دمصر، ولسي داعيه اوداستکبار دامونه !!

له شاوخوا دوو اونيو راهيسې دمصر په پلازمينه (قاهره ) او ددغه هيواد په يو شميرنورو ښارونو کې دولسي احتجاج اومظاهرو لړۍ په کلکه روحيه او مقاومت پرمخ روانې او دمصر له سرزوري ولسمشر( حسني مبارک ) نه غواړي چې له واک نه ليرې اواستعفاورکړي.که څه هم تردې دمه دحسني مبارک له لوري له واک نه دګوښه کيدو کوم چمتوالى نده تر سترګو شوى ، خومصري قاطع افکار اونظريات ټول په دې متفق دي چې نور دمبارک دوره پاى ته رسيدلې اوهغه شيبي ډيرې نيږدې دي چې نوموړي ، دتونس دمخلوع ولسمشر( بن على ) په څير دولس ارادې ته تسليم او واک پريږدي !

حسني مبارک په کال ١٩٨١م کال کې له هغه ورسته چې دانورسادات ، دوره پاى ته ورسيده هغه دمصر په ولسمشرى منګولې خښې کړي اودادى شاوخواديرش کاله يې دغه منصب په کلک استبداداشغال وساته ، په دغه موده کې نوموړي هرهغه غږ اوتحرک چې دده دحکومت پرخلاف رااوچت شوى ده په ډيره بې رحمۍ يې ځپلى اوپه خاصه توګه اسلامي حرکتونه ، ديني شخصيتونه اواسلامي مراکز يې سخت ټکولي اوکلکې پابندى يې پرې لګولي .

دمبارک ترټولولويه جفاچې له اسلامي امت سره يې ترسره کړي هغه دفلسطين دمظلوم ولس غاصب اوقاتل رژيم ( اسرائيلو) په رسميت پيژندل او ورسره تودي ديپلوماتيکې اړيکې دي ، چې داسرائيلودرسميت پيژندلواوښوروابطوپه بدل کې امريکاهرکال مصر ته يومليارد ډالر مرسته اوانعام ورکاوه !

اوس داسې بريښي چې دمصر دمسلمان ولس تيروديرش کلنوقربانيورنګ راوړى اومصريان دې مرحلې ته نيږدې شوي چې د خپلوسرزورواوجفاکاروواکمنوپرخلاف خپله اسلامي اوملي اراده وکاروي او دواک له ګدى راوپرځوي ، خوداويره پرځاى ده چې ايا دمصري ولس روان پاڅون به لکه څنګه چې دهغوى داعيه اوغوښتنه ده کټ مټ نتيجه ورکړي اونړيوال استکبار به داموقع مصريانوته ورکړي چې دهغوى اسلامي هيلې اوغوښتنې متحققي کړل شي !!؟

دکتونکو له نظره ، دحسني مبارک پرخلاف دمصر دولسي قهراوپاڅون ددوام اوپياوړتيا عمده علت اسلامي افکار اوديرش کاله دامريکاپه اشاره دحسني مبارک له لوري داسلام اومسلمانانوټکول اودهغوداقداروبيخکني ده ، په دې خبره کې شک نشته چې حسني مبارک که له واک نه راپرځول کيږي ، نومهم اوحياتي رول به پکې   ددين اودينداره ذهنيت وي ، خوانديښنه داده چې ، دمصرمسلمان ولس دتيرديرش کلن جدوجهداوقربانيوثمره يوځل داستکبارپه لاس تالاترغه اوداځل خداى مکړه کومه بله غربي مهر ځاى ونه نيسي اودمصري اودفلسطين دمظلوم ملت لپاره په لستوني کې مارته ځاى پيدانشي ، ځکه همدااوس امريکايي حلقي دحسني مبارک دبديل په اړه هلې ځلې پيل کړي اودمصر دروان پاڅون په منځ کې څيرې اواشخاص ځانته خريداري کوي

مونږ باورلرو چې دمصر ولس اودروان پاڅون مخکښان به دامريکا اواسرائيلو دامونو اوحربوته ځير اودمصرغليمان به پرينږدي چې ددوى دبرخليک به سرلوبي وکړي اوخداى مکړه يو وار بيا امريکا خواه اواسرائيلو ته وفادار رژيم ريښي دمصر په برخليک کې اوجرړي پيدا اونه ځغلوي اوخبره له ناوي نه باران ته ولاړه نشي !!؟

لیکنه: شهاب الدین رحیمی