افغانستان

پکتیکا کې اربکیانو یو ماشوم شهید او درې نور ټپیان کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا د ګڼو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمو کې مېشتو اربکیان يې په سیمو کې وحشت پیل کړی او په رڼا ورځ عام وګړي وژني.

د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالي د سپینه د کلي اوسېدونکي وروسته له هغه په احتجاجي ډول د ولایت مرکز ته لاړل چې په دغه سیمه کې اربکیانو یو ماشوم شهید او درې نور سخت ووهل.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ په دغه سیمه کې د اربکیانو په موټرسایکل بم وچاودید  چې دوه اربکیان يې ووژل او یو بل ټپی شو، له چاودنې وروسته اربکیان کلي ته لاړل او څلور تنه ماشومان يې په زور پوستې ورسره یووړل.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې اربکیانو یو تن شهید کړی او د دریو نورو يې نارینتوب شنډ کړی دی.

دوی وايي چې د پکتیکا والي او امنیه قومندان ته په احتجاجي ډول خپل عرض وړاندې کوي چې په یادو سیمو کې اربکیانو د خلکو د ناموس لوټونې په مؤخه فعالیت پیل کړی او له طالب سره د جګړې پرځای له عامو خلکو سره جنګېږي.

په ورته وخت کې د خیرکوټ ولسوالي د پاینده خېلو کلي اوسېدونکي وايي چې په دې کلي کې مېشتو شینوارو اربکیانو له سیمې نه د يوې پېغلې د تښتولو هڅه کوله چې د سیمې خلکو نیولی دی، د دوی په خبره اربکیان په سیمه کې اخلاقي فساد خپروي او دولت يې ملاتړ کوي.

له بله اړخه د اومنې ولسوالي د زواکې د کلي اوسېدونکي وايي چې په دې سیمه کې مېشت اربکیان شپه د هغو کورونو په بامونو تېروي چې پېغلې نجونې پکې وي.

د زواکې د کلي یو تن قومي مشر حاجي طلاخان رسنیو ته په خبرو کې وویل چې د سیمې اربکیانو د یو مغرض شخص په لومه کې ښکېل شوي او هغه يې د چرسو په بدل کې چې څرنګه وغواړي پخپله خوښه استعمالوي.

د حاجي طلاخان په وینا دوی څو ځلې د پکتیکا له والي سره دغه موضوع شریکه کړې ده خو هغوی ورته ویلي دي چې دا د عزیز الله کار دی نه د دوی.

په ورته وخت کې د یوسف خېل ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د یحي خېلو ولسوالي اربکیان د دوی په سیمو کې د عملیاتو په نامه د دوی له کورنو شخصي موټر سایکلي له ځانو سره بیايي  چې وروسته يې استخباراتي مسوولین هم کلک ملاتړ کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په پکیتکا کې خلک د اربکیانو له وحشته شکایت کوي، تر دې وړاندې هم څو ځلې د لاریونونو او شکایتونه خبرونه ورکړل شوي دي چې اربکیان په سیمو کې د شخصي مقصدو په خاطر خلک ځوروي، پیسې ترې وړي، د سون توکي ترې وړي او آن په عزت يې برید کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x