د نن سرلیکنه

د سیګار وروستي رپوټ په افغانستان کې د امریکايي مرستو حقیقت- سرمقاله

تيره ورځ رسنیو دافغانستان د بیاروغونې لپاره د امریکا د څارنې ځانګړې ادارې خبر ورکړ چې د افغانستان دفاع وزارت شپاړس (٢٢٢ G) ډوله ترانسپورتي الوتکې پرزه کړي او بيايي د اورسپنې په بیه په ٣٢ زره امريکايي ډالرو يي پلورلي دي.

افغانستان ته د امریکایانو له راتګ سره سم په دې هیواد کې مالي فساد د یوه فرهنګ په حیث رواج او هغه په ملیاردونو ډالره مرستې چې د بهرنیانو لخوا له افغانستان سره د بیارغونې په نوم تر سره شوې بیرته د مرسته ورکوونکو هیوادونو او د افغان حکومتي چارواکو ترمنځ حیف میل شولې.

د ډیلي تلګراف برتانوي ورځپاڼې د سپتمبر د میاشتې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د بهرنیو مرستو په اړه تفصیلي رپوټ لیکل شوی چې د هغه له مخې له کال ۲۰۰۲څخه راهیسي د همدي رپوټ ترلیکلوپوري ۶۲۷،۶۴۳ مليارډالره د مرستې په نوم افغانستان راوړل شوې دي.
دا مرستې د امریکایانو او د هغوی د ایتلافیانو په تیره برتانویانو لخوا په دوو (عمراني اوپوځي) برخو ویشلې شوې دي.
ډیلي تلګراف لیکي چې امریکایانو د افغانستان په بیا رغونه ۶۱،۸ ملیارده انګلیسي پوڼده او په پوځي لګښتونویې ۲۹۶ انګلیسي پونډه لګولي دي.
نوموړې ورځپاڼه په ډیرې حیرانتیا سره دا پوښتنه کوي چې د امریکایانو لخوا د افغانستان د بیارغونې په نوم د مارشال پلان(Marshall Plan)

تر لګښت څوچنده زیات مصرف راغلی ( د مارشال پلان له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ټولې اروپا د بیارغونې پروژه ) د مارشال پلان مجموعي لګښت هغه مهال ۶۱ ملیارده انګلیسي پونډه اټکل شوی وه چې د نن ورځې په حساب هغه ټول لګښت ۱۰۱ ملیارده ډالره کیږي .

خو په افغانستان کې د امریکایانو لخوا دبیا رغونې په نوم د ټولې اروپا د بیارغونې تر لګښت ۵۲۶،۶۴۳ملیارده ډالره اضافه لګښت شوی، مګربیايي هم نه دلګښت درک مالومیږي او نه هم د افغانستان په داخل کې د بیا رغونې کومې نښې نښانې.

د دغو ټولو امریکايي مرستو زیاته برخه پردغسي پروژولګیدلې لکه د امریکایانو لخوا چې د افغانستان د دفاع وزارت لپاره د هغوی په ناخبري کې د ٤٨٦ ميلونو ډالرو په ارزښت له كاره لويدلې ۱۶ الوتکې اخیستل شوې وي چې د دفاع وزارت لخوا د ۳۲ ډالرو په مقابل کې تر پرزه کیدو وروسته وپلورل شوې.
د دغو ۱۶ پوځي الوتکو په پیرودلو او بیرته پلورلوکې امریکايي قراردادیان او دفاع وزارت دواړه شریک او ګټې یې هم په شریکه توګه په شخصي حساب د دواړو جیبونو ته لویدلې دي.

یواځې دغه ۱۶د پوځي الوتکو معامله نه ده چې ۳۲۰۰۰ ډالرو جنس په٤٨٦ ملیونه ډالره پرافغانانو حساب شوی ،بلکې له دې پرته په زرګونه دغسي نور کیسونه هم شته چې د هغوی له جملې څخه یې د بیلګې په ډول هغه ۷۴۷۰۰۰میله وسله ده چې د امریکايي قراردادیانو او افغانستان د دفاع وزارت ترمنځ ورکه شوې او په ملیاردونو ډالره قیمت یې پر افغانانو حساب شوی دی.

دغه په سلګونه ملیارده ډالره چې ډیری یې د نړیوال بانک اویابهرنیو هیوادونو لخوا افغانستان ته د طویل المدته پور په توګه ور کول کیږي نن د امریکایانو او د هغوی لخوا نصب کړل شویو افغاني دولتي چارواکو ترمنځ حیف ومیل کیږي او سودې ګټه او د پوراصلي اندازه به یې سبا جګړه ځپلی افغان ولس پري کوي.

د امریکایانو او ولس مشر اشرف غني ترمنځ نوی لاسلیک شوی امنیتي تړون هم د دغو ملیاردونو ډالرو دغلا کولو په نیت ترسره شوی چې د افغان ولس لپاره په پوځي او عمراني برخه کې تري د هیڅ ډول ګټې تمه نشي کیدالای.

د نن ټکي اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x