افغانستان

ډيورينډ کرښې ته څېرمه دوو بې پيلوټه بريدونو اته کسان وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان ختيځ او پاکستان قبايلي سيمو کې دوو بې پيلوټو بريدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

غربي رسنۍ وايي، چې لومړی بريد د افغانستان ختيځ ډيورينډ کرښې ته څېرمه ننګرهار ولايت کې شوی دی.

په دغه بريد کې څلور کسان وژل شوي او څو نور ټپيان دي.

دوهم بې پيلوټه بريد د شمالي وزيرستان شوال سيمه کې پر يو موټر شوی، چې له امله يې نوموړی موټر په بشپړه توګه له منځه ولاړ او څلور کسان پکې وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې د بريد له امله د مرګ ژوبلې د زياتېدو اندېښنه شته.

د يوې اوونۍ په ترڅ کې شمالي وزيرستان کې دا اووم بې پيلوټه بريد دی، چې شاوخوا څلويښت کسان پکې وژل شوي، چې ډېر قربانيان يې ولسي وګړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x