نظــر

«اسلامي دولت» د امريکې پر خلاف د عمومي بغاوت پيلامه

لیکوال: سلیمان غلجی

له ساړه جنګه وروسته کله چې امريکې د يوه نړيوال کلي بنسټ کېښود او خپل ځان يې د دې کلي ملک وټاکلو نو ډېر زر يې پر اسلامي هېوادو راودانګل د فلسطين په کشاله کې بدماشي او د صهيونيستانو څرګند ملاتړ ، پر افغانستان او عراق د څلويښتو هېوادو د لکونو جنګي عسکرو يرغلونه ، پر يمن ، صوماليه او پاکستان د بې پيلوټه الوتکو بمباري ، په مصر کې ناروا لاس وهنې ، د سوډان تجزيه کول او په ټوله اسلامي نړۍ کې بې درکه ډېره تخريبکاري ، فساد او نفاق منځ ته راوړل هغه چارې وې چې امريکې ښې منډې ترړې پکې ووهلې او بلا ملياردونه پيسې يې پکې ولګولې .

خو باچايي به يواځې د الله تعالی په يوه حال وي نور هر څه زوال لري . هماغه الله عزوجل هم په عراق کې ماته ورکړه . هم په افغانستان کې ، هم يې پاکستان تر ډېره حده له شره خلاص شو او حتی په فلسطين کې هم څه نا څه سمون راغی .

او دادی اوس خو په عراق کې يو داسې تحريک مخ پورته روان دی چې بالکل يې د امريکې وار پار خطا کړی او که خدای کول ډېر زر به امريکې ته لوی سرخوږی جوړ شي او ان شاء الله هغه ورځ لرې نه ده چې ګرده اسلامي نړۍ د امريکې لپاره سره بټۍ وګرځي او په نوم امريکنی به دلته يوه شپه نشي سبا کولی . لاړ د امريکې هغه رعب او داب يو مخ له منځه ولاړ .

اوس يې موږ ورځې شپې شمارو چې له کومې رسوايي سره به مخ کيږي؟ دا حالت سړي ته بيدو هماغه د شوروی اتحاد د شړېدو ورځې وريادوي چې کله يې افغانستان کې ماتې وخوړه او لښکرې يې ووتې نو ګرد سره هغه هېوادونه را څکري شول چې پنځوس شپېته کاله يې د روسانو په غلامۍ کې تېرکړي وو او ډېر زر داسې ورځ راغله چې د لينن مجسموکې پړي واچول شول رېز مرېز لاندې را وغورځول شوې شوروي اتحاد ړنګ او  ټولو هېوادو د خپل  ملي هويت په بنسټ خپلواکي اعلان کړه  او بالآخره روسان په نړيواله کچه يو خيرات خور قوم وګرځېد دې پېښې يو شمېر هېوادو ته ډېره ښه چانسونه برابر کړل .

په دې معنا چې ازاد شوو هېوادو ډېر په احتياط خپله داسې تګلاره وټاکله چې کامل ناپيلتوب يې غوره کړ او خپل ملي ارزښتونه يې تر هر څه اوچت وګڼل چې له هغې جملې د قزاقستان او ترکمنستان نومونه اخيستلای شو .

خو ځينې نور بيا تر يو حده د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځېدل چې په سر کې يې افغانستان ، بيا تاجکستان ، قرغزيستان او يمن يادولای شو . په هر صورت دا ځل نمبر د امريکې دی او دادی کوم هېوادونه چې د امريکې پر غلامۍ مجبور شوي وو ، ورو ورو د ارام سا اخلي او مخ په ښه والي روان دي ، له هغې جملې نه يو هم پاکستان دی چې د امريکې له سخت دباو سره مخامخ وو ، تر دې چې يو نيم خو به دا تبصره هم کوله چې د امريکې د پنتاګون هغه نړيواله نقشه چې د دوه زره لسم لپاره يې جوړه کړې ، له سره د پاکستان نوم هم پکې نشته ، خو نه پوهېږو د پاکستان مړي زورور ؤ ، که ژوندي يې هوښيار ؤ چې له هغو سختو شپو ورځو هم ژوندی راووتو .

يمن هم اوس ان شاء الله بد نه دی . او په دې توګه ښايي د امريکې راج ختم او په ټوله سيمه نوي حالات راشي او همدا هغه الهی تګلاره ده چې کله يو راولي او کله بل او خپل ازميښتونه پرې کوي .

په هر صورت خبره زموږ د خپل هېواد کوه چې موږ ته خو يې چندان د ښه والي نښانې ډېرې نه ځليږي . البته که مشرانو ته که خدای پاک د نېکۍ هدايت او توفيق ورکړ او خپله ګټه و تاوان يې وپېژندل نو هيله ده چې پر افغان ولس  هم د سوکالۍ او نېکمرغۍ لمر راوخېژي خو دا کار که کيږي هم  نو موږ به يې خپله کوو ځکه چې د الله تعالی تګلاره نه بدليږي هغه وايي : تر هغو د يو قوم حالت نه بدليږي تر څو چې خپله يې بدل نه کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x