نړۍ

« ایبولا» تر ۴۰۰۰ زیات کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د صحت نړیواله اداره وايي چې د ایبولا ناروغۍ له امله د وژل شوو کسانو شمېر تر ۴ زرو اوښتی.

وروستۍ شمېرنې ښيي چې تر دې مهاله ددغې ناروغۍ له امله ۴۰۲۴ کسان وژل شوي چې زیات شمېر يې په افریقايي هېوادونو لایبیریا، ګني او سیر الیون کې دي.

خو د صحت نړیوال اداره وايي چې تر دې مهاله ایبولا وایرس ۴۰۳۳ کسان وژلي او ددغې ناروغۍ ټولټال ۸۳۹۹ مریضان ډاکترانو ته ورغلي چې زیات شمېر یې په لویدیځې افریقا کې دي.

د لایبیریا ولسمشر ایلن جانسن سرلیف په هېواد کې ددغې ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی.

ملګري ملتونه وايي چې په لویدیځه افریقا کې دغې ناروغۍ ۲۳۳ روغتیايي کارکوونکي هم وژلي.

ایبولا په انسانانو او ځناور کې موندل کیږي او پر اخته مریضان دوه درې اوونيو پورې له تبې، د مرۍ درد، سردرد، اسهال او خارښټ څخه سر ټکوي. د دې تر څنګ د مريض ګردې او ځيګر له فعاليته غورځي.

راپورونه وايي، چې دا ناروغي لومړی لويديځه افريقا کې پر ځناورو لګيدلې وه او له هغې وروسته دغه هېواد کې پر انسانانو ولګيده او پر دغې ناروغۍ ډېری اخته کسان د يوې اوونۍ په ترڅ مړه شول.

د ایبولا ناروغۍ په اړه لنډه لیکنه دلته لوستلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx