ورزش

کرکټ: هندوستان په دوهمه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): هندوستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه او تر دې مهاله د دغې لوبو لړۍ يي ۱-۱ سره مساوي کړه.

د هندوستان او ویسټ انډیز تر منځ د سیالیو لړۍ پیل شوې چې دغو سیالیو کې ۵ یوه ورځنی او یوه شل اوریزه سیالۍ شاملې دي.

په دوهمه لوبه کې چې د یکشنبې په شپه وه د لوبې پچه د هندوستان لوبډل مشر مهیندرا سینگ دوني وگټله او د لومړي توپ وهنې فیصله وکړه.

د هندوستان لوبډلې د ویرات کولي ۶۲، سریش راینا ۶۲ او ایم ایس دونې د چټکو ۵۱ منډو په مرسته ۲۶۳ منډې جوړې کړې او سیال لوبډلې ته يي د ۲۶۴ منډو هدف وټاکه.

ویسټ انډیز توپ اچونکې رام پال، ټیلر او رسل دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز د توپ اچونې پیل له هندوستان څخه ډیره غوره و خو وروستني لوبغاړي ښه و نه ځلیدل او ویسټ انډیز يي له ماتې سره مخ کړ.

ویسټ انډیز لخوا ځوابي توپ وهنه کې سمیت ۹۷، پولارډ ۴۰ او براوو ۲۶ منډې جوړې کړې.

هندوستاني توپ اچونکو محمد شامي ۴، جدیجا ۳ او میشرا ۲ ویکټې دغه لوبه د هندوستان په گټه پای ته ورسوله.

هیره دې نه وي چې د دې سیالیو لړۍ په لومړی لوبه کې ویسټ انډیز هندوستان ته په ۱۲۴ منډو شرموونکی ماتې ورکړې وه.

د هندوستان او ویسټ انډیز تر منځ درېیمه یوه ورځنې سیالي به د اکټوبر په ۱۴ د سې شنبې په ورځ تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x