
آسټرالیا یو ځل بیا پاکستان ته سخته ماته ورکړه
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د جمعې په ورځ د پاکستان او آسټرالیا تر منځ د کرکټ یوه ورځنیو سیالیو لړی دوهمه لوبه وه. دغه لوبه کې آسټرالیا پاکستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه پاکستان وگټله او مصباح الحق پاکستاني لوبډل مشر د توپ وهنې فیصله وکړه. پاکستان لپاره سرفراز احمد او احمد شهزاد لوبه پیل کړه. د لوبې پیلوونکي لوبغاړي ښه وځلیدل.
احمد شهزاد پنځه څلوریزو په مرسته ۶۸ او سرفراز احمد د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې.
له دې دوو لوبغاړو څخه وروسته هیڅ یوه لوبغاړی ښه و نه ځلید. په دې لوبه کې مصباح ۱۴، اسد شفیق ۲۹ او شاهد آفریدي ۲ منډو سره وسوځید.
د پاکستان لوبډلې په ټاکل شوي پنځوس اورونو کې ۲۱۵ منډې جوړې کړې او د آسټرالیا لوبډلې ته ۲۱۶ منډو هدف ورکړ.
آسټرالیا د ۲۱۶ منډو هدف په ۴۴مه اوور کې د ۵ لوبغاړو سوځیدو سره پوره او دغه لوبه یي وگټله.
د توپ وهنې په برخه کې د استرالیا تکړه لوبغاړی گلین میکسویل د همیشه په څیر یو ځل بیا ښه وځلید او ۷۶ منډې جوړې کړې.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه کې هم استرالیا د ۹۳ منډو توپیر سره پاکستان ته سخته ماتې ورکړې وه.