افغانستان

لویه څارنوالۍ: د کابل بانک په اختلاس کې ککړ ۷ تورن ونیول شول

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): لویه څارنوالۍ وايي چې د کابل بانک د اختلاس په قضیه کې ۷ تنه تورن يې د پولیسو پر مرسته په تېرو څو ورځو کې ونیول.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن  شنبه /تلې ۱۹مه/  ویلي چې د جمهور رییس په فرمان او میعاد چې لويې څارنوالۍ ته ورکړل شوی و دغې ادارې د کابل بانک د بحران دوسیه د قضايي تحلیل وروسته  یو ځل بیا د کابل استیناف محکمې ته ولېږله.

عزیزي زیاته کړې چې لويې څارنوالۍ د  کابل بانک په قضیه کې د ښکېلو ۱۹ تورونو د نیولو امر صادر کړی و چې تر دې مهاله ترې ۷ کسان نیول شوي.

نوموړي دغه ۷ تنو نومونه  طارق میران، محمد قسیم رحیمي، شیر اقا، بسم الله، محبوب شاه فروتن او محمد عارف سالک یاد کړل.

د لويې څارنوالۍ ویاند وویل چې شیرخان فرنود او خلیل فیروزي هم د کابل بانک په اختلاس کې په لاس درلودلو بنديان دي او د افغانستان بانک پخوانی رییس عبدالقدیر فطرت هم  په امریکا کې نېول شوی.

شیر خان فرنود او خلیل الله فیروزي د کابل بانک په بحران کې د اصلي عاملین په جرم هر یو په پنځو پنځو کلونو بند مجازات شوي.

عزیزي د کابل بانک اختلاس ته چې د ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي په اشارې سره وویل چې لویې څارنوالۍ دغه کسان په اختلاس، پیسو پاکولو، جعل او له واکونو څخه په غلطې استفادې تورن کړي.

تر دې وړاندې اشرف غني د یوه فرمان په ترڅ کې لويې څارنوالۍ ته ۳ ورځې وخت ورکړ چې د کابل بانک په اختلاس کې ککړ کسان ونیسي او په یوه نیمه میاشت کې دې دوسیې حل و فصل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x