
د لښکرګاه په سرتيري بريد کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا اته بجې د هلمند مرکز لښکر ګاه کې پر امنيه قوماندانۍ سرتيری بريد وشو، چې له امله يې درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد عبيد رسنيو ته ويلي، چې نوموړي بريد کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد بريد مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې ياد سرتيری بريد د ګل اغا هلمندي په نوم د دوی يو ملګري د واسکټ په واسطه تر سره کړی دی.
احمدي زياتوي، چې ياد بريد کې لږ تر لږه درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.