اشرف غني ولې د طالب بندیانو د نه ازادولو هوډ لري؟

لیکوال: عرفان الله لمر شرفزی

د هېواد د جنوب او ختیځ ډېری بندیان د طالب په نوم د هېواد په زندانونو کې پراته دي او کله چې اشرف غني د نوماندۍ پر مهال ننگرهار او کندهار ته لاړ، نو د سیمې وگړو ترې په دې شرط ملاتړ وکړ، چې دی به د دوی بندیان ورخوشې کوي. اشرف غني د نوماندۍ له پیله دا درک کړې وه، چې ددې هېواد وگړي لا هم په تشو او دروغژنو ژمنو غولېږي؛ نو ځکه یې پر جنوبي او ختیځو ولایتونو سربېره په خپلو ټولو کمپایني ناستو کې د هرې سیمې سپین ږیرو او مشرانو ته ژمنه ورکوله، چې طالب بندیان به ازاد کړي.

یو ملگري مې راته ووې، چې ما خپل یو نېږدې بارسوخه خپلوان په دې وراټه چې ولې دې د ټاکنو په اړه اسلامي تگلاره په پام کې نه ده نیولې او د اشرف غني لپاره کمپاین کوې؟ ملگري مې ویل چې هغه خپلوان راته ووې، چې اشرف غني له ما مرسته وغوښته او په مسجدالحرام کې یې راسره ژمنه وکړه، چې طالب بندیان به خوشې کوم.

خو اوس واک ته تر رسیدو وروسته اشرف غني پر خپلو ژمنو د پښو د ایښودلو په پیل کې لومړۍ ژمنه چې تر پښو لاندې کړه؛ همدا د طالب بندیانو د ازادولو ده.

د اختر په څلورمه د څرخي پله په زندان کې د پغمان د پېښې پینځه تنه عاملین او د سړي تښتوونکو د ډلې مشر حبیب ستالیف په دار وځړول شول او د همدې ورځې په ماسختن څه باندې نهه بجې اشرف غني د څرخي پله زندان ته د بندیانو  له استازو سره د لیدنې لپاره ورغی او یو ساعت هلته پاتې شو. د بندیانو استازو د اشرف غني مخې ته دولس ماده ییز لیک کېښود او دده د ژمنو مطابق یې ترې غوښتنه وکړه، چې د یو ولسمشر په توگه دې د سولې د راتگ په هیله عمومي بخښنه وکړي او یا دې د نورو بندیانو په گډون طالب بندیان هم د ولسمشر له فرمانونو نه بې برخې کېږي، خو د بندیانو ددې غوښتنو په اوریدو د اشرف غني رنگ تغیر وکړ او په غوڅو الفاظو یې وویل چې “طالبان نه خوشې کوم”.

د طالب بندیانو په اړه د اشرف غني پرېکنده دریځ او د نوماندۍ پر مهال د طالب بندیانو د ازادولو ژمنې هغه څه دي، چې د اشرف غني دروغژنه څېره لا راڅرگندوي.

په روانه دیارلس کلنه مبارزه کې د دواړو لوریو مړي او ټپیان شوي، خو طالبانو پرلپسې د خپلو مخالفینو د عسکرو له نیولو څو ورځې وروسته هغوی بېرته ازاد کړي. نیول شویو عسکرو خامخا په خپله سابقه کې طالبان وژلي وي او د طالب په وینو یې لاسونه سره وي، اما طالبانو بیا هم دوی ازاد کړي؛ خو اشرف غني ددې برعکس دریځ ونیو.

اشرف غني د طالب بندیانو په اړه د خپل دریځ په څرگندولو دېته متوجې دی، چې طالب بندیان د دوی د ځواکونو پر وړاندې جنگېدلي؛ نو ځکه یې جزا حتمي بولي، خو دېته یې فکر ندی، چې دده ددې دریځ پر وړاندې په ولس کې له ده مسافه نیول کېږي او طالبان به دده پر وړاندی خپل دریځ لا پیاوړی ښیي.

هغه بندیان چې اشرف غني په جزا وگواښل؛ همدوی د کرزي ادارې هم د جزا په نوم تر سختو شکنجو لاندې ونیول او د دوی په اړه یې له هیڅ تشدد درېغ ونکړ، خو پایله یې دا شوه،  چې ازاد شوي بندیان له دوی د خپل غچ لپاره د طالبانو په لیکو کې هر ډول قربانیو ته چمتو شول او د طالبانو په لیکو کې یې د کرزي د ادارې په اړه پرېکنده گامونو واخیستل.

د کرزي ادارې په وروستیو کې درک کړې وه، چې د بندي طالبانو په اړه د دوی تشدد او دریځ دوی ته د سر په بیه تمامېږي؛ نو ځکه کرزي یو کال مخکې په خپله ومنله چې “د طالب بندیانو شکنجه کول له دوی سره د طالب بندیانو غده لا زیاتوي او همدا لامل دی، چې له ازادیدو وروسته د جگړې لیکو ته ورگرځي”.

اشرف غني ته لازمه وه، چې د طالب بندیانو په اړه د خپل دریځ له نیولو مخکې یې د کرزي اداره پوښتلې وای، چې هغوی دا تجربه کړې او که څنگه؟ د کرزي د ناکامو تجربو تکرار د اشرف غني دریځ هم ننگولی شي، ځکه طالب بندیان له ځان سره د خپلو ولسونو خواخوږي لري او د دوی پر وړاندې سخت دریځ په خپله د اشرف غني له لورې د خپل سیاست د ناکامۍ پر لور گام دی.

د طالب بندیانو په اړه دا ډول دریځ د طالبانو په سیاست کې پرېکنده بدلون راوستی شي او د دواړو لوریو د مېز د سر خبرې به د جگړې پراختیا ته د نور لازم ځواک د کارونې په اړه وگرځي.

په دې ټول پوهېږو، چې طالبانو نړۍ د خپل نظامي ځواک پر مټ د خبرو مېز ته راکش کړه، نو که اشرف غني د طالب بندیانو په اړه خپل دریځ همداسې وساتي، نو طالبان به د نظامي ځواک پر مټ د اشرف غني دا دریځ وننگوي؛ هغه وخت به اشرف غني خپل دریځ هم له لاسه ورکوي او نظامي حیثیت به یې هم د کرزي له ادارې په ټيټه کچه کې ځای ولري، لامل به یې همدا د طالب بندیانو په اړه دریځ وي.

اشرف غني ځکه د طالب بندیانو د نه ازادولو هوډ لري، چې دی د بهرنۍ نړۍ په څېر طالب بندیان سخت مجرمین او د جگړې مهمه لاسته راوړنه بولي او له دې لاسته راوړنې غواړي داسې گټه پورته کړي، چې هم نړۍ ته قناعت ورکړای شي او هم خپلې ادارې ته، خو که اشرف غني د جگړې په دې مهم اړخ خپل دریځ سخت کړي، نو مقابل لوری به هم ورته گام پورته کړي او په پایله کې به یې د اشرف غني د دورې په پای کې بیا هم همدا جگړې وي.

هغه وخت به د اشرف غني د سولې د راوستو او د اقتصاد د ودې خبرې تش شعارونه وبلل شي او دې هېواد به له نن څخه څو گامه نور هم شاتگ کړی وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ساپي
میلمه
ساپي

درنولوستونكوسلامونه. كله چي په گران هيوادافغانستان روسانويرغل وكړاودخپلي خوښي دولت يي دخپلوگوډاگيانونه تشكيل كړنوړومبي يي تره كي اوبيايي حفيظ الله امين دقدرت په گدئ كښينول خوورسته يي هغوي د١٢٠٠٠٠زره سرولښكروپه زورد دوزخ كندو ته غوزاركړل په ځاي يي نوي څيره نوي گوډاگي كارمل اوورسته يي داكترنجيب راوست داديرغلگروخصلت دي چي كوم يوته څومره اړتياده هغومره يي ساتي اوبيايي دوژني په اړه پلانونه جوړوي امريكي اوناټوهم دنورويرغلگروپه څيرورته پلانونه پلي كړي ړومبي يي بوقلمون (كرزي) دقدرت په گدئ كښيناوه ديارلس كاله يي دغواء په څيرولوشه خوچي پئ په كي وچي شوي نوبل يي رامخ ته كړماناداچي خرهماغه خردي خوكته يي ورله… نور لوستل »