اوس امریکا هغه سترځواک نده پاتې ..!!

iraq_burn_of_british_soldierد لومړیو اسلامي پېړیو را وروسته دمسلمانانو په واکمنیو کې دسلطان صلاح الدین ایوبی دلنډ دور (چې د ټولي اروپا مسیحي یرغل ته یې غاښ ماتوونکی شکست ورکړ) وروسته دعثماني خلافت دوره له دي پلوه ډیره شانداره او بي بېلګې وه چې ترڅلورو پېړیو یې دزمکې په مخ دمیشتو مسلمانانو له لوري داسلام اومسلمانانو دفاع ته کلکه ملا تړلي وه او داسلامی خاوری اوسنۍ جغرافیه هم دهغوئ (عثمانیانو) دلامثاله جهاد برکت اودبې دریغه قربانیو لاسته راوړنه ده ، که نه هغه مهال نور مسلمانان ددی لویي فریضې له سرته رسولو څخه غافل ول ، یو اځې هغوئ (دعثماني خلافت سرلاري )ول چې دغه ستره دینې وجیبه یې پوره اوپه سهې تو ګه سرته رسوله .

مګرافسوس چې دغلیمانو دسیسو او توطیئو دغه ستر اسلامي خلافت له سقوط سره مواجه کړ! او سقوط یې داسلامي امت لپاره په داسې نه جبرا نیدونکې غمیزه اولویه ضایعه تمام   شو چې په سبب ېې یو پلو مسلمانان په نړیوال ډګر کې دخپل ځواکمن سیاسې مرکز او قوي محور څخه محروم شول ،اوبل په ۱۹۶۷ز کې ترې خپله لومړۍ قبله (بیت المقدس) له لاسه ووته اودصهیونې غاصبینولاس ته پریوته چې تر ننه ورباندي هغوئ قابض اومسلط دي او دفلسطین مظلوم مسلما نان د ډیربدسرنوشت او ناوړه حالاتوترسیوری لاندې   ژوند تېرولوته اړ شوي دي.

له هغه را وروسته څه باندی پوره یوه پېړۍ وشوه چې اسلامی نړۍ اومسلمانان په پرله پسې اودوامدار شکل دکفری   استعماري ځواکونودبریدونواویرغلونو نښه دي، هغوئ ‎‎مسلمانان دیته نه پریږدې چې داسلام دسپیڅلي نظام داصولو،مقرراتواو لارښوونو په رڼا کې دترقۍ، سو کالۍ اوپرمختیا په لور ګامونه واخلي ،په خپلو هیوادوکې داسلامی اقدا رو او اخلاقوپیروي وکړي ، داسلامی شریعت احکام او قوانین پلي کړی همدا لامل دی چې دتېري یوی پېړۍ راهیسې ټول امت دیوې اجتماعی ناکرارۍ په ګرداب کې راګیراود ناخوالو په اوږده اضطراب کې ښکېل دی .

موجوده اسلامی نړۍ چې په ټولېزه توګه دڅه باندې ۵۰ لویو اووړوهیوادوڅخه تشکیل ده په زیاترو هیوادونو یې استعمار خپلې   سري منګولي خښې او دمسلمانانو درګو وینې زبیښي ، دخپلو شیطانې   ګټو وټو دخوندیتو ب په موخه يې دمسلمانانو دننه په لسهاوو کرزیان او….. روزلي اودمسلمانانوپه سرونویې مسلط کړي…. دنړی په هر هیواداو هر کو نج وکنار کې چې څو ک اسلام ته ژمن،دخپل هیواد اوخلکو علیا مصالحو ته و فادار ښکاره شوي هغه یې له واکه محرو م کړی او په سریې ملیونونه ډالرانعام ايښی دی .

که په دي اړه له نورې نړۍ څخه   د مثالونو موندلو اودلته راوړو څخه صرف نظروکړو ،او یواځې دخپل هیواد دتېري یوي نیمې لسېزې شالید ته وګرځو نومونږولیدل چې دلته   داسلامي نظام حاکمیت او واکمني د امریکا دستر ګو اغزی وه، زمونږ په خاوره کې داسلام نشأ ة ثانیه ورته   له زغمه لوړ وه …

امریکایې استعمارته دادمنلو اوزغملو نه وه چې دلته داسلامی نظام ډیوه   بله پاتې وي ….

، دکفر اوجاهلیت توری تروږمۍ دي   و وژل شي … ، دافغانانوتر منځ دې د ژبني ، قو مي ، اوسمتي توپیرونوبوتان   راونړیږي ، زوریدلي اوترهیدلي افغانان دي په یوه سیاسې مر کزیت او محور باندی راټول شي …. دغه راز ددي وهم اوډارپه درلودو چې هسي نه دنورې نړۍ حتی دامریکا او اروپا اولسونه په افغانستان کې داسلامی نظام دبرکاتو اوستروښیګڼوله لیدوڅخه په تأثرهلته هم ددغسې نظام اوعدالت جوړولو غو ښتنه وکړي اوپه دی اندیښنه چې کیدای شې ددي نظام غوړیدنه ددوئ لنډغر تهذیب ، له فریب څخه ډک تمدن اوشرمونکی کلتوربي معنی کړي ، پریکړه یې وکړه چې خامخا باید   نورددغه نظام وړانګې بې نوره کړای شي .

له همدې شیطاني فکر نه په تاثر امریکا او اروپایي متحدینویې له خورا لرې واټن څخه په افغانستان برید ته تابیا ونیوله ، دوی تقریبا دټولې کفري نړۍ ځواکونه سره متحد کړل اوپه افغانستان یې یرغل راوړ ، دایرغل چې دځمکې او هوا له لارې دنړۍ په مخ دخپل شکل ترټولو ستر فوځي مارش وه ، یوازې په پوځي برخه پورې نه ومنحصر بلکې ترڅنګ یې په تبلیغاتي ، اقتصادي او سیاسي برخه کې هم همآهنګ یرغل پیل شو، دهغه مهال نړیوالو سیاسي مبصرینو دا جګړه دخورا زوروراوډیرکمزوري جګړه بلله ، چې دښکیلو خواوو ترمنځ ظاهرا خورا زیات دځواک عدم توازن موجود وه ، یرغلګرو او یرغل لیدونکو ټولو باور درلود چې دا طوفان ته ورته یرغل به دخوارافغان اولس ژوند ترستوني تیرکړي ، څو زره کلن خپلواک افغانستان به دابد لپاره دخپلواکۍ له نعمته محروم کړي ، په افغان اولس کې به داسلام او استقلال غوښتنې تاریخي روحیه دتل لپاره ووژل شي ،

خو متعال او مقتدرخدای ( ج) ته داسې نه وه منظور ه ،هغه ته منظوره وه چې دافغانستان تاریخ دي دافغان اولس په دین پالنه ،میړانه اوقهرمانۍ همداسې مالامال پاته وي ، الله تعالی ته منظوره وه چې دمؤمنو افغانانوپه لاس دې   امریکا اودهغې لاسپوڅي دومره ذلیل اورسواشي   چې دشکست پایلې یې نه تنهاد افغانستان راتلونکي تاریخ ته ویاړونه و بښې بلکې د ۲۱پېړۍ محکوموا   ولسونو اوپرګنوته دافغانستان له خاوري دهرکله په شان دازادۍ او خپلواکۍ یوبل الهام هم   و رورسوي ،هو! دهمدې الهي ارادې او معاونت په برکت ،اوس امریکا سترځواک نده پاتې ….. یو مخ پر زوال هیواد دى …..په ټوله کې ویلای شو چې هغه اوس د۲۰۰۱ زڅخه وړاندي امریکانده .

له نیکه مرغه نن دمظلومې او استثمارځپلې نړۍ په ګډون په افغاني افق دفتحې او ازادۍ سپين سباوون راختلى !! هغه ورځ هم تېره شوه چې له مشرق څخه تر مغربه دامریکائې یرغل یوه لویه   هنګامه او غو غا اوریدل کېده ،او نن دا دی هغه ورځ راغلي چې امریکاله خپل فرعوني دریځ راپریوتې   او دتیښتې لار لټوي .

نوپه همدې روح بښونکې شېبوکې افغانان دنړۍ په محکومو پرګنو دازیری کوي چې :

امريکا اوس هغه امريکا نده پاتې بلکې دزوال اونړيدو په مورګو ولاړه اونږدې ده چې دغرورښکرونه يې مات او دستم څلي يې رانسکورشي . وماذالک علی الله بعزیز.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د