fbpx

دتبلیغاتي جنګ نوې څپه

afghanistan_warداڅو ورځې ددښمن دعمومي اړیکو او معلومات ورکولو له ادارو څخه مطبوعاتو ته بیخي نوي ، ډراماتیک او سره ورته خبرونه سرایت کوي ، څو ورځې وړاندې دکندز امنیه قومندان اعلام کړه ، چې دغه ولایت یې په بشپړه توګه له مجاهدینو ازاد کړی دی ، او په درستو ولسوالیو کې یې خپلې سلګونه ملیشې ځای په ځای کړې دي ، په دې سربیره له تیرو څو ورځو راهیسې په ورځنۍ شکل دایساف له مطبوعاتي دفتره دهیواد په مختلفو سیمو کې دمجاهدینو دنیولو او وژلو متحدالمال ابلاغیې نشریږي .

همدا نن که مطبوعاتي سرټکي وګورئ ، ددښمن دبیلابیلومقاماتو له خوا خورا هیښونکې او خنداورې ادعاګانې مطبوعاتو ته ابلاغ شویدي . ــ جنرال پیټرایس درولینګ سټون مجلې ته ویلي ، چې دملیشو جوړولو ستراتیژی یې په بریالیتوب روانه ده ، دافغانستان په ډیرو سیمو کې لاسته راوړنې لري او په راتلونکې کې دطالبانو شکست تضمینولای شي . ــ دناټو یوه بل مشر ډګرمن مایکل لوس هم دپیټرایس په چم خوشبیني ښکاره کړې ، دده په فکر دکابل دادارې دوسلوالو ځواکونو روزنه ښه پرمخ ځي ، اوګڼ سرتیري یې جګړې ته تیار کړي دي . ــ په همدې ورځ دناټو یوه بل جنرال ادم سمیت هم خپل دمافي الضمیر اظهار کړی دی ، نوموړي بیادخپل باور او اټکل له مخې ویلي چې مجاهدین دپیسو له کمي سره مخامخ دي . ــ دکابل دادارې استخباراتي ویاند لطف الله مشعل خو چې له څه مودې راهیسې له خبریالانو سره دمخامخیدو له دریځه غورځول شوی وه ، له کومې ورځې چې په دې نوې وظیفه ټاکل شوی هره ورځ خبریالان وردعوتوي او دخپلو لاسته راوړنو په اړه ورته داستانونه او کیسۍ بیانوي ، نوموړي دتیرو ورځو په شان نن هم دوه سترې دعوې کړي دي ، له یوې خوایې دکابل په جوماتونو کې فدایان او بارودي واسکټونه نیولي او له بلې خوا یې په همدې ورځ دکابل دتیرې اونۍ داستشهادي برید عاملین هم لاس په لستوڼي ګیر کړي دي . امریکایان او کورني اجیران یې دا ادعاګانې او دبریالیتوب لاپې داسې مهال کوي ، چې افغانان ظاهرا دافغانستان په پوځی او امنیتي وضعه کې کوم دپام وړ تغیر او تبدل نه ویني ، دهیواد په لراوبر کې هاغه دچاخبره هماغه اسمان دی هماغه ځمکه ، نه ددښمن له خوا کوم فوق العاده عملیات ترسترګو شوي ، اونه هم هیوادوالو ددوی کومې لاسته راوړنې لیدلي دي ، ژمی چې طبعا ددواړو طرفونو لپاره سخت موسم دی ، دمجاهدینو غوندې یې دامریکایانو ګشت او ګزار هم ټکنی کړی دی ، او دجګړو میدانونه ساړه شوي دي ، په پلازمینه کابل کې دتیرو میاشتو په نسبت اوس دمجاهدینوعملیات زیات شوي دي ،بیا بیا چاودنې او استشهادي بریدونه کیږي ، او دشمن ته تلفات اوړي ، مګر له دې ټولو واقعیتونو سره دښمن بیا هم وچ تبلیغ ته کار ویلی ، اوپه همآهنګه توګه خپل خواږه خوبونه او خیالات مطبوعاتو ته عرضه کوي . زمونږ خلک یو متل کوي وایي چې په آخور دې سترشي دغاښ کتلو ته یې اړتیا نشته ، زما په فکر له پیټرایس نه نیولې تر لطف الله مشعل پورې دلوړو مطبوعاتي باټو ویشتونکو له افغان اولس سره خورا ډیره موده تیره شوه ، افغان اولس دوی په تیره نهه کلنه موده کې له هره اړخه ښه وتلل او وپیژندل ، ددوی بیابیالاپې ، ستراتیژۍ ، مختلفې وعدې ، ضرب الاجلونه دغه راز ادعاوې او دبریالیتوب اټکلونه یې داسې وازمایل چې ښایي دبیا ازمویلو لپاره یې چندانې اشتهاء ونلري . لطف الله مشعل ، مایکل لوس ، پیټرایس او ادم سمیت چې په تیرو نهو کلونو کې دافغانستان تقدیر بدل نه کړ ، او نه یې وضعیت ته په خپله ګټه څرخ ورکړ ، ایا دادیوې ورځې ادعاګانې به یې افغان ولس او نړیوال ورسره ومني ، چې په جاودیي توګه به یې داسې وضعیت بدل او لاسته راوړنې خپلې کړي وي … دعامه باور له مخې خو ، کلا وحاشا . . . زمونږ په باور داد دښمن له خوا دکلاسیک تبلیغاتي جنګ هغه نوې څپه ده ، چې نوې څيرې یې له نوو ادعاګانو سره په مخ بیایي ترڅو افغانان او نړیوال پرې تیرباسي ، خوبې نتیجې به ځکه وي چې اوس درست افغان اولس او نړیوال پوهیږي ، چې په افغانستان کې دوضعیت ابتکار دمجاهدینو په لاس کې دی او دښمن ته یوازې همدا مطبوعاتي سرګرمۍ ورپاته دي ترڅو خپل ټپي او شړیدلی دریځ پرې ټکور کړي .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د