نظــر

دغلامیو جبری تړونونه – دوهمه برخه

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

د دی لیکنی په اوله برخه کی مو یاده کړی وه ، چه دشمن دوست کیدی نه شی  ، له دشمنانو د ښیګڼو هیله لرل کم لیونتوب دی د کورنی او یا د هیواد دننه  دشمنی ( چه ګډ مخرجونه سره لری )  د د بهرنیو دشمنیو سره ډیر توپیر لری ، د سمولو او هوارولو لیاری ګودری لری ، مګر بهرنی دشمنی ( په ځانګړی ډول د نړیوال استعمار ) دشمنی د یوه بل په زور ښودلو سره  ختمیږی ، ځکه چه د هغوی زمونږ سره دشمنی د کوم غچ اخستنی او یا مالی قرض و داد له مخی نه ده ، هغوی د دی یرغل د پاره د سپټمبر یوولسمه فاجعه د خپلو هیوادوالو او نړیوالو ته د قناعت د پاره رامنځته کړه چه په دوی ظلم شوی غچ اخستنه کوی ، سره د دی چه دوی د هغه فاجعی د پاره له ډير وخته تیاری نیولی وو چه څوک یی په څومخی او فریب کاری پوه نه شی برخلاف د دوی هیوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه شوه چه د چا له خوا او د څه د پاره هغه فاجعه ترسره شوه ، مګر دا چه له یوی خوا یی یی د نړیوال حکومت پروژه شاته پاتی شوی نه وی او له بلی خوا د هغو وژلو له محاکمو وژغورل شی چه د دوی په واسطه ووژل شو ، له خپلی سرتمبګی او وچ زور څخه یی کار واخست ،وایی ( د زوراورو اوبه مخ په نیغه هم ځی ) د مرمیو ، ډالرو او میدیا په زور یی هغه فاجعه به مسلمانانو وروتپله .
د شرقی او غربی یا نړیوال استعمار   دشمنی زمونږ سره زمونږ د غلامولو او استثمارولو د پاره دی ، د ټولی نړی د غلامولو  د پاره له زر ، زور او تزویر څخه کار اخلی ، د نړیوال حکومت جوړونه د دوی یوآځنی او اخرنی هدف دی ، د دی هدف د تر لاسه کولو پرته هیڅ تړون او  ژمنو ته وفاداری نه لری .

د دوی د سولی خبری او تړونونه  د دوی استثماری وسیلی دی، هغه څه چه په جنګ کی یی نه شی ترلاسه کولی د سولی په خبرو کی یی تر لاسه او بیا یی دتړون په مادو قانونی غلامان جوړوی یا به د دوی غلامان یاست  او یا مو له منځه وړی ، پخوا وختونو کی به استعمارګرو خلک په ښکاره غلامول یعنی حکومتونه به یی  د اشغلګرو سره وو ، نو د هغه مستعمره هیوادونو میړنی ځوانانو به یی په ضد وسلوال پاڅون وکړو، اشغلګر به یی وشړل او خپلواکی به یی تر لاسه کړه . له بده مرغه  ، نن ورځ چه له یوی خوا پیسی ، وسلی او وسیلی د دوی په واک کی او هم  سیاسی پلانونو او او د اوږد مهاله وخت د تعقیبولو د پاره دوی ډیر زیات مسلکی کدرونه لری نننی د پرونی استعمار سره ډیر توپیر لری مستعمره هیوادونه د دوی د پلانونو د عملی کولو د پاره ترډیری کچی په خپله خوښه او سره د پوهی اماده ګی لری ، یعنی نننی استعمار نآڅاپی او تصادفی نه دی ، کار ورته شوی پرسونل ورته لری ، هر څوک د څه لاسته راوړنو د پاره یو د بل سره سیالی لری یعنی د مستعمره هیوادونو خلک  نه یو موټی او  نه په یوه خوله ، برخلاف نړیوال استعمار سره یو موټی او یو خوله دی ، یعنی روسانو د انګریزانو سره زمونږ په هیواد ، سیمه او نړی کی نوره سیالی نه لری حتی د مظلوم بشریت د غلامولو او استثمارولو د پاره یو د بل سره لاس اړونه لری .

په هر صورت ، د دوی سره سوله او خبری کول امکان نه لری ، احمدشاه مسعود له دوی چمونه زده کړی وو د حزب اسلامی قوماندانانو ته به یی د سولی او یو موټی کیدو د پاره بلنه ورکړه ،د ښی میلمستیا وروسته به یی له منځه یووړل ، د نړیوال یا دجالی حکومت تاسیسول د دوی یواځنی او اخری هدف دی ، دی هدف ته د رسیدو د پاره دوی دوه دیر مهم کارونه کړی چه یو یی د ماسونیزم په نوم نړیوال  ګوند رامنځته کړی ډ دی ګوند د غړیتوب عمده شرطونه دادی چه هر غړی یی په پټه کی ایتیست یا لاخدا او  دوهم شرط یی چه سیاست پوه او لوی سرمایداروی د دی ګوند غړی د نړی په ټولو هیوادونو کی په لږیا ډير شمیر شتون لری او چیری چه دی د هغه هیوادونو سیاسی قدرت یی تر لاسه کړی به وی ددغه شیطانانو په مرسته یی ټوله بین المللی مافیه د بوش د ملګرو په صف او د نړی مظلوم بشریت یی د بوش په مخالف قطب کی درولی دی .

انګریزانو د شاه شجاع له غلامی د ظاهرشاه تر دوری پوری د غلامی نهه تړونونه لاسلیک کړی وو، تر ټولو کرغیړن تړونونه یی یو د یعقوب خان سره  په ګندمک چه د کال اتیا زره کالدارو په بدل کی یی د لری پشتونځوا سیمی ورته اجاره ورکړی  حیرانونکی وه چه نیم افغانستان یی د کال په اتیا زرو کالدارو یی د سلو کلونو د پاره په اجاره ورکړی وو ماشوم به هم داسی ونکړی البته په شرابو به یی پړسولی وو او لا به یی جعلی لاسلیک ورله جوړ کړی وو ، مګر اجاره وه قباله نه وه ،بل   کرغیړن هغه تړون وو چه د امان الله خان سره یی په راولپنډی کی لاسیلک کړو کوم چه  مونږ پکی د هغه سیمو اجاره په قباله بدله کړه او هغه ۸۰ زره کالداری هم لغوه شوی یعنی د خپلواکی په نوم مو د لری پښتونخوا دایمی غلامی تر لاسه کړه  . د هغه نهه او په ځانګړی ډول د هغه دوه کرغیړنو تړونونو په هکله ډير څه لیکل شوی او لیکل کیږی د لیکنی حجم زیاتوی زمونږ د دی نسل د سترګو لیدل حال چه  د روسانو او انګریزانو سره د غلامی تړونونو په هکله ( اخری دریم ترټولو ډير کرغیړن تړون چه  د امریکایی متفکرپه واسطه لاس لیک شو ) چه د پاتی افغانستان قباله یی هم ورکړه ، په لاندی ډول څه ولیکم :

اول ـــ د ظاهرشاه سره د روسانو نظامی تړون

زمونږ مظلوم اولس چه نن د کومو ناخوالو ، غمیزو او ستونزو سره لاس او ګریوان دی تصادفی او ناڅاپی نه بلکه د یهودی استعمار په واسطه یی مخکی له مخکی پلانونه جوړ او سازمان دهی شوی وو ، اولنی علت یی د انګریزانو او روسانو  استعماری رقابت ( چه مونږ یی تر منځ حایل واقع شوی وو ) ، دوهم علت یی زمونږد عیاشو او بیکفایتو پاچاهانو بی سوادی او بی تجربګی وه په ځانګړی ډول ظاهر شاه  چه د ترکانو په ځای یی د  روسانو سره  نظامی تړون  لاسلیک کړو ، چه د ترکیی وسلی اوعسکری  روزونه مو  په روسی وسلو او روسی عسکری روزنه  بدله شوه ، روسی استاذانو زمونږ د اردو ، پولیسو او ملی امنیت روزنه پیل کړه چه د عسکری روزنی په څنګ کی به یی کمونستی فلسفی ته رابلل او بیا یی  په حساسو پوستونو کی ځای په ځای کړل کوم چه زمونږ په  تر ټولو  مهم حریم یی تسلط وموند .

روسانو د ظاهرشاه د زوم ( سردار عبدلولی ) کوم لوی عسکری جنرال وو او د ظاهرشاه د اخښی ( سردار داود )کوم چه له ډيری مودی میراثی صدراعظم او د دفاع وزیر هم وو او دواړه د ظاهرشاه د جلا جلا کاکا زامن وو او خپله د ظاهرشاه سره جلا جلا شیطانی اړیکی ټینګی کړی ، ظاهرشاه یی په دی قانع کړو د وخت غوښتنی دی  مطلقه شاهی په مشروطه واړوه هغه ورسره ومنله  ، د مشروطه شاهی کولو د پاره یی د نوی اساسی قانون د جوړولو تجویز یی ورکړو په هغه کی یی د روسانو په شیطانت یوه دا ماده هم زیاته کړه چه صدراعظم به د شاهی کورنی له غړو څخه نه وی ،لنډا داچه  سردار داود پکی له صدراعظمی او دفاع وزارت لیری شو ، روسانو ته چه د شاهی کورنی ټول جوړښت او رازونه معلوم وو ، یو ټیم یی د داود او بل ټیم یی د عبدالولی او دریم ټیم یی د ظاهرشاه سره کار کولو  ، داود ته یی وویل چه دا قانون د صدراعظمی څخه ستا دلیری کولو د پاره جوړشو او دا کار سردار ولی ترسره کړو چه په ظاهرشاه کودتا کوی ستاسی چاره یی اول وکړه ، سردار ولی ته یی وویل چه ستا سی په کورنی کی داود ستاسی لوی رقیب   له صحنی لیری او عادی سړی پاتی شو د هغه سره نور کار مه لره  د پاچاهی د ترلاسه کولو هڅی دی جاری وساته مونږ ته که د مرستو اړه وه مونږ اماده ګی لرو، سردار داود ته د روسانو ټیم وویل  پروا مه کوه مونږ درسره یو زمونږ هڅی دادی چه د پاچاهی تاج ستا په سر کیښودل شی ، د اوس د پاره تاسی ځّان په لیونو کی واچوی چه د عبدالولی د احتمالی یرغلوڅخه خوندی پاتی شی  یعنی هغه په دی پوه شی چه تاسی د څه کولو هیله او وړتیا نه لری،  تاسی د عسکری باوری کسانو سره اړیکی ټینګی کړی اودا ورته په اشاره کی وویاست چه یو وخت به څه کوو.

دوهم ـــ  روسانو سره د داود د کودتا تړون

سردار داود په شاهی کورنی کی ځانګړی شخص وو چه عیاش ، بی غیرته ، ناپوهه  او خاین نه وو ،  مګر یو بد صفت چه یی درلود چه د امان الله خان په شان دی هم د پشتونستان د خپلواکی په سر تاریخی نیک شهرت تر لاسه کړی( بی له دی چه  وړتیا او پیاوړتیا یی ولری )  روسانو یی له دی ارمان لرلو استفاده وکړه، سردار داود سره  یی د مرستو او ملاتړ تړون لاسلیک کړو او د رازونو د نه افشا کیدو په خاطر یی دتړون محتویات په روسیه کی وساتل یعنی په دی کار یی سردار داود یرغمل هم ونیولو( مبادا دغه تړون یی عبدلولی او ظاهرشاه ته ښکاره نه شی   استعماری قدرتونو سره  ژمنی او تړونونه داوبو به سره لیکنه ده  هیڅ معنی نه لری ، استعمارته یوآخی هغه داهمیت وړدی چه دهغو په ګټه وی ، په دی ژمنه او تړون کی یی سردار داود په دی مجبور کړو چه د خلق او پرچم ګوندونو سره په ګډه د ظاهرشاه په ضد کودتا وکړی ، کودتا ترسره شوه چه ریس جمهور یی  داود او کابینه یی ټول کمونستان وو .

لکه مخکی چه وویل شو چه سردار داود د شاهی کورنی یواځنی غړی چه په خیانت نه کولو ، پوهه ،  غیرت او جهالت کی یی شهرت درلود ( چه د لیونی یا سرتمبه سردار نوم  یی خپل کړی وو ) یعنی کوم کارته چه به یی د کولو اراده وکړه هغه به یی کولو ، سردار داود که کمونست نه وو مګر اسلام سره یی هم ډیره مینه نه درلودله د هیواد جوړونی او پرمخ تګ سره یی ځانګړی مینه درلودله چه د ابادولو د پاره یی په خپل پنځه کلن او لس کلن پلان کی یی د پام وړ پروژو ته پکی ځای ورکړوبچیان یی د هیواد د نوروخلکو سره برابر روزلی وو ، د سترګو لیدلی حال  [ د داود یوه لور د خپلواک صاحب سره د ادبیاتو پوهنځی کی شاګرده وه زه هم هغه وخت د کرنی  پوهنځی کی استاذ او خپلواک می ملګری وو د هغه سره د بسونو د دریدو ځای کی ولاړ ووم کتل مو چه د نورو محصلینو په شان د داود لورهم له بس څخه راښکته شوه هغه تری پوښتنه وکړه چه تاسی په خپل موتر کی ولی نه راځی هغی وویل چه زمونږ پلار مونږته اجازه نه راکوی ]، د پښتونستان ازادول ورته له اولیتونو څخه وو ، د روسانو په وچو ژمنو تیروتلو د کمونستانو سره یی په ګډه په ظاهرشاه کودتا وکړه  چه هم یی ځان او هم یی زمونږ مظلوم اولس د تل د پاره  تباه تباه کړو ، الله ج فرمایی چه کفارو سره به په ډیر احتیاط  او هوښیارتیا تړونونه کوی ، د هغوی ژمنی یوآخی د هغو  په خپلو اهدافو او ګټو پوری تړلی وی .

سرادار داود ریس جمهور شو ،  د کابینی اکثره او مهم وزیران یی کمونستان وو ، هغوی وخت غنیمت وګڼلو له یوی خوا یی د کمونستی پوستونو به ورکولو  د کمونستان شمیر زیاد اوپیاوړی کړو د بل خوایی خپل مخالفین ( اخوانیان ) ووژل او یا وتښتیدل ، سردار داود د روسانو سره په مشوره د پاکستان سره تبلیغاتی جنګ شروع کړو په کنځلو سربیره وخت ناوخت به یوه یا بل هیواد کی درنی چاودنی هم ترسره کیدلی هر ګړی د لوی جنګ رامنځته کیدلو امکانات وو ، سردار داود ماسکو ته سفر وکړو چه د روسانو څخه د پاکستان په ضد نظامی مرستی تر لاسه کړی  روسانو ورته ډیر توهینی ( نه ) ځواب ورکړو ، روسانو چه څه غوښتل هغه ترسره شوی وو روسانو دی لیری او په ځای یی کمونستی حکومت رامنځته کړو دا وه د روسانو د نظامی مرستی ژمنی او تړونونه  ؟؟؟.

دریم ـــ د حفیظ الله امین  سره د روسانو امنیتی تړون

افغانستان کی د روسانو په واسطه د کمونستی ګوندونو اقتدار ته رسول کټ مټ د اوسنی غلامی اداری په شان وو استعمار تل د خپلوګټو په غم کی وی که د دوست په لیری کولو او د دشمن په خپلولو کی یی استعماری ګټی وی اسره نه کوی دوست په دشمن او دشمن په دوست بدلوی حتی کله کله د استعماری قوتونو ضرر د دشمنانو په ځای دوستانوته ډير متوجه وی دا به راته هله په ګوته شی چه د صدام ، رضا شاه  ، ترکی ، امین او نورو له برخه لیکونو خبر شو چه همدغه خوږو دوستانو ورسره څه ونه کړل د کومو د پاره چه هغوی خپل بی ګناه او بی دفاع مظلوم اولس و وژلو چه په واسطه یی  په سیمه کی ډيری مادی لاسته راوړنی او د اسراییلو د دایمی بقا د پاره زمینه سازی وشوه .

دا چه د روسانو هدف زمونږ دهیواد کمونست کول نه  بلکه  زمونږ هیواد یی د  خپلی خاوری سره نښلول غوښتل ، روسان د خپلو کمونستانو سره هم  مخلص نه وو  زمونږ مستعمره کول د روسانو هدف او کمونستی د دغه هدف د پاره وسیله وه ، له اوله یی  د خلق او پرچم په نوم دوه کمونستی ګوندونه جوړ کړل چه په یوه کی د پشتنو او بل کی د غیرپشتنو نفوس زیات وو چه نن د شمالی او جنوبی ټلوالی په نوم هم یادیږی په دی وسیله یی زمونږ په هیواد کی هم قومی تعصبات راوپارول او هم یی کمونستان  سره په رقابت او دشمنیو کی سره واچول چه تر ننه یی هغه نیټ ورک په خپل حال پاتی دی ، دترکی سره یی ببرک ( لکه د اشرف غنی سره عبدالله  ) په قدرت کی  شریک کړو ، چه په دی وسیله یی دشمنی تر دی زیاتی شوی چه ترکی د وفادار شاګرد ( امین ) پواسطه ووژل شو تاسی به ګوری چه همدا تجربه به د اشرف غنی او عبدالله ترمنځ تکراریږی .

روسانو له سیاسی چالاکی او شیطانت کار واخست د دی په ځای چه امین ته د ترکی په وژلو د دشمن نوم واخلی د امین سره یی د دوستی لاس ورکړو او د مرستو  ژمنی یی ورسره  وکړی ورته وویل شو چه مونږ تر ترکی په تاسی ډیر باور لرو په اخره کی یی دا هم ورته وویل چه زمونږ د معلوماتونو له مخی چه افغان مجاهدین د عربی او غربی  هیوادونو په ملتیا په افغانستان یرغل کوی د کوم له دفاع څخه چه تاسو عاجز یاست مونږ به دهغو د مقابلی د پاره  د روسی عسکرو او نظامی مهماتو مرسته د تاسی سره وکړو ، روسانو د امین سره د هغه تړون له مخی چه د امین سره یی لاسلیک کړو  زمونږ د ګران هیواد په حریم یی د یونیم لکو روسی عسکرو ، ټانکونو ، الوتکو نظامی او لوژیستیکی مهماتو سره زمونږ د هیواد په حریم بی رحمانه او وحشیانه  یرغل او زمونږ هیواد یی  اشغال کړو .

حیرانونکی تړون وو ؟  د چا د دفاع د پاره چه راغلی وو او چا چه ورسره امنیتی تړون لاسلیک کړی وو هغه امین وو  اول یی هماغه حفیظ الله امین ووژلو او له ځان سره راوستی  ببرک یی په تخت کینولو، اوس نو تاسی همدغه د ببرک او امین دشمنی   د اشرف غنی او عبدالله  د دشمنیو سره ورته نه ګڼی  هغوی لا دواړه کمونستان وو په دوی کی خو یو سکولریست او هغه بل ځانته د دروغو مجاهد وایی د دوی ترمنځ دشمنی به تر هغو هم زیاته وی چه لمړی یی په یو ارګ دوه ریس جمهوران په تخت کیونل چه د نړی په تاریح کی  داسی نه ده شوی چه یو هیواددی دوه جمهور ریسان ولری ، مګر دا چه زمونږ هیواد د هر کار او تجربو د پاره  نړیوال ځانګړی لابراتوار دی دا تجربه هم زمونږ هیواد کی عجولانه ولی د مخکنی پلان له مخی ترسره شوه او د دی ریسانو د غلامی تړون لاسلیک کول یی له اولیتونو څخه وو چه په ډيره بی ننګی او وارخطایی سره یی د خپلی کورسی د نیولو په دوهمه ورځ یی د سفیر سره د غلامی تړون لاسلیک کړو ( سفیر ناست او دواړه جمهور ریسان ورته لاس په نامه ولاړ وو ) وایی ( خر هماغه  کته یی بدله ده )  صرف خلک بدل ، پلانونه او قومانده کټ مت یو شی وه ، یو توپیر چه روسانود یوه ریس جمهور سره او انګریزانو په یوه وخت کی ددوه جمهور ریسانو سره  د بی ننګی او غلامی تړون لاسلیک کړلو.

دا چه د ببرک سیاسی پوهه ، تجربه او جنګی حوصله کمه وه  ، مجاهدین هم ډير پیاوړی شوی وو ، غربی او عربی  نړی ورسره هر اړخیزی مرستی کولی ، مالی ستونزو د روسانو ملاوی ورماتی کړی وی  روسانو ته  خپلی ماتی  باوری شوی له بلی خوا افغانستان کی د پشتنو د ویشلو د پاره یو پشتون جمهور ریس ته اړه وه لکه د اوس په شان چه د پشتنو د ویشلو او وژلو د پاره یی د کرزی او اشرف غنی په جمهور ریس کولو یی پشتانه سره وویشل  بیعنی په دی وسیله به پشتانه تیروځی چه ریس پښتون دی حکومت زمونږ دی په داسی حال کی چه  د حکومت مهم پوستونه  یی بیا مقابل اړخ یعنی شمالی ټلوالی  ته ورکړی . روسانو هم د  ببرک په ځای  نجیب پاچا کړو  کوم چه اشرف غنی یی هم عقیده ، قومی او د ترور زوی هم  دی، نجیب تر کرزی او غنی زیات مداری وو  دری کلونه یی د  روسانو له نظامی حضور غیره حکومت وکړی شو .

لڼډا دا چه  روسانو د دوه کمونست ګوندونو جوړولو پالیسی له مخی دواړه کمونست ګوندونه  د ناکامی سره مخ کړل  او په نتیجه کی د روسانو اخری کمونست یعنی  نجیب غوښی  د داود د کورنی په شان د هوا مرغانو وخوړلی دا د روسانو سره د کمونستانو د نظامی او امنیتی غلامی تړونونه وو ؟؟؟ چه فاتحه یی روسانو او جنازه یی امریکایانو پورته کړه .  ومن الله التوفیق

د دوهمی برخی پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x