نړۍ

د ايران نظامي الوتکې د پرېوتو له امله اووه پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): ايراني چارواکي وايي، چې د ايران و پاکستان سرحدي سيمو ته څېرمه د ايران يوه پوځي الوتکه نسکوره شوې، چې له امله يې اووه امنيتي کسان وژل شوي دي.

فارس خبري اژانس وايي، چې نوموړې الوتکه تېره شپه د ايران کرمان سيمه کې هغه مهال پرېوته، چې راډار سره يې اړيکه پرې شوه.

مهر خبري اژانس ليکلي، چې د الوتکې پاتې شوني د زاهدان په يوه لرې پرته سيمه کې تر لاسه شوي او په طياره کې ناست اووه واړه کسان وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې وړمه ورځ د ايران سيسان او بلوچستان سيمو کې د حکومت مخالفو وسله والو څلور ايراني عسکر وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي وو.

ايراني چارواکي وايي، چې دغه ايراني عسکر د ايران او پاکستان پولې ته څېرمه جيش العدل په نوم يوې جهادي ډلې وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x