکمني په صورت کې ډېره وېره شته چې دلويديځ له لوري ددوي پرضد دمصر له امريکا پلوه فوځ نه کار واخستل شي ،لکه څرنګه چې يوه لسيزه وړاندي په الجزايرکې دلويديځ په اشاره همداسي وشول،اودالجزايراسلام پالي چې په قاطع اکٍٍثريت په انتخاباتوکې بريالي شول ،خودامريکاپه غوښتنه هغوي نه يوازي دفوځ له لوري له قدرت نه وغورځول شول، بلکې ټول قيادت يې زندانوته واستول شو،چې په پايله کې يولوې شميراسلام پالودحکومت په وړاندي وسلواله مبارزه پيل کړه، چې ترننه ادامه لري اوددي هيواد سياسي جوړښت اواقتصاد ته ډيره نه جبرانيدونکې صدمه ورسيده،اوترننه هلته بيړنى قانون(ايمرجنسي) نافذ دى ؛چې له امله يې هرډول ولسي غونډه اولاېيون ممنوع ده، خودمصرشرايط په هراړخيز ډول له الجزايرسره توپيرلري،که په مصرکې همداسي وشي، نودمصراوسيمي مستقبل ښاي له نويوشخړوسره مخ شي.
ولي په دې کې شک نشته چې دمبارک درژيم په خلاف دمصريانوپه غم اوغوصه کې دامريکا په پلوي اودمنځني ختيځ اواسلامي نړۍ په زيان ددې رژيم جوړشوې پالسي وي،دروند اوپخوانى ځاى لري.
حسن مبارک دځان دژغورلولپاره په مسلسل ډول بيلابيلي حربې استعمال کړې،چې يوه له هغونه دهغه داخبره هم وه:چې که نوموړى قدرت پريږدي نواخوانيان به واک ترلاسه  کړي،له دې خبرې، نه دهغه هدف دامريکا مستقيمه مرسته ترلاسه کول و،خوامريکاپه مستقيم ډول ددومره ستر ولسي پاڅون په وړاندي له هغه سره په سپين ميدان مرسته نشوى کولى،که څه هم په لومړى سرکې امريکاتمه لرله چې دمبارک له لوري ديوشميررعايتونوپه ورکولوبه دمصرروانه شخړه کنترول شي،خوبل پلوته داخوان المسلمين غورزنګ سره له دې  چې په عملي ډګرکې يې زياته ونډه لرله، په مطبوعاتي ډکرکې يې ځان ډيرشاته کړى وو؛دواک ترلاسه کولو خبره يې هم په ميډياکې رد کړه،اوکه يې داسي نه وي کړي،کيداي شي مبارک دامريکامستقيمه مرسته ترلاسه کړې واى.
په عين وخت کې په ټوليزه توګه دمظاهرومنتظمين په دي پوه شوي وو،چې که ديوڅو ورځولپارهم دحکومت خبره ومني اوکورونوته ولاړشي،نوبيانشي راوتلې،بلکې حکومت به په ډيرکم وخت کې داسي پراخ اوجدي ګامونه واخلي، چې داينده لپاره به دمظاهرو کول ډير ستونځمن شي،اوټول موٍثراومهم کسان به په بيلابيلوطريقوله فعاليت نه ليري وساتل شي.
که څه هم تراوسه دامعلومه نه ده ،چې دمصراينده حکومت به په بشپړه توګه دمبارک له نږدي کسانوازاد وي کنه ؟دمصرپه اساسي قانون کې به ګټوربدلون راشي کنه؟
خوبياهم دمبارک لېري کيدل دمصري ولس ترمينځ يوه مشترکه خوښي ده،دمصراسلام پالي په ځانګړي ډول اخوان المسلمين داسي فکرکوي، چې که دوي په نږدې راتلونکې کې په حکومت کې رول هم ونلري،خودزنداني اوتبعيد شويوملګروپه بيرته راتګ اودسياسي ازادۍ په ترلاسه کېدلوبه ديوروښانه مستقبل په لور ګامونه واخلي.

بل لورته امريکا اوسياسي متحدين يې په تبليغاتي ډګرکې نړيوالوته داسي تلقين ورکوي، چې ګڼي داډول انقلابونه رامينځ ته کيدل ددوي ابتکاردى،خوحقيقت دادي چې دتونس اومصر دواړه ړنګ شوي رژيمونه دامريکا ډيرکلک دوستان وو،چې دامريکا درضايت لپاره يې خپلي ملي ګټې هم قربان کړې وي اوپه يمن کې هم مظاهري اسلام پاله اپوزيسون ترتيب کړې،بل خوا دعربې نړۍدوه هيوادونه سوريه اولبنان داسي حکومتونه لري،چې دامريکا ضد عنصرپکې زيات دي، خوهلته دداډول ولسي مظاهرو هيڅ څرک نه لګي.
سره له دې چې دامريکااومتحدينو ستره ارزوهم همداده،چې په سوريه کې درژيم په خلاف خلګ سر را پورته کړي،ولي دايوحقيقت دى چې دعربي نړۍ ولسونه په مجموع کې دفلسطين اوعراق پرسر له امريکا نه سخته کرکه لري،چې له امله يې لاس پوڅي مشران هم نه زغمي…
تيره ورځ دامريکا دکانګرس غړود cia) ) دجاسوسي ادارې پرمشر له همدې امله اعتراض وکړ،چې ولي دامريکا استخبارات دتونس او مصرله پيښېدونکوحالاتو نه وار دمخه خبر نه وو،ددې يوه معنا دا هم ده ،چې که امريکايان وار دمخه خبر واى، نودخپلوملګروسره به يې وار دمخه ددي حالاتو په مخنوي کې مرسته کړې واى…
———————————————————————

ليکنه…. (اصف خپلواک)

 


avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د