ټولنیزه برخه

د پکتیکا فرهنګي بهیر ته یوه لنډه کتنه

لیکوال: دادمحمد ناوک

د یوې ټولنې فرهنګي هستۍ د هغې ټولنې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅه کوي، کتابونه ځکه لیکل کېږي چې فکرونه ولېږدوي او د فکر لېږد ځکه مهم دی چې راتلونکي نسلونه خپل پخواني هېر نه کړي او د خپلو ازرښتونو خلاف ونه هڅول شي. د خپل ارزښتونو ساتنه د خپل هویت اثبات دی او د خپل هویت د اثبات لپاره هڅه انساني وجیبه ده. ځکه خو په هره ټولنه کې قلم وال څوک د ټولنې د نورو غړو په نسبت خورا دروند مسوولیت لري او ډېرې سترګې ور اوړي. د الله جل جلاله د نعمتونو د شکرانې یوه لاره دا هم په ګوته شوې چې د هر نعمت پر خپل ځای استعمال د هغه د شکر د اداینې پر معنی دی. د دې معنی داده چې که یو چاته الله جل جلاله د قلم ستر نعمت ورکړی وي، نو که غواړي د دې نعمت شکر ادا کړي باید هسې يې استعمال کړي چې د نعمت د زوال سبب نه شي. تر دې لا روښانه اسلامي دریځ شته چې پوره مؤمن هغه څوک کېدای شي چې نور يې د لا س او ژبې له شره په امان وي، د قلم ژبه بیا داسې ژبه ده چې ملتونه خوځولی او ستر دیکتاتور راپرځولی شي. ځکه خوـ په غالب ګومان ـ هټلر وايي چې له یوه مخالف دولته دومره نه وېرېږم، لکه له یوې مخالفې ورځپاڼې.

په پکتیکا کې د فرهنګي کړيو په نامه راټولېدنه د ډیموکرات نظام په لومړیو کې ځکه ګړندۍ روانه وه چې د ځينو پروژو د جذب امکان ډېر و، کله چې ځینې د فرهنګ له سپېڅلي ارزښته په ګټې اخیستنې پر پیسو او دولتي انعاماتو مصروف شول دې ارزښت ته يې شا کړه او خپلې شخصي ګټې يې تر ټولنیزو ګټو مهمې وګڼلې. خو ما تل ویلي چې د یوې ټولنې ټول فرهنګي برخلیک په لوی لاس د یو څو تنو په لاس کې ورکول خورا لوی خیانت دی، ځکه چې په پکتیکا کې ټول فرهنګیان هم د مادیاتو په بدل کې خپل معنویات په تاوان نه پلوري، نو باید په شریکه مخ پر وړاندې لاړ شو او هر قلم وال د خپلې ټولنې په وړاندې باید ځان مسوول وبولي. که څه هم مادي امکاناتو ته په کتو، دلته ډېرې سترګې په ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته ور اوړي چې باید په فرهنګي برخه کې کار وکړي او د هېواد په سطحه د په ادبي او فرهنګي چاپیریال کې ځان مطرح کړي، خو د دې ریاست د چارواکیو تر ټولو لوی دلیل دا وي چې په پکتیکا کې ځوانه ـ په تېره فرهنګي ـ طبقه له دوی سره اړیکي نه ساتي او نه غواړي چې همکاري ورسره وکړي، متقابلاً د پکتیکا ځینې فرهنګي ځوانان بیا دا دعوه کوي چې په دې ریاست کې حاکم کسان یواځې پیسې راجاروکوي او لاسي غواړي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست داسې معرفي کړي چې ځينې ځوانان له امنیتي ډاره ورنشي، په داسې حال کې چې په نورو ولایتونو کې دې ریاست ته د نظامي او استخباراتي ریاست په سترګه نه، بلکې د خلکو د کور په حیث کتل کېږي چې فرهنګیان او ځوانان پکې خپل غږ تر نورو رسوي او د دې ریاست مسوولین ورته د اړیکو زمینه برابروي.

دې ریاست په تېره دیارلس کلنه دوره کې په دې وروستیو نږدې دوو کلونو کې د ـ پکتیکا ـ پر نامه درې میاشتنۍ مجله خپره کړه چې له څو ګڼو وروسته مهالنۍ او وروسته بېخې ورکه شوه، دغه مجله چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري به خپرېده تر ډېره یواځې د دې ریاست په ودانۍ پورې محدوده وه چې مطالب به يې د پکیتکا د چارواکو له ستاینې پرته یوـ دوه شعرونه او یوه نیمه دینې لیکنه وه. په داسې حال کې چې کاغذ يې خوار لوړکیفیته او مصرف به يې طبعاً ډېر و. دغه مجله چې مسوولیت يې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس پر غاړه و، سړی پردې پوهوي چې په دې ریاست کې فرهنګي کړنې تر کومه بریده دي، په داسې حال کې چې باید مجلې ځانګړی مدیریت او بېل همکاران درلودای. پر دې سربېره تقریباً دوه ګنې پنځلس ورځنی اخبار د دې ریاست له لوري ـ ښرنه ـ په نامه خپور شو، چې مطالب يې تر ډېره دولتي تبلیغاتو ته ځانګړي و.

د پکتیکا ولایت د مقام له لوري د والي دکړنو د ابلاغ لپاره ـ فکري رغون ـ پرنامه مهالنۍ مجله هم څو ګڼې خپره شوه چې وېش يې یواځې په دولتي ودانیو پورې محدود و، تر دې وړاندې د قاري ګل حسن اسیر په مسوولیت د ـ هسکه شمله ـ په نامه څو ګڼې مجله خپره شوه چې دا په پکتیکا کې لومړنۍ خپلواکه چاپی رسنۍ وه، چې د کاري ډله په ملتیا يې هڅې د ستایلو وړ دي. خو د مالي ستونزو له کبله دغه مجله هم د ګوتو شمېر ګڼو نه وانه وښته. له دې سره جوخت د پکتیکا په ارګون ولسوالي کې د ـ مېلمه ـ په نامه مهالنۍ مجله خپرېږي چې مطالب يې تر ډېره د ولایت په سطحه نه بلکې په مرکز او ارګون پورې تړلي دي، دغه مجله چې لا هم پايي په ښه کاغذ په خورا لوړ کیفیت خپرېږي، خو وېش يې بشپړ په ارګون پورې محدود دي. له مېلمه خپلواکې مجلې سره په څنګ کې د دادمحمد ناوک پر مسوولیت د ـ رښتیا ـ په نامه مهالنۍ مجله هم را پیل شوه چې تر اوسه يې دوې ګڼې خپرې شوې دي، دغه مجله چې مطالب يې فکري اړخ لري یواځینۍ خپلواکه مجله ده چې نږدې د هېواد ټولو فرهنګي حوزو ته رسول کېږي. خو د دې مجلې اړوند ځینې لوستونکي دا نظر لري چې یواځې فکري اړخ ته کار کوي او تر ډېره تشدد ته لمن وهي. په چاپي خپرونو کې په دې وروستیو کې د محمد نبي زیارمل په مسوولیت د ـ جرس ـ په نامه پنځلس ورځنی اخبار هم خپرېږي چې وېش يې په پکتیکا پورې محدود او مطالب يې تر ډېره له انټرنیټه را اخیستل شوي وي.

د پکتیکا په فرهنګي بهیر کې غږيزې رسنیو هم خورا اغېز درلودلی دی، که څه هم کارکوونکي يې د ښوونځیو زده کوونکي یا هم استادان دي، خو مثبت او منفی اغېزې يې د یادولو وړ دي، غږيزې رسنۍ چې د ذهني اوښتون تر ټولو مؤثرې وسیلې دي په دې ولایت کې يې پیل له يوې شخصي راډیو نه د ـپکتیکا غږـ پر نامه وشو، چې خپرونې يې تر ډېره  دیني، ټولنیزې او تفریحي وې، دغې راډیو چې د ایف ایم پر اته اتیا څپو يې خپرونې لرلې له څو کلن خورا مؤثر فعالیت وروسته يې رسنیز ډګر پرېښود او یوې بلې شخصي راډيو د ـ پښتون غږ ـ پر نامه فعالیت پیل کړ چې لا هم خپرونې لري، دغه راډیو چې خپرونې يې دیني، ټولنیزې او تفریحي څانګې لري پر پکتیکا  سربېره په ځینو ګاونډیو ولایتونو کې هم اورېدل کېږي. د یادې رسنيزې ادارې تر ټولو ښه ځانګړنه داده چې د ولس ترمنځ يې اړیکې يې ټینګې کړې دي خو اورېدونکي يې پر دې نظر دی چې که د دې رسنۍ کارکوونکي له څو نورو هېوادنیو رسنیو سره نه وای مصروف ډېر نور څه به يې هم کړي وو، پښتون غږ راډیو چې په پکتیکا د رسنیو له قوانینو په ګټې رسمي جواز لري تر اوسه پورې سیاسي خپرونې نه لري چې ځينې اورېدونکي يې علت له دولتي چارواکیو سره د دې رسنۍ د همکارانو دوستانه اړیکي او د دولتي مسوولینو پرېمانه انعامات بولي. په پکتیکا کې د دې رسنۍ ځانګړي مینه وال داسې انګېرې چې د احصایوي مدیریت، د سولې شورا د تر حم لاس او یا هم د یوې نمرې ځمکې خنډونه نه وای ښايي په دولتي سکتور د نیوکو او شننو له لارې د پکتیکا د ولس او دولت تر منځ فاصله دومره ترینګلې نه وای.

له دې راډيو سره جوخت د ـ ټولنه راډيو ـ په نامه یوه بله غږيزه رسنۍ هم فعالیت کوي چې خپرونې يې د نورو په څېر ټولنيزې، دیني او تفریحي برخې لري، د دې رسنۍ اورېدونکي ډېری دې رسنیز مرکز ته دیو ګډوډ دفتر په سترګه ګوري، ځکه چې په ډېر لنډ وخت پکې یو څوک دنده پرېږدي او یو څوک يې اخلي. پر دې سربېره د مېلمه په نامه بله راډیو چې  له اوږدو ټاکنو وړاندې يې په ښرنه کې فعالیت پیل کړ. خپلې ډېرې خپرونې له خپلې اصلي څانګې چې په اورګون کې خپرونې لري اخلي، یواځې خبري برخه يې له همدې سټوډيو نه وړاندې کېږي او ځينې تفریحي خپرونې هم پر دې څانګه کې لري.

په دې ټولو غږیزو رسنیو کې دهرې یوې خبري برخه په پکتیکا کې خورا ډېر مینه وال لري، خو د دې ټولو غږیزو رسنیو ـ پښتون غږ، ټولنه او مېلمه ـ په خبري برخه کې تر ټولو لویه ستونزه داده چې دوی د پکتیکا له یو نیم خبر نه پرته، د هېواد او نړۍ خبرونه له انټرنیټه اخلي چې د ټولو د خبرونو تفصیل، لیکدود او جمله بندۍ یو ډول وي. تر دې مؤثره او تقریباً بشپړه منفي شریکه نقطه يې داده چې بې له دې چې په ځينو پروژو کې ځان ورشریک کړي خو د هغو ویبپاڼو خبرونه بې سانسوره خپروي چې هغوی د پروژو پر اساس د ولس د ذهنیت د ګډوډولو دنده پر غاړه لري. دوی تر ډېره بریده خپل خبرونه له پژواک او ازادۍ راډیو ویبپاڼو نه اخلي چې د هر خبر په پای کې د خپروونکې ادارې خپله تبصره هم دوی د پکتیکا ګنګس ولس ته ور پېچکاري کوي.

په غږيزو رسنیو کې د ـ پکتیکا ملي راډيو ـ هم خپل ځای لري چې په ولس کې يې د بدو اغېزو باید مخنیوی وشي، پر دې غږيزه رسنۍ تر ټولو لوی تور دادی چې بداخلاقي ته تبلیغات کوي او د پکتیکا د کلتور خلاف په تلیفوني خپرونو کې نجونو ته هم د غږ حق ورکوي چې هیڅ بله رسنۍ دا کار نه کوي، د پکتیکا ولس وايي چې دې غږونو جنجالونه زېږولي او د پکتیکا په سنتي ټولنه کې يې آن وژنې را پیدا  کړې دي. په دغه رسنۍ ټول کارکوونکي د نورو ولایتونو دي چې ډېر تمرکز يې پر تفریحي شوخو خپرونو دی.

په پکتیکا کې د انعام الله ګوهر پر مټو د ـ پکتیکا ادبي بهیر ـ بنسټ کېښودل شو چې له ښو اغېزو يې څوک سترګې نه شي پټولای، خو د دې بهیر په غړو کې ځینو اختلافاتو یاد بهیر په ټپه ودراوه، خو د دې بهیر پر مټو په پکتیکا لومړی ځل د شخصیت پر ویاړ ناسته وشوه او په دې ناسته کې د پکتیکا ډېرعمره شاعر غلام صادق خوارمل ولمانځل شو. دې بهیر په یوسف خېل ولسوالي کې هم خپله څانګه پرانیسته چې اوس يې مشر عبدالجبار شهاب دی، د یوسف خېل ادبي بهیر د مسوولینو په وینا دوی اوونیزې ناستې لري  او هڅه کوي چې يې وپالي. په دې وروستیو کې د پکتیکا پوهنتون د محصلینو پر هڅو په دې پوهنتون کې د کېږدۍ ادبي بهیر په نامه ناستې کېږي چې ګډونوال يې ډېر ترې خوښ برېښي.

که يې له پکتیکا مېشتو راپیل کړو، نو په ځوان کهول کې يې لومړی ځل د عبدالرحمن غضري شعري ټولګه ـ ورېښمین کاڼي ـ خپره شوه، د وکیل پاچاخان یو ناول، د عبدالعزیز سرتېر شعري ټولګه ـ زخمي حسن ـ، د فضل الرحمن علیزي نثري ټولګه ـ د الله توره ـ، د غلام حسن شاکر شعري ټولګه ـ د خیال هنداره ـ ، د انعام الله ګوهر شعري ټولګه ـ نور دې نه یادوم ـ او نثري ژباړه ـ په هندارو کې ارواوې ـ، د دادمحمد ناوک  اووه نثري ټولګې او د خالد ریحان شعري ټولګه ـ وراباڼي ـ خپاره شوي دي. پر دې سربېره له پکتیکا د باندې د سلېمان لایق، طاهر کاڼي، مرحوم خیال محمد کټوازي، ډاکټر فیض محمد ځلاند، ډاکټر ذبیح الله حسن، اصف ننګ، حسن مبارک عزیزي او ګڼو نورو ګڼ چاپی اثار هم د ویاړ وړ دي.

په پکتیکا کې د فرهنګي بهیر د سمون، خوځښت او غښتلتیا لپاره سره له دې چې د فرهنګپالو ځوانانو ترمنځ همغږي او یووالي مهم دی، د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم بشپړ مسوول دی چې باید د چاپي او غږیزو رسنیو نشرات وڅاري او فرهنګي فعالیتونه پیل کړي. د يوې ټولنې د پرمختګ پر نورو رازونو سربېره یو لوی راز دا هم دی چې باید زغم پیدا کړي، کله کله ډېرې لويې نیمګړتیاوې یا د احترام یا هم ډارپه خاطر همداسې نغښتې پاتې کېږي چې پایلې يې بیا خورا بدې وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x