نړۍ

پاکستاني قبايلو افغانستان ته د هجرت کولو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د خيبرايجنسۍ قبايلي بې کوره شوېو خلکو له ۷۷ ورځو راهيسې د مرکزي حکومت پر ضد احجتاجونه پيل کړي او تر اوسه دوام لري.

دغو قبايلو ګواښ کړی، چې مرکزي حکومت د دوی ستونزو ته توجه نه کوي او د خوراک څښاک او نورو اړوندو مسايلو په اړه يې سترګې پټې کړي دي.

د خيبرايجنسۍ قبايلي مشرانو تېره ورځ ناوخته د پيښور پريس کلب مخې ته د احتجاجي لاريون په ترڅ کې وويل، چې دوی له پنځو کالو راهيسې د پوځي عملياتو له امله خپل کورونه پريښي او په پنډغالو کې در په در ژوند کوي او که مرکزي حکومت ژر تر ژره د دوی د ستونزو د حل کولو کوښښ ونکړي، نو دوی به مجبور شي، چې افغانستان ته هجرت وکړي.

قبايلي مشران د چارواکو له رويې ګيله من دي، چې له پنځو کلونو دوی د پوځي عملياتو له امله له خپلو کورونو راشړل شوي او تر اوسه هم د دوی په سيمو کې پر ګرځېدو بنديز دی او دلته پيښور او شاوخوا سيمو کې دغه قبايلي ولس در په در ګرځي، مګر حکومتي چارواکي په خپلو مزو کې بوخت دي او د دوی د کړاوونو او ستونزو غم نه خوري.

دغو قبايلي مشرانو ګواښ وکړ، چې د حکومت له رويې داسې ښکاري، چې دوی به مجبور شي، چې افغانستان ته هجرت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x