افغانستان

سوريه کې وژل شوي افغانان د ايران قم ښار کې خاورو ته سپارل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): ايراني رسنۍ وايي، هغه پنځه افغانان، چې سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ سوريه کې دجهادي ډلو پر لاسو وژل شوي وو، د ايران قم ښار کې خاورو ته سپارل شوي دي.

ارينا خبري اژانس د ايراني چارواکو له قوله ليکلي، چې دغه افغانان د اسد رژيم په ملاتړ د جهادي ډلو پر ضد جګړو کې وژل شوي دي.

ايراني چارواکو تر اوسه د وژل شويو کسانو بشپړ هويت نه دی په ډاګه کړی او تر اوسه دا هم نه دي ويل شوي، چې دغه افغانان د چا په هڅو سوريې ته د جګړې لپاره لېږدول شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې څه موده مخکې امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال په خپل راپور کې ويلي و، چې ايراني امنيتي چارواکي ايران ميشي افغانان سوريې ته د اسد رژيم د ملاتړ په موخه د جګړې ډګر ته لېږي.

په راپور کې راغلي و، چې ايران دغو افغانانو ته د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر ورکوي او ايران کې د دايمي استوګنې او روغتيايي اسانتياوو ډاډ ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x